د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۴

ارګ: ولسمشر غني له باجوه سره په ګڼو خو مهمو موضوعاتو غږېدلی


د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ولسمشر غني د پاکستان له لوی درستیز سره په کتنه کې د ترورېزم سره د مبارزې پر څرنګوالي غږېدلی دی.

رګ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د لوی درستیز په مشرۍ کابل د راغلي پلاوي سره په کتنه کې، په مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوېد باجوه د یکشنبې په ورځ غرمه مهال، د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشری په یو ورځني سفر کابل ته راغلی دی.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال نجیب ازاد د یکشنبې په ورځ له ولسمشر سره د پاکستان د لوی درستیز تر خبرو ورسته ازادي راډیو ته وویل، دواړه لوريو د دوه اړخیزو اړیکو په ګډون، په ګڼو نورو موضوعاتو هم خبرې وکړې.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال نجیب ازاد
د جمهور رئیس د ویاند مرستیال نجیب ازاد

ښاغلي ازاد زیاته کړه:

"د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئیس نن د پاکستان له لوی درستیز او ورسره پلاوي سره په ارګ کې وکتل، په دې کتنه کې دواړو لوریو د سیمې په امنیت، دوه اړخیزو اړیکو، د ترورېزم سره په مبارزې، سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې وکړې."

قمر جاوېد باجوه له افغان چارواکو سره د ترورېزم سره د مبارزې پر څرنګوالي، د افغانستان د سولې پروسې او دوه اړخیزو اړیکو په اړه کابل ته خپل سفر تېره اوونۍ اعلان کړی و.

په ورته وخت کې د افغانستان جمهوري ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ولسمشر غني له ښاغلي بجوه سره په کتنه کې، افغانستان ته د نوموړي دا سفر مهم او د همکارۍ په برخه کې یو نوی فصل یاد کړ.

دا د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتيژۍ تر اعلان وروسته، کابل ته د پاکستان د لوی درستیز لومړنی سفر دی.

د یادونې ده چې د تېرې اوونۍ په پای کې، د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټېس او د ناټو عمومي قوماندان هم کابل ته راغلي وو او د افغانستان او نړۍ د اندېښنو د لېرې کولو په برخه کې یې، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتيژي د پاکستان لپاره یو فرصت بللی و.

د امریکايي او ناټو مشرانو سره په ګډه خبري غونډه کې افغان ولسمشر غني پر پاکستان د خبرو اترو غږ کړی و او ویلي یې وو چې د افغانستان سوله په دوو محورونو کې لټوي.

هغه د پاکستان سره سوله او بین الافغاني سوله د افغانستان د امنیت لپاره مهمې بللې دي.

د جمهوري ریاست په خبر پاڼه کې راغلي، ښاغلي باجوه د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د همکاریو ژمنه وکړه او د افغانانو په مشری د سولې له پروسې څخه یې ملاتړ اعلان کړ.

خبرپاڼه وايي، پاکستاني پلاوي دا ژمنه هم کړې چې د عملي او تطبیقي پلانونو لپاره په بېلابېلو برخو کې کاري ټیمونه رامنځته کوي.

د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو رئیس عبدالطیف ژوندی وايي، که پاکستان غواړي له افغانستان سره رښتیا هم اړیکې ورغوي، باید په خپلو ژمنو عمل وکړي.

ښاغلی ژوندی وایي:

"سفر به هغه وخت ګټور وي چې پاکستان په خپلو ژمنو عمل وکړي او د افغانستان سره صادقانه چلند وکړي، ټولې ستونزې په جنګ نه حلېږي، موږ هم غواړو له پاکستان سره ښې اړیکې ولرو، خو هغه هېواد باید عملي اقدامات وکړي، نه دا چې یوازې له فشارونو ځان وباسي."

ښاغلی ژوندی ټینګار کوي چې د پاکستان تېرو کړنو افغانان بې باوره کړي او هغه هېواد غواړي، په دې ډول سفرونو سره پر ځان نړیوال فشارونه کم کړي.

له دې سره د نړیوالو چارو کارپوه ودیر صافی وايي، پاکستان باید له رامنځته شوي فرصت څخه استفاده وکړي، که نه نو د ده په خبره، امریکا ته ښايي چې د هغه هېواد پر وړاندې لازم اقدامات تر سره کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG