د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د ثبات په اړه اندېښنه څرګنده کړه


د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتېژي د افغانستان د امنیت او د پاکستان د ثبات لپاره ممهه وبلله.

رکس ټېلرسن په واشنګتن کې د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې متحده ایالات د پاکستان راتلونکې ته اندېښنه لري.

نوموړي زیاته کړه:

"زه په دې باور یم چې داسې کوو، زما په باور د پاکستان او امریکا اړیکې د سیمې په کچه ډېرې مهمې دي، لکه څرنګه چې مو د جنوبي اسیا په ستراتېژۍ کې دا مسئله یاده کړې ده، په دې اړه مو د سیمې په سطحه خبرې کړې دي، دا یوازې د افغانستان لپاره نه‌ده دا د پاکستان لپاره مهمه ده، د پاکستان د اوږدمهاله ثبات لپاره مهمه ده، موږ د پاکستان د حکومت راتلونکې ته اندېښمن یوو، ځکه چې موږ غواړو چې حکومت‌یې ټینګ وي، موږ له دوی څخه غواړو چې سوله‌ییز چلند وکړي، ډېر هغه موضوعات چې دوی د پاکستان دننه ورسره په مبارزه دي هغه زموږ موضوعات هم دي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یوه ورځ وروسته تر دې دا خبرې وکړې چې د امریکا دفاع وزیر او لوی درستیز د سنا جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ په اړه معلومات ورکړل.

طالبان باید د تروریستانو له ملاتړ لاس واخلي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:50 0:00

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس وویل که چېرته د افغانستان په مسئله کې له پاکستان سره هڅې ناکامه شي نو ولسمشر ټرمپ دې ته چمتو دی چې د اسلام‌اباد پر خلاف هر هغه اقدام وکړي چې اړتیا یې وي.

د امریکا لوی درستیز جوزف ډانفورد بیا د سنا د پوځي خدماتو کمېټې ته په ښکاره وویل چې د پاکستان استخباراتي اداره یا «ای. اېس. ای» له ترورېستي ډلو سره اړیکې لري.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن بیا د پاکستان پر ضد دومره په زغرده څه ونه‌ویل، ده وویل چې په افغانستان کې د امنیت لپاره په کار دي چې له اسلام‌اباد او نوې ډېلي سره ګډې هڅې وشي.

رکس ټېلرسن
رکس ټېلرسن

نوموړي زیاته کړه:

"د جنوبي اسیا لپاره زموږ تګلاره، په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره داسې ده چې زموږ، د هند او د پاکستان له اړیکو سره ارتباط لري تر څو ترورېزم وځپل شي، د افغان حکومت ملاتړ وشي چې د خپلو خلکو امنیت وساتي."

نږدې یوه نیمه میاشت مخکې چې کله د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره نوې ستراتېژي اعلان کړه نو پاکستان دا تورونه رد کړل چې په خپله خاوره کې ترهګرو ته پناهځایونه ورکوي یا له ترورېستي ډلو سره همکاري کوي.

پاکستان اوس هم دا وایي چې له ترورېزم سره په جګړه کې یې ډېره قرباني ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG