د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

له سیاسي مشرانو سره د ولسمشر غني ناستې څه اهمیت لري؟


د افغانستان جمهوري ریاست له پاکستان سره د سولې د خبرو لپاره له یو شمېر سیاسي او جهادي مشرانو سره سلا مشورې پیل کړې دي.

کابل ته د پاکستان د لوی درستیز تر سفر او د سولې له خبرو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني د موجوده ستونزو د حل او له فرصتونو څخه د استفادې په هدف، یو شمېر سیاسي او جهادي مشرانو سره مشورتي ناستې کړې دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې جهادي او سیاسي مشرانو د سې شنبې د ورځې په ناسته کې له پاکستان سره د خبرو ملاتړ وکړ.

نوموړی وايي، ولسمشر تل په مهمو او ملي مسایلو کې له مشرانو سره سلا مشورې کړي او وروستۍ ناسته په دې هدف شوې چې د سولې په برخه کې د امریکا د ستراتېژۍ له اعلان او کابل ته د پاکستاني پلاوي له راتګ وروسته له رامنځته شوي فرصته ګټه پورته شي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال

ښاغلي مینه‌پال زیاته کړه:

"د ستراتېژۍ له اعلان وروسته، دا فرصتونه واقعاً مهم دي او همداراز له پاکستان سره د خبرو د تازه پړاو پیل هم مهم دی، دغه مسایل له سیاسي مشرانو سره شریک شول، هغوی هم د امریکا د ستراتېژۍ اعلان مهم وباله او له پاکستان سره‌یې د خبرو له پیل څخه ملاتړ وکړ."

د ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان د لوی درستیز له کتنې وروسته چې د همدې اوونۍ د یکشنبې په ورځ په ارګ کې وشوه، جمهوري ریاست ویلي چې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د پاکستان په دریځ کې بدلون راغلی دی.

باور دا دی چې د پاکستان په دریځ کې بدلون د افغانستان په اړه د امریکا د ستراتېژۍ له اعلان او د افغان حکومت د هغو فشارونو وروسته چې د نړیوالې ټولنې له لوري اچول شوي، رامنځته شوی دی.

له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني ټينګار کړی چې افغانستان په دوو محورونو کې، لومړی د پاکستان او بیا د بین‌الافغاني خبرو له لارې له طالبانو سره د سولې لار تعقیبوي.

ښاغلي غني ویلي، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې پالېسي د پاکستان لپاره یو فرصت دی، تر څو له ترورېزم ضد کمپاین سره یوځای شي.

هغه ویلي چې توپ د پاکستان په میدان کې دی او دا چې څنګه استفاده ترې کوي، دا د پاکستان کار دی.

له دې سره د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، له جهادي او سیاسي څېرو سره مشورتي ناستې د سولې د تأمین په هدف، د ملي اجماع لپاره مهمې دي.

له دې ډلې مشتاق رحیم ازادي راډيو ته وویل چې د بېلابېلو نظرونو او ملاتړو د لرلو له کبله افغان حکومت کولای شي، له یوه قوي دریځه له پاکستان سره د سولې خبرو ته کېني او په اړه‌یې خپلې پرېکړې اعلان کړي.

ښاغلي رحیم زیاته کړه:

"دا ډول بحثونه خورا مهم دي، یو دا چې د ټولو قشرونو نظرونه اخیستل کېږي، د نظر یووالی رامنځته کېږي او بل دا چې له دې لارې حکومت د ډېر قوي دریځ سره چې د ټولو قشرونو، ګوندونو او سیاسي څېرو ملاتړ له ځان سره لري، بحث ته داخلېږي او پرېکړې کولای شي."

د جمهوري ریاست په اعلامیه کې راغلي، سیاسي او جهادي مشرانو په دغه مشورتي ناسته کې له پاکستان سره د سولې د خبرو له پیلېدو ملاتړ اعلان او ټینګار یې وکړ چې په دغو خبرو کې د احساساتو پر ځای، له دقت او تدبیر څخه کار واخیستل شي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG