د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا په سفر وتلی


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د سې شنبې په ورځ له امریکايي چارواکو سره په یو شمېر مسایلو د خبرو لپاره، د دغه هېواد پلازمېنې واشنګټن ته په سفر وتلی دی.

ښاغلي اصف د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د هغې نوې پالېسۍ تر اعلان وروسته چې پاکستان‌یې د وسله‌والو په ملاتړ تورن کړی و، د ګاونډیو، سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو سفرونه پیل کړي او نوموړي تر امریکا مخکې د چین، ایران او ترکیې سفرونه هم کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف

خواجه اصف په دغو سفرونو کې د دغو هېوادونو له چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو سربېره، د افغانستان او د سیمې لپاره د امریکا پر نوې پالېسۍ غږېدلی و، په پاکستان کې د ترهګرو د مرکزونو د شتون په اړه د امریکا د ولسمشر تورونه بې‌بنیاده او د افغانستان د شخړې یوازنۍ حل لاره‌یې مذاکرات بللي وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تېره میاشت د دې هېواد له صدراعظم شاهد خاقان عباسي سره د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته تللی و، خو د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا د نوې تګلارې تر اعلان وروسته، دا واشنګټن ته د ښاغلي اصف لومړی رسمي سفر دی.

که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لا تر دې دمه امریکا ته د ښاغلي اصف د سفر په اړه څه نه‌دي ویلي، خو د رسنیو راپورونه وايي چې نوموړی به له خپل امریکايي سیال رکس ټېلرسن او نورو جګپوو چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، د افغانستان، سیمې او د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې تګلارې په ګډون، پر یو شمېر نورو مسایلو خبرې وکړي.

نوموړي دا سفر تر هغې دوه ورځې وروسته پیل کړی چې د یکشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه په یو ورځني سفر کابل ته تللی و، د افغانستان له ولسمشر او نورو چارواکو سره‌یې کتلي وو او په یو شمېر مسایلو یې ورسره خبرې کړې وې.

د امریکا د ولسمشر له‌خوا په اګست میاشت کې د افغانستان او سیمې لپاره د خپلې نوې تګلارې تر اعلانولو وروسته، دا کابل ته د جنرال باجوه لومړی سفر و.

د یادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر د افغانستان او سیمې لپاره په خپلې نوې تګلاره کې پاکستان د ترهګرو پر ملاتړ تورن کړ او ویې‌ویل چې ترهګر دغه خاوره د ترهګریزو فعالیتونو لپاره کاروي، خو د پاکستان حکومت دغه تورونه رد کړي او ټینګار کوي چې پر خپله خاوره‌یې د ټولو ترهګرو پر ضد له هر ډول توپیر پرته عملیات کړي دي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG