د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

ارین یون: ولسمشر غني باید له پاکستان سره ډېر قاطع مذاکرات وکړي


د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، افغان ولسمشر اسلام اباد ته په سفر کې باید له پاکستاني لوري سره د افغانستان د سولې او له ترورېزم څخه د هغه هېواد د ملاتړ په اړه څرګندې خبرې وکړي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړې ارین یون د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، محمد اشرف غني دې پاکستان ته په ډاګه ووايي چې د تروریستي ډلو له ملاتړه لاس واخلي او په سیمه کې دې د امنیت ټینګښت ته زمینه برابره کړي.

ارین یون
ارین یون

نوموړي زیاته کړه:

"له ولسمشره غواړو چې له پاکستان سره ډېر قاطع مذاکرات وکړي او له هغوی دې وغواړي په صادقانه ډول د افغانستان په سوله کې مرسته وکړي او په خپله خاوره کې د تروریستي ډلو سره اړیکې پرې کړي، څو په افغانستان او پاکستان دواړو کې سوله راشي."

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته تائید کړه چې محمد اشرف غني اسلام اباد ته د سفر په اړه د پاکستان د پوځ د لوی درستیز بلنه منلې ده.

خو دا چې دغه سفر کله ترسره کېږي، ښاغلي زاخېلوال یې په اړه زیات جزئیات نه دي ورکړي.

له دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني دوه ځله پاکستان ته سفرونه کړي، خو د ولسي جرګې غړې ارین یون او تردې وړاندې ځینو څېړونکو ویلي چې د ښاغلي غني پخوانیو سفرونو کومه لاس ته راوړنه نه درلوده.

د شنبې په ورځ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې تر ډېره ازاد بحث هم پاکستان ته د افغان ولسمشر د احمتالي سفر پر څرګندونو راڅرخېده.

د دغې جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي ویل چې افغان ولسمشر غني دې له پاکستان سره په اړیکو کې له زیات احتیاط څخه کار اخلي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د اګست پر۲۱ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتیژي اعلان کړه او په هغه کې یې د افغان امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ د دوام او د وسله والو مخالفینو د ماتي ژمنه وکړه.

تېره اوونۍ د امریکا لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ د دغه هېواد د سنا مجلس دفاعي کمېټې په غونډه کې ویلي و چې د پاکستان استخباراتي ادارې له تروریستانو ډلو سره اړیکې لري او په دغه هېواد کې لاهم د تروریستانو خوندي ځایونه شته

په ورته وخت کې د پاکستان د پوځ ویاد جنرال اصف غفور د تېرې پنجشنبې په ورځ په خبري غونده کې ومنله چې د دغه هېواد استخباراتي ادارې له ترهګرو ډلو سره تماس لري، خو ملاتړ یې نه کوي.

د نړیوالو چارو یو شمېر افغان کارپوهان بیا وايي، کله چې په پاکستان د نړیوالو او په ځانګړې توګه د امریکا فشارونه زیات شي، نو له فشارونو څخه د خلاصون لپاره پاکستاني چارواکي کابل ته راځي او افغان چارواکو ته د اسلام اباد د سفر بلنې ورکوي.

د دغو کارپوهانو له ډلې انتظار خادم که څه هم د ولسمشر غني دغه سفر ته هیله من خو ټینګار کوي چې افغان ولسمشر باید له رامنځته شوي فرصت نه د افغانستان په ګټه ښه استفاده وکړي.

انتظار خادم
انتظار خادم

نوموړي زیاته کړه:

"زه هیله من یم دغه سفر په ښه وخت کې ترسره کېږي، ترهغې چې امریکا په خپلو ژمنو ونه درېږي او د افغانستان په حکومت کې د سولې لپاره ظرفیت او ظرافت پیدا نه شي، نو بیا معنی نه شي درلودای، معنی دادی چې مهم دی."

ښاغلی خادم دغه سفر ته په داسې حال کې هیله من دی چې له دې وړاندې مخکني ولسمشر حامد کرزي پاکستان ته ۲۱ ځله سفرونه وکړل خو لکه څنګه چې لازمه وه څه یې ترلاسه نه کړل.

اوس به ولیدل شي چې محمد اشرف غني کله اسلام اباد ته سفر کوي او سفر یې څه لاس ته راوړنې لري او ایا پاکستان به داځل په خپلو ژمنو عمل وکړي او که بیا هم خپل پخوانی سیاست پرمخ بوځي؟

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG