د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

زاخېلوال: ټاکل شوې ولسمشر غني پاکستان ته سفر وکړي


ټاکل شوې ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته سفر وکړي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال نن جمعه ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر غني د پاکستان د سفر بلنه د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه له کابل څخه په خپل وروستۍ کتنه کې ورکړه وه.

او د ښاغلي زاخېلوال په خبره ولسمشر غني دا بلنه منلې ده.

حضرت عمر زاخېلوال
حضرت عمر زاخېلوال

ښاغلي زاخېلوال وویل تر قمر جاوید باجوه مخکې د پاکستان د پوځي استخباراتو د ادارې یا ای ایس ای مشر هم له افغان ولسمشر ته بلنه ورکړې ده چې پاکستان ته راشي.

بل لورته د پاکستان رسنیو ویلي چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته سفر کوي.

پاکستان ټوډې ورځپاڼې ویلي ولسمشر غني د پاکستان د پوځ دې غوښتنې ته چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره دې له اسلام اباد کتنه وکړي مثبت ځواب ویلی دی.

اسلام اباد
اسلام اباد

د دې ورځپاڼې په وینا اشرف غني تر دې مخکې په تېره می میاشت کې د پاکستاني مشرانو بلنه رد کړې وه.

ولسمشر غني په داسې وخت کې له پاکستان کتنه کوي چې د امریکا ددفاع وزیر وايي، کابل او اسلام اباد باید د ترورېزم ضد مبارزې او د دوه اړخیزو اړیکو د ښه والي لپاره په خپلو کې همکاري زیاته کړي.

د امریکا ددفاع وزیر جمیز مټېس په دې برخه کې له کابل څخه د پاکستان د پوځ د مشر سفر مثبت ګام بللی دی او ویلي دي چې دې سفر د وضیعت د ښه والي لپاره نوې هیلي پیدا کړي دي.

XS
SM
MD
LG