د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

د سولې شورا: د پاکستان له زندانونو د افغان طالبانو د راخلاصولو پروګرام چمتو شوی


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د پاکستان له زندانونو نه د افغان طالب بندیانو د راخلاصولو پروګرام چمتو شوی دی.

د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال قاضي محمد امین وقاد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، افغان حکومت د پاکستان له زندانونو نه د افغان طالبانو د راخلاصولو پرورګرام چمتو کړی، خو په خبره‌یې په دې اړه باید لومړی له پاکستاني چارواکو سره خبرې وشي.

ښاغلي وقاد وویل، په پام کې ده چې راتلونکې اوونۍ د سولې د عالي شورا د اجرائیه کمېټې په ناسته کې د یادو هڅو د پیلېدو د دقیق وخت په اړه پرېکړه وشي.

محمد امین وقاد
محمد امین وقاد

نوموړي زیاته کړه:

"تر دې دمه په دې اړه عملي اقدام نه‌دی شوی، خو پروګرام جوړ شوی دی، د سولې عالي شورا په پام کې لري چې په دې اړه له پاکستان، طالبانو او د طالبانو له استازو سره هم خبرې وکړي، په اوس وخت کې شرایطو فرق کړی او د نړیوالې ټولنې تمرکز هم د سولې په ټینګښت دی، پاکستان هم په دې برخه کې د مرستې ډاډ ورکړی او کېدای شي طالبان هم لېوالتیا وښيي."

ښاغلي وقاد په خپلو خبرو کې د بندیانو د تبادلې هم وویل، خو دا يې په ډاګه نه‌کړه چې د پاکستان په زندانونو کې د پرتو طالب بندیانو سره به په کومو شرایطو کوم بندیان تبادله کېږي.

خپلواک: د طالب بندیانو د خلاصون سر بېره د سولې لپاره ټول امکانات کاروو

تر دې وړاندې هم افغان حکومت د سولې د خبرو اترو د بریالي کېدو لپاره د پاکستان له زندانونو څخه د افغان طالبانو خوشې کېدل یو ښه بدیل بللی وو او د تېر حکومت پر مهال هم اسلام‌اباد د کابل په غوښتنه د پاکستان له زندانونو د طالبانو نږدې ۳۰ استازي خوشې کړي وو.

خو د ملي شورا د غړو او یو شمېر مدني فعالانو غبرګون‌یې په اړه دا و چې دا کار به د سولې په بهیر کوم مثبت اغیز ونه‌لري او برعکس، خوشې شوي طالبان به بېرته د افغان حکومت پر ضد وجنګېږي.

اوس‌مهال بیا د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یو شمېر غړي د پاکستان له زندانونو نه د طالب بندیانو خوشې کول یو پر ځای اقدام ګڼي.

د دغه کمېسیون غړی نادر خان کټواری که څه هم د دغه اقدام ملاتړ کوي، خو وايي چې دا چاره به د سولې پر بهیر ډېر مثبت اغیز ونه‌لري.

نادر خان کټوازی
نادر خان کټوازی

نوموړي زیاته کړه:

"دا د افغان دولت دنده ده چې خپل خلک د پاکستان له زندانونو نه راخلاص کړي، دا کار به تر یوې اندازې د سولې پر پروسې تأثیرات ولري، خو زما په نطر ډېر ګټور به ثابت نه‌شي، ځکه چې د طالبانو مشران لا هم د پاکستان تر مستقیم تأثیر لاندې دي."

د افغانستان او جنوبي اسیا د هېوادونو لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ تر اعلان او کابل ته د پاکستان د لوی درستیز تر سفر وروسته، افغان حکومت هیله‌مند دی چې پاکستان به د ترورېزم په وړاندې په مبارزه او د سولې په بهیر کې رښتینی عمل وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د خلاصون او سولې شورا رئیس ګل رحمان قاضي ازادي راډيو ته وویل چې د پاکستان له زندانونو نه د طالب بندیانو راخلاصول، کېدای شي له طالبانو سره د خبرو اترو د پیل په برخه کې یو شین څراغ وي.

ګل رحمان قاضي
ګل رحمان قاضي

نوموړي زیاته کړه:

"دا یو شین څراغ دی، خو دا چې د یو عادلانه او تلفاتي سولې لپاره په راتلونکي کې څه ډول ګامونه اخیستل کېدای شي، دا یو صادقانه عمل ته اړتیا لري."

دی ټینګار کوي چې افغان حکومت باید د دغو بندیانو د راخلاصولو سم مدیریت وکړي او پرې نه‌ږدي چې پاکستان له دوی نه د سولې له بهیر سره د مرستې پر ځای د ځان په ګټه کار واخلي.

له هڅو سره سره ونه‌توانېدو په دې اړه په کابل کې د پاکستان سفارت نظر ولرو.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG