د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

له وسله والو طالبانو سره د سولې عالي شورا نوي تماسونه!


د افغانستان د سولې عالي شورا د سولې د ټینګښت لپاره له وسله والو طالبانو سره تماسونه تائیدوي، خو په اړه یې له جزئیاتو ورکولو ډډه کوي.

د سولې عالي شورا وايي، هغه طالبان چې غواړي د سولې له پروسې سره یو ځای شي دوی يې هرکلی کوي.

د دغې شورا مرستیال عطالرحمن سلیم د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له وسله والو طالبانو سره له پخوا هم تماسونه موجود وو او د سولې د ټینګښت لپاره به دا تماسونه دوام وکړي، خو ښاغلي سلیم په دې اړه له زیاتو جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

عطاالرحمن سلیم
عطاالرحمن سلیم

نوموړي زیاته کړه:

"تفصیلي خبرې درسره نه شم کولای خو دومره درته ویلای شم چې د طالبانو له یو شمېر شخصیتونو او ډلو سره موږ په تماس کې یو."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغان حکومت یوې سرچینې چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل چې طالبانو په انفرادي او ډله ییز ډول د پاکستان د استخباراتي ادارې او د ځینو طالب مشرانو نه په پټه، له یو شمېر هېوادونو سره خپل تماسونه زیات کړي او هڅه کوي چې په دغو هېوادونو کې سیاسي پناه واخلي.

دغه سرچینې دغه شان ویلي، یو شمېر طالب قوماندانانو په پټه د افغانستان د سولې د عالي شورا سره هم تماسونه نیولي دي.

د دغه حکومتي سرچینې په خبره طالبان دا کار وروسته له هغه کوي چې په پاکستان کې یو شمېر طالب قوماندانان په مرموز ډول ووژل شول.

سرچینې ویلي، د دوی د معلوماتو له مخې، ملا یعقوب په قطر او ملا صدر ابراهیم بیا په چین او ترکیه کې د سیاسي پناه غوښتنه کړې ده.

خو وسله والو طالبانو نن په دې اړه غبرګون څرګند کړی او دغه ادعاوې یې رد کړې دي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې طالبان د افغانستان پر زیاته برخه خاوره واک لري او مشران يې اوس مهال په افغانستان کې د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو پر ضد په وسله واله مبارزه بوخت دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو مشران به هېڅکله نورو هېوادونو ته د پناه اخیستو په هدف ولاړ نه شي.

خو په اعلامیه کې د افغانستان د سولې له عالي شورا سره د دوی د تماسونه په اړه څه نه دي ویل شوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، پر طالبانو وروستیو فشارونو ته په کتو فکر کېږي چې نوره دا ډله غواړي له افغان دولت سره سوله وکړي.

د دې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

محمد اصف صدیقي
محمد اصف صدیقي

"البته دا فشار د امریکا له خوا پر پاکستان وو چې باید پر طالبانو فشار راوړی او په دې هېواد کې يې پټځایونه له منځه یوسي او دغه شان مالي مرسته ورسره ونه کړي او تر ټولو مهم دا چې وسله وال طالبان هم په دې پوه شول چې دوی د ګاونډيو ملکونو لپاره یوازې د دې جنګ وسایل دي نو دا هغه ټول فکتورونه دي چې بلاخره يې طالبان اړ کړي چې د افغان حکومت سره سوله وکړي."

ښاغلي صدیقي دا هم وویل چې د دوی د معلوماتو له مخې د افغانستان د سولې له عالي شورا سره د طالبانو تماسونه زیات شوي او له افغان حکومت څخه يې غوښتنه وکړه چې موقع نه په استفادې، طالبانو ته دا قناعت ورکړي چې له جګړې لاس واخلي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG