د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۲

زاخېلوال: د کابل او نوي ډيلي په اړیکو کې د پاکستان اندېښنې بې بنسټه دي


په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، له نوي ډيلي سره د کابل په اړيکو کې داسې څه نه‎شته چې له امله یې د پاکستان چارواکي اندېښنه ولري.

ښاغلي زاخېلوال تېره شپه له ازادي راډيو سره په مرکه کې وویل چې که پاکستان اندېښنه لري، د افغانستان حکومت ځواب ورته وايي خو د پاکستان اندېښنې پر مؤثقو اسنادو نه‎دي ولاړې.

عمر زاخېلوال زیاته کړه:

"رابطې پټې نه‎شي پاتې کېدلای نو له دې امله، زموږ او هندوستان ترمنځ هم داسې څه نشته چې هغه دې موږ پټ کړای شو."

د امریکا ولسمشر د اګسټ په وروستیو کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله ستراتيژي اعلان کړه او پر هند يې غږ وکړ چې په افغانستان کې خپلې اقتصادي پروژې زیاتې کړي او د پانګونې په مرسته په هغه هېواد کې د سولې له تأمین سره مرسته وکړي.

د رپوټونو پر اساس، د هند حکومت به تر ۲۰۲۰ میلادي کاله په افغانستان د درې میلیارد ډالرو په ارزښت پانګونه کړې وي.

زاخېلوال یو وار بیا ټینګار وکړ چې له بل هر هېواد سره د اړیکو ټینګول د افغانستان حق دی او نور هېوادونه باید اعتراض ونه‎کړي.

خو ویې ويل، ښايي اندېښنې وي خو د کابل او نوي ډيلي اړیکې د پاکستان د منزوي کولو لپاره نه‎دي او تړاو نه ورسره لري.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر پاکستان ته وړاندیز وکړ چې له کابل سره د نوي ډیلي اړیکو ته مثبت نظر وکړي او ډاډ یې ورکړ چې د هند او افغانستان شراکت پاکستان ته زیان نه پېښوي.

ښاغلي زاخېلوال د افغانستان او پاکستان د ولسونو ترمنځ اړیکو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې حکومتونه باید د خلکو د لا نېږدې کولو او بې اعتمادۍ لرې کولو ته کار وکړي.

عمر زاخېلوال وايي:

"موږ دې ته کار کوو څو د دواړو هېوادونو ترمنځ بې اعتمادي کمه شي، هغه پالیسۍ چې تر اعتراض لاندې دي هغه مثبت لوري ته ولاړې شي او داسې فضا رامنځ ته شي چې په دواړه هېوادونو کې سوله ټينګه شي او باور پېدا شي."

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير پرون سې شنبه د پاکستان په یوه څېړنیز مرکز کې بحث ته ویلي چې افغانستان باید ډاډ ورکړي چې د تحریک طالبان پاکستان په څېر ډلې ېې له خاورې پاکستان ته ضرر نه پېښوي او پاکستان ته هم ضروري ده چې د حقاني شکبې په څېر ډلو ته اجازه ورنه کړي چې پر کابل حملې وکړي.

XS
SM
MD
LG