د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

کابل: هند موافقه کړې چې افغانستان سره پوځي برخه کې نوره مرسته کوي


هند پرون دوشنبه موافقه وکړه چې افغانستان ته به نوره پوځي مرسته ورکړي.

دا خبره د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوارج له خپل افغان ساري صلاح الدین رباني سره په کتنه کې وکړه.

مېرمن سوارج په دې تاکید وکړ چې له افغانستان سره اړیکې د هند لپاره د وفا او باور پر اساس دي او دواړه هېوادونه به د پولو د پورې خوا د ترورېزم، خوندي پناهځایونو او پټنځایونو له کبله د چیلنجونو په وړاندې د بري لپاره متحد پاتې شي.

د افغانستان او هند د ستراتیژیک مشارکت شورا له غونډې وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وویل، افغانستان او هند موافقه کړې چې په خپل منځ کې امنیتي همکارۍ زیاتې کړي.

ده همدا راز وویل، هند منلې چې د افغانستان له ملي دفاعي ځواکونو سره نوره مرسته وکړي.

هند دا موافقه وروسته له دې کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان او سیمې په اړه د نوې ستراتیژۍ د اعلانولو پر مهال له هنده وغوښتل چې په افغانستان کې خپل رول زیات کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز رئیس فرامرز تمنا د افغانستان او هند ترمنځ همکارۍ د افغانستان د ستونزو له حل کېدو سره مرستندویې وبللې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز رئیس فرامرز تمنا
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز رئیس فرامرز تمنا

ده په دې اړه ازادي رادیو ته وویل:

"په سیمه کې د دوو ستراتیژیکو شریکانو په توګه د افغانستان او هند ترمنځ هر ډول همکاري او موافقه ډېر اهمیت لري او کېدای شي د افغانستان د ټولنې د اقتصادي او امنیتي ستونزو یوه غوټه پرانیزي."

ښاغلي تمنا هند په دې وستایه چې د ده په وینا تل یې له افغانستان سره مرستې کړي دي.

د افغانستان حکومت هم له ډېرې مودې راهیسې له هند څخه د اقتصادي او پوځي مرستو د زیاتولو غوښتنه کوي.

هند په تېرو ۱۶ کلونو کې له افغانستان سره د ۳ میلیارد ډالرو مرسته کړې ده.

له افغانستان سره د هند مرستو ته پاکستان د شک په سترګه ګوري. په تېره بیا د هند د پوځي مرستو په وړاندې حساسیت ښيي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر پرون په ډیلي کې یادونه وکړه چې د افغانستان او هند دوستي له کوم بل هېواد سره د دښمنۍ معنا نه لري.

ده په عین حال کې وویل چې افغانستان او هند دواړه د ترورېزم او سختدریځۍ قربانیان دي.

رباني د پاکستان مېشتو سختدریځو ډلو لکه لشکرطیبه او جېش محمد نومونه واخېستل او ویې ویل چې دا ډلې د سیمې سوله او امنیت ګواښي.

XS
SM
MD
LG