د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳۰ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۵۱

په ډهلي کې د هند او افغانستان د سراتیژیک شراکت د شورا غونډه جوړېږي


ټاکل شوې ده چې نن دوشنبه په نوي ډهلي کې د هند او افغانستان د سراتیژیک شراکت د شورا غونډه جوړه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په دې غونډه کې د ګډون لپاره په هند کې دی او له خپلې هندۍ سیالې سوشما سواراج سره به په ګډه د دې غونډې مشری وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې په دې غونډه کې د کابل او نوي ډهلي تر منځ د همکاریو څو سندونه هم لاسلیک کېږي.

هند او افغانستان په ۲۰۱۱میلادي کال کې د ستراتیژیک مشارکت موافقه لاسلیک کړه.

XS
SM
MD
LG