د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴

صلاح الدین رباني له هندي چارواکو سره پر کومو مهمو مسائلو خبرې کوي؟


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر سبا دوشنبه د هند له صدراعظم او د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیرې سره کتنه کوي.

تمه کېږي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر به له هندي چارواکو سره په خبرو کې په افغانستان کې د هند رول د پراخوالي غوښتنه وکړي په ځانګړي ډول د اقتصاد په ډګر کې.

هندي رسنۍ سټیټسمن وايي، صلا ح الدین رباني به سبا دوشبنه د افغانستان او هند د «ستراتیژیک شراکت» د شورا په غونډه کې د ګډون ترڅنګ د دې هېواد له صدراعظم نریندرا مودي او د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سواراج سره هم وویني.

شکیب مستغني
شکیب مستغني

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکیب مستغني پرون ازادي راډیو ته وویل صلاح الدین رباني به له هندي مقاماتو سره پر بېلا بېلو مسئلو او دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې وکړي.

د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ستراتیژۍ تر اعلان وروسته دا هند ته د افغان حکومت د پلاوي لومړنی سفر دی.

د هند په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې: د افغانستان د ثبات په اړه د هند د هڅو ستاینه کوو.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:45 0:00

د امریکا ولسمشر د خپلې ستراتیژۍ د اعلان پر مهال له هند وغوښتل چې په افغانستان کې خپل رول پراخ کړي.

ولسمشر ټرمپ د هند سیال او د افغانستان ګاونډي پاکستان تروریستانو ته د پناه ځایونو په ورکولو تورن کړ هغه څه چې پاکستان يې ردوي.

د سیاسي چارو کارپوه احمد رشاد منګوري چې په هند کې يې سیاسي علوم لوستي، ازادي راډیو ته وویل نوي ډیلي ته د افغان پلاوي سفر پاکستان ته یو پیغام لري.

نوموړي زیاته کړه:

"پرته له شکه دا سفر به د پاکستان پر حکومت د فشار راوړلو یوه وسیله وي، دا سفر ښيي چې امریکا د ستراتژیک شریک په توګه هند هم له ځانه سره لري، هر وخت چې پاکستان د امریکا غوښتنې ونه مني امریکا کولی شي هند او افغانستان له یو بل سره نېږدې کړي."

تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف او د هغه چینیايي سیال وانګ يې د جمعې په ورځ په پیکینک کې اعلان وکړ چې د روان مېلادي کال تر پایه به له افغانستان سره په ګډه درې اړخیزه غونډه وکړي.

د دې خبرو اترو هدف د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته زمینه برابرول ښودل شوی دی.

کابل او هند په ۲۰۱۱ مېلادي کال کې په سیاسي، امنیتي، او اقتصادي برخو کې د ستراتژیکو همکاریو سند لاسلیک کړ.

د راپورونو له مخې هند تر اوسه له افغانستان سره د بیارغونې او اقتصاد په برخو کې څه د پاسه دوه میلیارډه ډالرو مرسته کړې ده.

XS
SM
MD
LG