د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

اصف: د افغانستان په ګډون د ۳ اړخېزې غونډې لومړی مرحله به ژر پیل شي


د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو له طالبانو سره د خبرو اترو غوښتنه وکړه او د افغانستان او سیمې لپاره يې د امریکا پر نوې ستراتیژي انتقادونه وکړل.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يې د جمعې په ورځ په پیکنک کې له خپل پاکستاني سیال خواجه اصف سره د کتنې پر مهال د ترورېزم وړاندې د پاکستان د مبارزې ستاینه وکړه.

وانګ يې او خواجه اصف اعلان وکړ چې ډېر ژر به د افغانستان په ګډون درې واړه هېوادونه درې اړخېزې خبرې اترې پیل کړي.

وانګ يې وویل، د دې خبرو اترو لومړی مرحله د روان میلادي کال تر پایه ترسره شي:

"موږ په پام کې لرو چې د چین،افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو لومړنی غونډه د روان کال تر پایه جوړه کړو. موږ درې واړو لومړیتوبونه په نښه کړي دي یعنې ستراتیژیکې اړیکې،امنیتي خبرې او عملي همکاري. د همدې لومړیتوبونو له مخې موږ د درې اړخېزې همکارۍ لپاره هڅې کوو.له ساده مسئلو پیل کوو او غواړو چې د سیمه‎یيزې همکارۍ لپاره یوه تګ‎لاره جوړه کړو."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف یو ځل بیا وویل چې د افغانستان شخړه پوځي حل نه‎لري او په دې لړ کې باید سیاسي لارې وموندل شي.

دی وايي:

"موږ درې هېوادونه یوو. درې ګاونډیان او ټول د افغانستان امنیت ته لېواله یو. موږ په سیمه کې د سولې د فرهنګ د رامنځته کولو لپاره هڅې پیل کړي دي. "

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د چین منځګړتوب به د کابل او اسلام اباد ترمنځ نږدیوالي ته زمینه برابره کړي.

ښاغلي اصف زیاته کړه:

"زموږ د یو ځای کولو لپاره د چین رول دې ته زمینه برابره کړي چې کابل او اسلام اباد اوږده لاره ووهي او موږ به له کابل سره په ګډه هغه لار خپله کړو چې زموږ په سیمه کې سوله راولي. "

بل لورته ټاکل شوې ده چې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران ډېر ژر د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډو کې له یو بل سره وویني.

چین په داسې وخت کې له ترورېزم سره د پاکستان مبارزه ستايي چې دې هېواد د بریکس د وروستۍ سرمشریزې هغه پریکړه‎لیک تائید او لاسلیک کړی چې په پاکستان کې مېشتې دوه سخت دریځه ډلې يې تروریستي شبکې بللي دياو له پاکستان نه په کې د دې ډلو پرضد د جدي ګامونو غوښتنه شوې ده.

XS
SM
MD
LG