د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۱

په افغانستان کې به د هند د فعالیت پراخوالی پاکستان لا اندېښمن نه کړي؟


د افغانستان د ولسی جرګې یو شمېر غړي وايي، په افغانستان کې د هند پانګونه به په دغه هېواد کې جګړه او د ترهګرو حضور پيکه کړي.

د دغې جرګې د غړو په وینا، که امریکا او د سیمې هېوادونه په قاطعیت سره د ترهګرۍ پر وړاندې په خپلو پرېکړو عمل وکړي، پاکستان نه شي کولای چې د هند د پانګونې د پراختیا په صورت کې، په افغانستان کې وضیعت کړکېچن کړي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی محمد داود کلکاني
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی محمد داود کلکاني

د دغې جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یوه غړي محمد داود کلکاني، د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته په دې اړه وویل:

"زمونږ د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول د پاکستان لاس وهنې ښکاره دي، خو که د سیمې هېوادونه یا هند په افغانستان کې پانګونه وکړي او افغان ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي، په افغانستان کې پانګونه به د دې لامل شي چې په دغه هېواد کې جګړه او د ترهګرو حضور کم او ضعیف شي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږی چې اوس اوس د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال، الیس ويلز په افغانستان کې د هند د اقتصادي رول پر پراختیا ټینګار کړی دی.

نوموړي د خپل هېواد د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو په کمېسیون کې ویلي، هېواد یې هیله مند دی چې هند په افغانستان کې د پام وړ پانګونه وکړي.

مخکې تر دې، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د نوې ستراتېژۍ د اعلان پر مهال په افغانستان کې د هند پر رول ټینګار کړی او له یاد هېواد څخه یې د ترهګرۍ پر وړاندې، د رښتینې مبارزې له امله مننه کړې ده.

خو پوښتنه دا ده چې د دغو ټولو خنډونو سره سره چې ویل کېږي، د پاکستان له خوا د افغانستان په وړاندې موجود دي، په افغانستان کې به د هند د فعالیتونو پراخېدل پاکستان لا زیات اندېښمن نه کړي؟

ایا دا مسئله به د دې لامل نه شي چې پاکستان افغانستان ته نورې ستونزې هم جوړې کړي؟

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند صدراعظم نرېندرا مودي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند صدراعظم نرېندرا مودي

د نړیوالو اړیکو کارپوه طاهر هاشمیان ورته ځواب وايي:

"که چېرې امریکا د خپلې نوې ستراتېژۍ په پلي کولو کې قاطیعت ولري، شاید پاکستان دفعتاً د ځان په ګټه او د افغانستان په ضرر څه ونه شي کولای، دا ټول په دې پورې تړلي دي چې لوی هېوادونه څه ډول دريځ خپلوي او د افغانستان د قضیې په اړه څومره جدي او قاطع دي."

پاکستان له پخوا راهیسې په افغانستان کې د هند د حضور د رول په اړه اندېښمن دی او په افغانستان کې د هغه هېواد فعالیتونو ته د شک په سترګه ګوري.

خو، افغان چارواکو تل دا ټینګار کړی چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او متوازنه بهرنۍ پالیسي لري.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG