د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۶

وسله‌والو طالبانو او پاکستان ته د ولسمشر غني وړاندیزونه!


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د افغانستان لپاره د امریکا نوې ستراتېژي د فتنې او دهشت ګردۍ د پای ته رسولو ښکارندویي کوي.

ښاغلي غني چې د چهارشنبې په ورځ‌ په ارګ کې خبرې کولې وویل چې افغان جګړه په سیمه کې ریښې لري او له دې وروسته به د ترورېزم او ملاتړو پر وړاندې یې جدي چلند کېږي.

ولسمشر غني زیاته کړه:

"د هدف ښکاره تعریف تعیین شوی دی، هدف دا دی چې بریالیتوب شرایطو پورې تړلی دی نه زماني قید پورې. د دهشت ګردۍ سیاسي عمر، د نقاق اچولو عمر او همداراز د هغوی د فتنې عمر د پای ته رسېدو په حال کې دی."

ولسمشر غني طالبانو ته په خطاب کې وویل چې د دوی جنګ او فتنه یوازې د افغانانو د وژلو سبب کېږي له هغې پرته هېڅ لاسته راوړنه نه‎شي لرلای.

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې افغان حکومت په روانه جګړه کې له برلاسۍ سره-سره له طالبانو غواړي چې د جګړې پر ځای د سولې لاره غوره کړي.

د ولسمشر غني په خبره طالبان او ملاتړي به‌یې په روانه جګړه کې هېڅکله بریالي نه‎شي او هېڅوک نه‎شي کولای چې د دغه هېواد جغرافیې ته تغیر ورکړي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"که په دې فکر کې یئ چې جنګ ګټلی شئ او د افغانستان دولت پرځولی شئ یا دا مقدسه جغرافیه په دوو برخو بدلولای شئ دا فکر مو له سره وباسئ یوازنۍ د حل لاره سیاسي ده."

ښاغلي غني په دې وینا کې همداراز وویل چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتېژي هر اړخیزه ده او د ترورېزم پر وړاندې په مبارزه او دغې پدیدې ته د ماتې ورکولو په برخه کې ډېره مهمه ده.

نوموړي د امریکا له لوري د یادې ستراتېژي له اعلانه د مننې تر څنګ وویل چې د افغانستان بهرنی سیاست بریالی دی او نړیواله ټولنه اوس‌مهال په افغانستان بشپړ باور لري.

ولسمشر غني د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل چې افغانستان له پاکستان سره د دوو دولتونو په توګه سوله غواړي او اسلام‌اباد باید رامنځته شوی فرصت له لاسه ورنه‎کړي.

دی وايي:

"موږ پاکستان سره دولت په دولت سوله غواړو، یو بې‌ثباته افغانستان د هېڅ‌چا په ګټه نه‎دی او په ځانګړي توګه پر پاکستان به ډېر منفي اغېز ولري، دا چې نن یوه اجماع رامنځته شوې چې پاکستان باید پر خپل پخواني دود باندې نوی فکر وکړي دا یوه موقع ده."

ولسمشر غني دا هم وویل چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره په اړیکو کې خود مختاري، عزت او ملي ګټې په پام کې نیسي او سیمې او اسلامي نړۍ ته به دا ثابته کړي چې افغانستان د وصل نقطه ده، نه د بېلتون.

ولسمشر وویل، دا مهال د نړۍ له هېڅ هېواد سره د افغانستان په اړیکو کې ابهام نه‌شته او دغه هېواد دوستانه سیاست تعقیبوي.

د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ اعلان په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو او ډلو له بېلابېلو غبرګونونو سره هم مخ شوی دی.

که څه هم اکثرو ګوندونو او سیاسي څېرو یې هرکلی کړی، خو طالبانو بیا ستراتېژي د جنګ د دوام په معنی بللې او دا یې ویلي تر هغې چې په افغانستان کې یو بهرنی سرتېری موجود وي دوی به جګړې ته دوام ورکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG