د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

دنیا: افغان حکومت بیا پاکستان ته څه امتیاز ورکوي؟


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل ډېر مطالب او تبصرې پاکستان ته د ولسمشر غني د کېدونکي سفر او له طالبانو سره د پاکستان د استخباراتي ادارې اړیکو ته ځانګړي کړي دي.

اطلاعات روز:

اطلاعات روز ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې ولسمشر غني د پاکستان د پوځ د لوی درستیز په بلنه نوموړي هېواد ته سفر کوي.

په مطلب کې د ځینو پاکستانیو رسنیو په حواله راغلي چې ښایي ولسمشر غني له خپلې کورنۍ سره اسلام ته ولاړ شي او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کولو په اړه له پاکستانیو چارواکو سره وګوري.

دنیا

دنیا ورځپاڼې هم خپله سرمقاله په همدې اړه لیکلې او پوښتنه یې کړې چې افغان حکومت بیا پاکستان ته څه امتیاز ورکوي؟

سرمقاله لیکونکی وایي چې د کابل او اسلام اباد اړیکې به هغه وخت ښې شي چې له ترورېزم سره مبارزه جدي او صادقانه وي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي چې افغانستان تل د ترورېزم پر وړاندې مبارزه کې د پاکستان له پڅوالي او دوه ګوني سیاست نه شکایت کړی.

سرمقاله لیکونکی په پای کې لیکي چې ولسمشر غني او ورسره پلاوی چې پاکستان ته ځي باید د افغانستان حاکمیت اوخپلوکۍ ته پام وکړي او د دې هېواد ارزښتونه خوندي کړي.

انس:

انیس دولتي ورځپاڼې د امریکا د لوی درستیز هغه خبره را اخیستې چې وایي د پاکستان استخباراتي اداره له تروریستانو سره اړیکې لري.

په مطلب کې راغلي چې جنرال جوزف ډنفورډ د ای،ایس،ای او تروریستانو ترمنځ اړیکې له اندیښنې ډکې بللي او ویلي یې دي چې پاکستان باید له ترورېزم سره جګړه کې صادقانه عمل وکړي.

سرخط:

او سرخط ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي چې ارګ ته پاکستان بدل شوی ښکاري.

د مطلب لیکوال وایي، اسلام اباد د امریکا د نوې ستراتیژۍ پرضد د خپلو اقداماتو په لړ کې څه ترلاسه نه کړل او د خپلې سیاسي او پوځي بقا لپاره یې اوس افغانستان ته شين څراغ وښود.

نسیم شفق

XS
SM
MD
LG