د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۰۳

د پکتیا د پولیسو پر روزنیز مرکز د خونړي برید په اړه نړیوالې تبصرې


نیویارک ټایمز او ګارډین ورځپاڼو د پکتیا د پولیسو پر روزنیز مرکز د پروني خونړي برید په اړه مطالب خپاره کړي دي.

  • ګارډین لیکي

د ګردېز په حمله کې اول دوه موټر بم چاودنو چې چاودېدونکي مواد په‌کې ځای پر ځای شوي وو، د پولیسو روزنیز مرکز په نښه کړ.

دې چاودنو نورو برید کوونکو ته لاره پرانیسته.

وروسته بیا د وسله‎والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ څلور ساعته جګړه وشوه چې په پایله کې يې د پکتیا د امنيه قوماندان په ګډون لسګونه کسان ووژل شول.

ګارډین زیاتوي، دا برید په پکتیا ولایت کې چې د پاکستان له قبایلي سیمو سره پر پوله پروت دی شوې ده، چېرته چې حقاني شبکه فعاله ده.

د ورځپاڼې په وینا د پکتیا دا حمله څو ساعته وروسته تر هغې وشوه چې یوې بې‌پیلوټه امریکايي الوتکې په کورمه اېجنسی کې بمباري وکړه او ۲۶ کسان‌يې ووژل.

دا حمله څو ساعته وروسته تر هغې وشوه چې یوې بې‌پیلوټه امریکايي الوتکې په کورمه اېجنسی کې بمباري وکړه.

ګارډین وړاندې لیکي:

حقاني شبکه په مکرر ډول د ځانوژونکو بریدونو له امله تر سخت انتقاد لاندې ده.

دا شبکه د روان کال په مې میاشت کې په کابل کې د ټانکر بم حملې مسؤله هم ګڼل کېږي چې شااوخوا یو نیم سل کسان په‌کې ووژل شول.

دغه‌راز دا شبکه د پیسو په بدل کې د لوړرتبه افغان چارواکو او بهرنیو وګړو په برمته کولو هم تورنه ده.

ګارډین وايي، د پکتیا برید په داسې وخت کې کېږي چې د عمان په مرکز مسقط کې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازو ترمنځ د افغانستان د سولې د پروسې په اړه غونډه وشوه.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د پکتیا د حملې د یوه عیني شاهد حبیب‌الله سراب له قوله لیکلي دي:

کله چې يې یوه درنه چاودنه واورېده نو د برید ځای ته‌يې ځان ورساوه.

سراب نیویارک ټایمز ته ویلي، زیاتره مرګ‌ژوبله هغو ملکیانو ته اوښتې ده چې د پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره د پولیسو د مرکز مخته راغونډ شوي وو.

هغه ویلي په دې چاودنه کې زیات شمېر موټر له‎منځه تللي دي.

د پکتیا د ولایتي شورا غړي عبدالرؤف ځدراڼ نیویارک ټایمز ته ویلي دي، یو ځانوژونکی چې په موټر کې و، وتوانید چې د امنيه قوماندان خونې ته ځان ورسوي.

یو ځانوژونکی چې په موټر کې و، وتوانید چې د امنيه قوماندان خونې ته ځان ورسوي.

​د پکتیا د امنيه قوماندان جنرال توریالی عبدیاني هم د دې برید د قربانیانو په ډله کې دی.

طالبانو ویلي، د پولیسو رونیز مرکز يې لومړی په یوې لارۍ او یو موټر چې چاودېدونکي مواد په‌کې وو، په نښه کړ او بیا يې نورو وسله‌والو برید پیل کړ.

چارواکي وايي، په دې برید کې ۱۱ وسله‌والو ګډون کړی وو چې ټول له‌منځه تللي دي.

XS
SM
MD
LG