په هرات کې د بار وړونکو موټرو يو شمېر چلوونکي چې اعتراض يې کړى و، ادعا کوي چې د اعتراض پر مهال د طالبانو په ډزو کې له دوی یو ټپي شوى دى.
د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د بار وړونکو موټر چلوونکو د کمېسيون يو شمېر غړو چې چلوونکي دي، د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغه لاريون وکړ چې سيمهييزو طالب چارواکو د بار وړونکو موټرو د کرايې د کمولو پرېکړه وکړه.
د باروړونکو موټرو چلونکي ادعا کوي، چې سيمهييزو طالبانو د بار وړونکو موټرو کرايه له ٣،٩٢٠ افغانيو څخه ٣،١٢٠ افغانيو ته راټيټه کړې، چې د دوی غصه یې راپارولې او اعتراضونه يې کړي دي.
د دوی په خبره، د چهارشنبې په ورځ د سهار په اووه بجو د موټر چلوونکو د کمېسيون سلګونو غړو چې چلوونکي دي، اعتصاب وکړ او ان یو شمېر هغه غټ موټرې یې هم ودرولې چې له طالبانو څخه یې د پیسو په بدل کې د تېرېدو پارچې اخيستې وې.
د دوى په خبره اعتراض د سيمهييزو طالبانو له مداخلې وروسته په تاوتريخوالي واوښت او د طالبانو په ډزو کې يو تن اعتراض کوونکی ټپي شو.
د ټپي شوي کس تره عطاجان چې دى هم د باروړونکي موټر چلوونکی دی، وايي ٢٠ کلن وراره یې د طالبانو لهخوا په مستقيمو ډزو کې ټپي شو.
هغه ازادي راډيو ته وويل: "زموږ د اعتراض په ترڅ کې طالبانو پر موږ ډزې وکړې، زما وراره ټپي شو، په لاس او پښه يې مرمۍ ولګېده، هغه اوس په روغتون کې دى."
د هغه په وينا، وراره يې چې متولي نومېږي اوسمهال د هرات په ٤٠٠ بستريز روغتون کې تر درملنې لاندې دى.
د بار وړونکو موټرو چلوونکي وايي، د کرایې په کمېدو سره دوی لګښتونه نهشي پوره کولی.
"طالبان سهار راغلل او د بار وړونکو موټر کرایه یې راټیټه کړه، دا کرايه د موټر چلوونکو لپاره د منلو وړ نه وهيو موټرچلوونکی
يو چلوونکي شيرازد ازادي راډيو ته وويل: "طالبان سهار راغلل او د بار وړونکو موټر کرایه یې راټیټه کړه، دا کرايه د موټر چلوونکو لپاره د منلو وړ نه وه او ويې ويل چې موږ بار نه وړو، دوى سره ډېر ظلم شوى، حکومت داسې دى لکه مور او پلار او بايد د وسلو په ژبه خبرې و نهکړي."
دغه راز د شیرعلي په نوم د بار وړونکي موټر يو بل چلوونکی وايي: "هغوی غوښتل چې په زور پر موټر چلوونکو دا ومني او دا هيڅکله د موټر چلونکو لپاره د منلو نهده، پهدې کرايه دوى لا نهشي کولى ان د تېلو لګښت پوره کړي، موټر چلوونکو اعتصاب وکړ، ځينو موټرو چې بار لېږداوه هم ودول شول چې په پايله کې اعتصاب په تاوتريخوالي واوښت."
هڅه مو وکړه چې د هرات ولايت د ګذرې ولسوالۍ د لاريون کوونکو د دغو ادعاوو او غوښتنو په اړه د دغه ولايت د سيمهييزو چارواکو نظر هم واخلو، خو د هرات د والي وياند سائس سعيدي او د دغه ولايت د سوداګرۍ د خونې مشر يوسف امين پهدې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نهکړې.
دا اعتراضونه داسې مهال کېږي، چې د افغانستان په نورو ولايتونو کې هم سوداګريز بار وړونکي موټر چلوونکي له ستونزو سره مخ دي.
لهدې ډلې د بار وړونکو موټرو پر مخ د (تاډ) سند د نه درلودلو له امله د تورخم د لويې لارې تړل دي، چې د بار وړونکو موټر چلوونکي يې له ګڼو ننګونو سره مخ کړي، چې لا هم دا ستونزه نهده هواره شوې.
د يادې ستونزې د نه هوارۍ له امله سوداګرو او د بار وړونکو موټرو چلوونکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.