د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۵

ادعا: طالبانو د "قدرت بس" ټرانسپورتي شرکت له يوه موټرچلوونکي سترګه ايستلې


د قدرت بس د ټرانسپورټ او مسافر وړونکي شرکت یوې سرچینې چې نه‌یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته دا پېښه تایید کړه.
د قدرت بس د ټرانسپورټ او مسافر وړونکي شرکت یوې سرچینې چې نه‌یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته دا پېښه تایید کړه.

د "قدرت بس" د ټرانسپورټ او مسافر وړونکي شرکت یوه سرچینه ادعا کوي چې د طالبانو یوه غړي د کابل-شمال پر لویه لار د دوی د یوه موټر چلوونکي سترګه ايستلې ده.

زیارت ګل چې د کابل-شمال لویې لارې د "قدرت بس" په نوم د ټرانسپورټ او مسافر وړونکي شرکت موټر چلوونکی دی وايي: "زما سترګه يې وويستله، سترګه مې له لاسه ورکړه، زما سترګه يې وچوله تا وليدل؟ دا د يو مجاهد ظلم دى، چې له بې‌وزله موټر چلوونکي سره چې سترګه يې پرې ايستلې، څه ستونزه مې درلوده، زما ګنا څه وه؟"

د ده یوه ویډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې تازه خپره شوې لیدل کېږي چې، د د زیارت ګل له یوې سترګې وینه بهیږي.

د ویډیو ثبتونکی کس په ویډیو کې ادعا کوي چې دا برید د "طالبانو د يو وسله‌وال" له‌خوا شوی.

د قدرت بس د ټرانسپورټ او مسافر وړونکي شرکت یوې سرچینې چې نه‌یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته دا پېښه تایید کړه.

سرچينه وايي، پېښه د چهارشنبې په ورځ د بغلان په دوشي کې د طالبانو د پلټنې په یوه پوستنه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې یاد موټر له موټره اوښته، وروسته طالبانو لومړی د موټر کلینر وواهه او بيا یې پر موټر چلونکي برید وکړ.

سرچينې وویل: "طالب وسله‌وال موټر ته اشاره وکړه، موټر چلوونکي موټر ودراوه، طالب وړاندې راغى او کلینر یې وواهه، چې له امله يې کلینر وتښتېده، هغه راغى او موټر چلونکي ته يې وويل چې له موټره را ښکته شي، خو موټر چلوونکی ښکته نه‌شو، د پېښې عيني شاهدان وايي چې له طالب يې پوښتنه وکړه، چې ملا صاحب ولې دومره ټينګار کوې، خو هغه (طالب) موټر ته راغى او د ټوپک پر کنداغ يې چلوونکی په سترګه وواهه او ورسره یې سترګه بوټه راووته."

د طالبانو ناوړه چلند له خلکو سره کومه نوې خبره نه‌ده، تر دې مخکې هم په ښارونو او ولایتونو کې له ولس د پوښتنو او څېړنو، موبایل چک کولو او د هغوی سره د ناوړه چلند په اړه راپورونه خپاره شوي دي.
د طالبانو ناوړه چلند له خلکو سره کومه نوې خبره نه‌ده، تر دې مخکې هم په ښارونو او ولایتونو کې له ولس د پوښتنو او څېړنو، موبایل چک کولو او د هغوی سره د ناوړه چلند په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

سرچینه زياتويي، دوی هڅه کوي چې زیارت ګل د درملنې لپاره ایران ته ولېږدوي.

هغه ادعا کوي، چې تر دې مخکې يې هم موټر چلوونکو د دوشي په سيمه کې په چک پاينټونو کې ځورول شوي دي.

د سرچينې په خبره، د زيارت ګل سترګه زيانمنه شوې او په پلخمري کې ځايي روغتونونو ورته ويلي، چې د سترګې ليد يې له لاسه ورکړى دى.

کله چې مو ځواب ورکاوه چې سرعت توپير لري نو ويل يې چې خبرې مه کوه چې تاسو ٢٠٠ متره ځمکه کې لاندې خښ کړو، نو هله به مو زړه يخ شي."
يو موټر چلوونکی

په همدې حال کې یو شمېر نورې سرچینې تازه ادعا کوي چې، طالبانو له زیارت ګل د دې لپاره چې ولې يې ويډيوګانې پر ټولنيزو رسنيو نشر شوي، هم پوښتلى.

د سرچينې د معلوماتو له‌مخې، زيارت ګل د استيناف لپاره مرکزي دفتر ته ورغلى و، خو هلته هم ترې پوښتنې ګروېږنې شوي دي.

يو شمېر نور موټر چلوونکي وايي، تر دې مخکې هم په‌دې لاره کې د طالبانو له‌خوا ځورول شوي دي.

د کابل-شمال لويې لارې يو بل موټر چلوونکي چې نه‌يې غوښتل نوم يې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وويل: "دوی هيڅکله له موږ سره ښه چلند نه‌دی کړی، څو شپې وړاندې يې د بغلان ولايت بوغوي سيمې کې د يو ساعت لپاره ټولې موټرې درولې وې او له هر موټر چلوونکي څخه يې پوښتنې کولې چې سرعت يې څو دى، څه وخت حرکت کوي؟ کله چې مو ځواب ورکاوه چې سرعت توپير لري نو ويل يې چې خبرې مه کوه چې تاسو ٢٠٠ متره ځمکه کې لاندې خښ کړو، نو هله به مو زړه يخ شي."

يو شمېر نور موټر چلوونکي وايي، تر دې مخکې هم کابل-شمال لاره کې د طالبانو له‌خوا ځورول شوي دي.
يو شمېر نور موټر چلوونکي وايي، تر دې مخکې هم کابل-شمال لاره کې د طالبانو له‌خوا ځورول شوي دي.

هغه وايي، چې په بېلابېلو پلمو د دوى له موټرو پيسې هم اخيستل کېږي.

د دې ادعاو په غبرګون کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې دوی به د دې پېښې په اړه پلټنې وکړي.

د طالبانو ناوړه چلند له خلکو سره کومه نوې خبره نه‌ده، تر دې مخکې هم په ښارونو او ولایتونو کې له ولس د پوښتنو او څېړنو، موبایل چک کولو او د هغوی سره د ناوړه چلند په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

د ازادي راډیو ځینو اورېدونکو هم په ځلونو د ښارونو په چک پاينټونو کې له دوى سره د طالبانو له ناوړه چلند شکایتونه کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG