د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

د طالبانو حکومت: تېر يو کال کې د ترافيکي پېښو له امله له دوه زره ډېر کسان مړه شوي


د ترافيکي پېښې يو انځور
د ترافيکي پېښې يو انځور

د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د ترافيکي پېښو د زياتوالي په اړه د راپورونو له خپرېدو سره هم‌مهاله د طالبانو حکومت د کورنيو چارو وزارت وايي، په تېر يوه کال کې په ټرافيکي پېښو کې له دوه زرو ډېر کسان مړه شوي او شاوخوا شپږ زره نور ټپيان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع د سه‌شنبې په ورځ په کابل کې ملت ته د حکومت د حساب ورکونې په نامه یوې خبري غونډې ته وویل، په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

هغه زیاته کړه: "په تېر يو کال کې ٤،٢٧٨ بېلابېلې ترافیکي پېښې شوي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون دوه زره او یو کسان مړه شوي او ۵۹۹۶ تنه ټپیان شوي دي."

خو ښاغلي قانع دا و نه ويل چې دا شمېره د تېر کال په پرتله کمه شوې او که لوړه شوې ده.

دا په‌داسې حال کې ده چې یو شمېر افغانانو ازادي راډيو ته وويل، د دوی خپلوان په افغانستان کې د ترافیکي پېښو له امله مړه شوي دي.

د کابل اوسېدونکي مرسل ازادي راډيو ته وويل: "یو ځوان هلک و، چې موټر یې ټکر کړ، دغه ځوان چې شاوخوا ۲۵ کاله عمر یې درلود مړ شو، ښايي لا هم کال نه وي پوره شوى، دا پېښه د کابل - لوګر پر لویه لاره رامنځته شوې وه."

د ترافيکي پېښې يو انځور
د ترافيکي پېښې يو انځور

د لوګر اوسېدونکې فريما وايي، ورور يې څو مياشتې مخکې د کابل-جلال‌اباد پر لويه لاره په يوه ترافيکي پېښه کې د ملا او پښو په برخه کې ټپي شوى و.

"اویا سلنه ترافيکي پېښې د سړک د خرابوالي له امله رامنځته کېږي
حاجي اسماعيل سخي‌زاده

هغې ازادي راډيو ته وويل: "زما ورور له تورخم څخه کابل ته پر لاره و، چې د جلال‌اباد سره نږدې یې موټر ټکر کړى و او په پښه او ملا ټپي شوى و، خو له درملنې وروسته روغ شو."

په‌همدې حال کې د افغانستان د ترانسپورت ملي شورا مرستیال حاجي اسماعیل سخي‌زاده، وايي، د ترافیکي پېښو لامل د سړکونو خرابوالی او د ټرافیکي نښو نشتوالی دی.

نوموړی وايي: "اویا سلنه ترافيکي پېښې د سړک د خرابوالي له امله رامنځته کېږي، کله چې موټر د سرک کندې کې بند پاتې کېږي او بل موټر په تېزۍ راځي او موټر نه‌شي کولى چې له کندې ووځي، همدا دليل دى چې سره مخامخ کېږي او پېښه رامنځته کېږي او بل د ترافيکي نښو نشتوالى دى، څو ځلې مو په‌دې اړه د ټولګټو چارو وزارت ته شکايت وکړ."

دا په‌داسې حال ده چې په تېره يوه مياشت کې په بېلابېلو ولايتونو کې د ترافيکي پېښو راپورونه ورکړل شوي، چې مسافرو ته يې ګڼه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

افغانستان کې د لارو خرابوالی او د موټرچلوونکي بې‌احتياطي د ترافيکي پېښو دوه لوی لاملونه بلل کېږي.
افغانستان کې د لارو خرابوالی او د موټرچلوونکي بې‌احتياطي د ترافيکي پېښو دوه لوی لاملونه بلل کېږي.

د بدخشان ولايت د قومندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار د روان لمریز کال د زمري یا اسد مياشتې په لومړيو کې ازادي راډیو ته وویل، یوازې په بدخشان کې د حمل مياشتې له پیل راهیسې ۶۷ ترافیکي پېښې شوي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۸ کسان وژل شوي او ۱۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې په ځينو مواردو کې د موټر چلوونکو بې‌احتياطي هم د ترافيکي پېښو لامل بلل کېږي.

که څه هم داسې نيوکې کېږي چې، د طالبانو حکومت تر اوسه د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره کومه لاره نه‌ده موندلې، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، په افغانستان کې د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره پر یوه جامع پلان کار روان دی او ډاډ ورکوي، چې له‌دې وروسته به د ترافيکي پېښو په شمېر کې ډېر کموالی راشي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG