د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۸

د طالبانو حکومت د رسټورانټونو او تېلو پمپونو ماليه کمه کړې؛ مالکانو يې نور تخفيف هم غوښتی


د هوټل مالکان وايي، اوس يې عايد کم شوی او ماليه دې ورته نوره هم کمه شي
د هوټل مالکان وايي، اوس يې عايد کم شوی او ماليه دې ورته نوره هم کمه شي

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال اعلان وکړ چې، په افغانستان کې د تېلو د پمپونو او رسټورانټونو مالیات تقریبا نیمایي ته راښکته کړل شوي دي.

په افغانستان کې د تېلو پر پمپ سټیشنونو او رسټورانتونو د مالیاتو د ورکړې پر کچې د کمېدو په تړاو د طالبانو د حکومت تر اعلان وروسته، یو شمېر مالکان ادعا کوي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې په‌دې برخه کې عواید راکم شوي او د مالیې پرې کولو توان نه‌لري.

"تر څو چې شرایط سم شوي نه وي مالیات دې نور هم کم کړي، که دوی وکړای شي موږ کاملاً د مالیاتو له ورکړې معاف کړي
باميان کې د يو رسټورانټ څښتن

په کونړ ولایت کې د تېلو د یو پمپ څښتن د مالیاتو له راکمېدو خوښ دی خو وایي، ښه به وه چې یوازې د تېلو له واردونکو مالیه اخیستل شوې وای.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "ښه به وای چې دا مالیات په بندرونو کي اخیستل شوي وای او پلورونکي له‌دې ستونز خلاص وای، دا به لا ښه وای چې مالیات یوازې له لویو سوداګرو واخیستل شي او پلورونکي او واړه کاروباریان له‌دې جنجاله بې‌غمه شوي وای."

په بامیانو او هرات ولایتونو کې د رسټورانټونو دوو مالکانو هم، چې نه‌یې غوښتل نومونه یې په راپور کې خپاره شي وايي، ماليات دې نور هم کم شي.

باميان کې د يو رسټورانټ څښتن وايي: "تر څو چې شرایط سم شوي نه وي مالیات دې نور هم کم کړي، که دوی وکړای شي موږ کاملاً د مالیاتو له ورکړې معاف کړي، د دې لپاره چې اقتصادي وضعیت خراب دی، خلک کم رسټورانت ته راځي، موږ له ستونزو سره مخ یو، دوه سلنه یې هم زموږ لپاره ډېر دي، چې کار نه وي څنګه مالیات پرې کړو، له بده‌مرغه دا څو کاله موږ تل له زیان سره مخ يو."

هرات ولايت کې يو رسټورانټ
هرات ولايت کې يو رسټورانټ

په هرات کې د رسټورانټ يوه څښتن ازادي راډيو ته وويل: "هر څومره چې مالیات کمېږي هومره ښه ده، اوس زموږ وضعیت او کاروبار ډېر کمزوری دی."

له‌دې وړاندې د اصنافو او کسبګرو مسوولینو د طالبانو حکومت د مالیاتو پر لوړولو تورن کړی و او ویلي یې وو، چې د دوی پلور ته په کتو زیاته مالیه ترې اخیستل کېږي.

خو د طالبانو د حکومت چارواکي وایي، په افغانستان کې د تېلو ټانګونو او رسټورانتونو د مالیاتو د ورکړې پر برخه کې یې تخفیف ورکړی دی.

"د پمپ سټیشنونو مالیه نيم په نيمه شوه
عبدالسلام حنفي

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د سه‌شنبې په ورځ په کابل کې د "رسټورانټونو د انتفاعي مالیې د تخفیف او د نفتو (ګاز او تېلو) د پمپ سټیشنونو د ثابتې مالیې" په غونډه کې وویل، له‌دې وروسته به د ټانکونو او کورنیو شرکتونو مالیه پر في لیټر تېلو ٠،٦ سلنې څخه ٠،٣ سلنې ته را ټيټه شي او د رستورانونو انتفاعي ماليه له پنځه سلنې څخه دوه سلنې ته راټیټه شوې.

نوموړى پرته له‌دې چې د دې کار د پلي کېدو دقيقه نېټه مشخصه کړي وويل، دا اقدام د اسانتياو د رامنځته کولو په موخه د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د حکم پر بنسټ شوى.

نوموړي ويلي: "د پمپ سټیشنونو مالیه نيم په نيمه شوه، پخوا ٠،٦ سلنه وه، اوس ٠،٣ سلنه ده، دغه شان د هوټلونو، رستورانونو او د پخلي د پخلن‌ځيو د ټولټال عایداتو څخه، ٠،٥ سلنه چې مخکې يې ٠،٢ سلنه ماليه ورکوله."

له‌دې وړاندې د اصنافو او کسبګرو مسوولینو د طالبانو حکومت د مالیاتو پر لوړولو تورن کړی و او ویلي یې وو، چې د دوی پلور ته په کتو زیاته مالیه ترې اخیستل کېږي.
له‌دې وړاندې د اصنافو او کسبګرو مسوولینو د طالبانو حکومت د مالیاتو پر لوړولو تورن کړی و او ویلي یې وو، چې د دوی پلور ته په کتو زیاته مالیه ترې اخیستل کېږي.

د افغانستان د تېلو د پمپونو د ټولنې د استازي مسعود احمد راحت د رسټورانټ او د تېلو د ټانکونو د مالياتو د معافيت په اړه په جوړه شوې غونډه کې وويل، اوس‌مهال په هېواد کې د تېلو څلور لکه شپږ سوه ټانکونه فعاليت لري او يو شمېر خلک د تېلو له ټانکونو بهر د تېلو پلورلو کاروبار کوي.

د افغانستان د کسبګرو د خونې مشر شیرین آغا سخي په‌دې برخه کې د مالیې د معافیت هرکلی وکړ او د سوداګرۍ پر نورو صنفونو باندې د مالیې د کمولو غوښتنه وکړه، خو نوموړي په هېواد کې د فعالو رستورانتونو شمېر په ډاګه نه‌کړ.

د طالبانو حکومت دوه میاشتې وړاندې هغه اصناف چې په کال کې دوه ميليونه افغانۍ پلور ولري له ماليې معاف کړل خو هغه هټيوال چې تر دې ډېر عايد ولري اړ دي چې ٠،٣ سلنه ماليه ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو د بياځلي واکمنۍ وروسته يو شمېر کسب‌ګرو او مسلکي کسانو په ځلونو د طالبانو د حکومت له لوري د لوړو مالياتو د اخيستو په اړه شکايتونه او اندېښنې څرګندې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG