د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

طالبانو د اصنافو او وړو سوداګریو لپاره د ثابتې مالیې تخفيف او معافیت اعلان کړ


ارشیف: په افغانستان کې یوه کارخونه
ارشیف: په افغانستان کې یوه کارخونه

د طالبانو حکومت د اصنافو او وړو سوداګریو لپاره د ثابتې مالیې تخفيف او معافیت اعلان کړ.

د طالبانو د حکومت له‌خوا له اصنافو د لوړې ماليې د اخيستو په اړه له شکايتونو او اندېښنو وروسته د طالبانو حکومتي چارواکو په افغانستان کې د ټولو اصنافو لپاره د مالیاتو د معافیت او کمولو اعلان وکړ.

د طالبانو د حکومت د ریيس الوزا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ويلي چې دا کار د طالبانو د مشر ملاهبت‌الله اخندزاده د فرمان پر بنسټ د ١۴٠٣ هجري لمريز کال د حمل مياشتې له لومړۍ نېټې څخه پيل او د تطبيق وړ دى.

نوموړي "د اصنافو لپاره د ثابتې ماليې تخفيف او معافيت" په نوم غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت د ماليې وزارت له‌خوا په کابل کې جوړه شوې وه، ویلي چې دا کار دوی اصنافو ته د سهولتونو او اساننتياوو د رامنځته کولو په موخه کړى دی.

د طالبانو د حکومت د ریيس الوزا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي
د طالبانو د حکومت د ریيس الوزا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي

هغه وویل: "ټول هغه هټیوال او سوداګر چې فروشات یې د کال تر دوو میلیونو افغانیو پورې وي معاف دي، هغوی چې چې له دوو میلیونو څخه زیات فروشات ولري باید، ۰،۳ سلنه مالیه ورکړي، دا د افغانستان د خلکو لپاره یو لوی سهولت دى او هغه کسان چې وړې سوداګرۍ لري، ټول د مالیې له ورکولو معاف دي."

حنفي ادعا کړې چې د جمهوري نظام پر مهال به هغو اصنافو چې په کال کې یې تر يو لکو ګټه درلوده ۱۵۰۰ افغانیو یا ۱.۵ فیصده مالیه ورکوله، خو په خبره یې، د طالبانو د حکومت په راتګ سره دا مالیه ۰.۵ سلنې ته راټیټه شوې او اوس هغه اصناف چې د کال تر ۲۰ میلیونه افغانۍ عاید ولري، مکلف دي چې ۰،۳ سلنه مالیه ورکړي.

نوموړى همدا شان ویلي، په تېرو دوو کلونو کې د فابريکو له خاوندانو او کسبګرو څخه دوه سلنه ماليه راټوله شوې، په داسې حال کې چې د جمهوري نظام پر مهال دغه شمېره څلور سلنه وه.

خو د کسبګرو او اصنافو یو شمېر مسوولانو مخکې د طالبانو حکومت تورن کړی چې مالیات یې ډېر کړي دي.

په همدې حال کې یو شمېر اصنافو او سوداګرو له ازادي راډیو سره په خبرو کې اندېښنه وښوده چې د دوى پېر او پلور ته په کتو د طالبانو حکومت له دوى څخه لوړه ماليه ټولوي.

د وچې مېوې یو پلورونکي نورا حمد ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د دوی عواید کم شوي او د مالیې نه شي ورکولی.

هغه وايي: "د جمهوریت پر مهال کار ډېر وو ګټه ډېره وه، عایدات یې ډېر وو، که له یو لک افغانیو څخه یې ۵۰ زره ماليه هم ټوله کړې وای هم پوره کېده، خو اوس که شل زره ماليه هم ورکوو ډېره ده، ځکه خپل مصرف يې هم نه وځي. دوى دې بازار ته ولاړ شي د خلکو وضيعت دې وګوري او خپل حکم دې عملي کړي."

ارشیف: په کندهار کې د وچې مېوې یو دوکان
ارشیف: په کندهار کې د وچې مېوې یو دوکان

د یوه درملتون خاوند اسدالله سلطاني هم ورته شکایت لري.

هغه وايي: "هېڅ کار نه‌شته، ټول اندېښمن دي. زما لپاره يې ۳۵۰۰۰ ماليه ليکلې ده، که همدومره پيسې له خلکو واخلي، نو ټول به خپل کاروبار پرېږدي."

د افغانستان د کسبګرو او هټیوالو د خونې اجرایوي رییس عبدالطیف صالحي د دغو ستونزو په تایید سره ازادي راډیو ته وویل: "دا چې ثابته مالیه د فروشاتو په اساس محاسبه کېږي، کله چې د مالیې وزارت چارواکي دوکان ته ننوځي او د دوکاندار ظاهري بڼه وګوري، فکر کوي چې ممکن هره ورځ به ډېر پلور ولري."

تر دې وړاندې هم یو شمېر هټیوالو او سوداګرو، ان د د وړو دوکانونو خاوندانو شکایت کړی و چې حکومت له دوی څخه لوړه مالیه اخلي چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د طالبانو د حکومت چارواکو ټولو هغو مامورينو ته چې د تفتیش په څانګه کې دنده لري، خبرداری ورکړی چې د خپل حکومت له قوانینو سره سم عمل وکړي او که دوکاندارانو ورنه شکایت وکړ له دندو به ګوښه او د مجازاتو لپاره به محکمې ته معرفي شي.

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال په افغانستان کې د سوداګرو ۲۰۶ صنفونه شته، چې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG