افغانستان
د مالیې وزارت: برېښنایي مالیاتي سیسټم بېرته فعال شو
د افغانستان ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د پرېکړې پر بنسټ د برېښنايي مالياتي اظهار ليکونو وړاندې کوونکی سيسټم «e-Filing» نن بېرته فعال شو.
د مالیې وزارت په یو بیان کې ویلي، له دې وروسته ټول ماليه ورکوونکي کولی شي چې خپل مالياتي مکلفيتونه لکه د پخوا په څېر وړاندې او تاديه کړي.
د دغه سیستم فعالیت پر کابل د طالبانو له واکمنۍ وروسته ځنډیدلی و چې نن بېرته فعاله شو.
مالیې وزارت ټېنګار کړی چې ټول ماليه ورکوونکي باید تر دې وروسته خپل مالياتي مکلفيتونه ژر تر ژره وړاندې او تاديه کړي.
وزارت وایي، دغه سیستم د ماليه ورکوونکو وخت د ضايع کېدو، د رخصتيو په ورځو کې د ماليه ورکوونکو له کېدونکې جريمې، د مالياتي ادارو د ځينو مامورينو د ناسم چلند، د ماليه ورکوونکي د مالياتي پاڼو د ورکېدو او د مالي فساد د مخنيوي په موخه د (E-Filling) د برېښنايي خدماتو په نوم انلاین سيسټم جوړ کړی دی.
د دې په وينا، د دې برېښنايي خدماتو انلاین سيسټم له لارې ماليه ورکوونکي خپله "اظهار لېک" ډکوي، په برېښنايي ډول يې دوی ته رااستوي او دغه کار د دې لامل کېږي چې ماليات په خپل وخت او منظم ډول راټول شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په کابل کې د دودیزې غیږې نیونې فیستوال پیلیږي
د طالبانو د حکومت د المپیک، بدنې روزنې او ورزش کمېټې اعلان کړی چې د کورش، سامبو او د دودیزې غیږې نیونې فیستوال به د پنجشنبې په ورځ د (غويي ۳مه) په کابل کې پیل شي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د دغې کمېټې د مشر احمدالله وثیق په حواله لیکلي،"په دغه فیستوال کې به د افغانستان په ګډون له ازبکستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان، ایران او ترکیې څخه ۱۶۰ لوبغاړي برخه واخلي".
دغه فیستوال به د غويي تر پنځمې دوام وکړي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو راهیسې په تیرو نژدې پنځو کلونو کې ښځې له هر ډول ورزشي فعالیتونو راګرځول شوي او د نارینو په ځینو لوبو محدودیتونو لګول شوي دي.
نن چهارشنبې په ۲۹ولایتونو کې د شدید باران او سیلابونو اټکل شوی
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست د چهارشنبې په ورځ د (غويي۲مه) د افغانستان په ۲۹ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او له کبله یې د سیلابونو د راوتو خبرداری ورکړی دی.
دغه ریاست د سه شنبې په ورځ پر خپلې ویب پاڼې په هرات، فراه، ارزګان، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، بدخشان، کندز، تخار، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، غور، کابل، غزنی، بادغیس، دایکندی، بامیان، میدانوردک، پکتیا، خوست، لوګر، پکتیکا، ننګرهار، لغمان، کاپیسا او نورستان ولایتونو کې د شدیدو بارانونو اتګل کړی.
په دغو ولایتونو کې د باران اندازه له لسو تر ۳۵ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
د طالبانو د حکومت د وروستیو شمیرو له مخې د حمل میاشتې له پیل راهیسې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د شدیدو وروښتونو او سیلابونو له کبله ۱۷۹کسان مړه او ۲۵۲ نور ټپیان شوي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام؛ د نورستان کامدیش او برګمټال ولسوالیو ته بشري مرستې رسیدلي
د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) د نورستان ولایت په کامدیش او برګمټال ولسوالیو کې ۱۳۶زره کسانو ته د اړینو خوارکي او طبي توکو د مرستې چارې پیل کړي دي.
دې پروګرام د سه شنبې په ورځ د (غويي په لومړی نیټه) پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي،"دغه مرستې هغو کورنیو ته چې له مودې راهیسې د ژوند ژغورنې له مرستو بې برخې وې یوه نوې هیله ده".
د ډبلیو ایف پي په ټکو، دغه بشري مرستې د صلیب نړیوالې کمېتې او افغان سرې میاشتې سره په ګډه په اړمنو خلکو ویشي.
له دې مخکې د سره صلیب نړیوالې کمیټې د سه شنبې په ورځ وویل،"څه باندې شپږ اونۍ کیدې چې د کامدیش او برګمټال ولسوالیو اوسیدنکي د جګړو له کبله خوړو او نورو اساسي خدمتونو ته له لاسرسي محروم وو".
له نژدې دوو میاشتو راهیسې دغو دوو ولسوالیو ټولو غځیدلې لارې بندې وې چې د حمل میاشتې په ۲۴مه نېټه بیرته پرانستل شوې.
دغه لارې له پاکستان سره د جګړې له کبله تړل شوې وې.
د افغان طالبانو پلاوی بروکسل ته ځي
یوشمیر دیپلوماتیکو سرچینو فرانس پریس اژانس ته ویلي دي چې اروپایي اتحادیه د طالبانو پلاوي ته بلنه ورکوي چې بروکسل ته ورشي او د اروپایي ټولنې له هیوادو د یوشمیر افغان کډوالو د ایستلو پر لارو چارو ورسره خبرې وکړي.
یوې دیپلوماتیکي سرچینې د دوشنبې په ورځ وویل چې د طالبانو تخنیکي ټیم به په راتلونکو اونیو کې بروکسل ته ورشي او د اروپایي ټولنې له غړیو سره به د الوتنو، د کابل په هوایي ډګر کې د ظرفیت د امکاناتو ، همداراز پر دې خبرې وکړي چې له دې ستنول شویو کډوالو سره به څه کیږي.
د اروپایي ټولنې د اووه ویشت غړیو هیوادو له ډلې شاوخوا شل هیوادونو دا هڅې پيل کړې دي چې هغه افغانان له خپلې خاورې وباسي چې په جرمونو کې ښکېل دي.
اروپایي ټولنه د دې سربیره هڅې کوي چې یوشمیر افغانان خپل هیواد ته واستوي چې د بشري حقونو ډلو او د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو ادارې په دې برخه کې خپلې اندیښنې ورسره بیا بیا شریکې کړې دي.
د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې نن د ورښتونو اټکل شوی
د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست د افغانستان په اوو ولایتونو کې د باران وریدو اټکل کړی دی.
د دغه ریاست د وړاندوینې له مخې به نن په فاریاب، بادغیس، سرپل، سمنګان، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې باران ووریږي.
د هوا پیژندني ریاست په خپاره کړي بیان کې ویلي دي چې په دغو ولایتونو کې به د باران کچه له لسو تر شل ملي متره پورې وي.
ملګرو ملتو د اونۍ په پيل کې په یوه بیان کې ویلي و چې د افغانستان په یو دیرش ولایتونو کې د وروستیو څو اونیو ورښتونو او سیلونو له درې اویا زره څخه ډیر کسان اغیزمن کړې دي.
تیره میاشت د سیلونو له امله په افغانستان کې په لسګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او په لسګونو نور ټپيان شول.
ملګري ملتونه وايي سږ کال په افغانستان کې ملیونونه خلک عاجلې سرپناه ته اړتیا لري
د ملګرو ملتونو د بشري میشتیدنې پروګرام ( یو.ان. هبیتات) وايي په افغانستان کې سږ ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۴.۲ ملیون کسان عاجلې سرپناه او غیرخوراکي مرستو ته اړتیا لري.
د دغه پروګرام د افغانستان څانګې (دوشنبه د وري ۳۱مه ) په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د باکو په نړیوال ښاري فورم کې یې د دغو خلکو د ستونزو په اړه خبرې کړی او هڅه کوي د هغوی لپاره د مرستو زمینه برابره کړي.
د ګڼ شمیر کډوالو راستنیدو او د سیلابونو په نتیجه کې د کورونو ویجاړي د سرپناه دنشتوالي ستونزه پراخه کړې ده.
بلخوا د کډوالی نړیوال سازمان ( IOM) وايي د سږ کال لومړیو څلورو میاشتو کې افغانستان ته له پاکستانه د ستنوشویو کډوالو شمیرکې د تیرکال دهمدې مودې په پرتله ۱۵ برابره زیاتوالی ولیدل شو.
دغه سازمان خپل تازه رپوټ کې چې یکشنبه د وري په ۳۰ مه یې خپور کړ وايي یواځې د مارچ له ۲۹مې د اپریل تر ۱۱مې پورې څه دپاسه ۴۲ زره کسان له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د طالبانو حکومت بلاروس سره د تیلو د پیرلو خبرې کړي
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د بلاروس دصنعت وزیر یوګنیویچ کورنتسوف سره له دغه هیواده د پترولو او ډیزلو د پیرلو په هکله خبرې کړي دي.
دغه خبرې ددوشنبې په ورځ ازبکستان کې شوي دي.
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلامیه وايي عزیزي په دې غونډه کې د بلاروس پانګه والو ته په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړې ده .
نورالدین عزیزي په نړیوال صنعتي نندارتون کې چې دافغانستان محصولات هم په کې نندارې ته ایښول شوی ازبکستان ته تللی دی.
نوموړي په داسې حال کې بلاروس څخه د سونګ د موادو د پیرلو خبرې کړي چې ایران سره دامریکا او اسراییلو د جګړې او هرمز تنګي څخه د بیړیو د حرکت دمحدودیدو له امله افغانستان کې هم د تیلو بیې لوړې شوي دي.
بقایي: ایران تر دې شیبې بل پړاو خبرو لپاره هیڅ پروګرام نه لري
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي نن ویلي چې تر دې دمه له امریکا سره د سولې دویم پړاو خبرو کې د ګډون هیڅ پروګرام نه لري.
نوموړي په خپل اونیز خبري کانفرانس کې ویلي: " ایران به خپلو ملي ګټو ته په کتو د سولې د خبرو د دوام په اړه مناسبه پریکړه وکړي."
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و چې پلاوی یې پاکستان ته د تګ په حال کې دی.
هغه پر ټولنیزه پاڼه تروت سوشیل ولیکل چې پلاوی به یې " سبا شپه" په پاکستان کې وي چې اشاره یې د ایران په وخت د سه شنبې سهار او د ثور میاشتې لومړۍ نیټې ته وه.
ټرمپ، دې ته په اشارې چې متحده ایالات ایران ته د عادلانه او معقول تړون وړاندیز کوي، وویل چې که ایران دا وړاندیز ونه مني، "متحده ایالات به د ایران ټول بریښنا کوټونه او ټول پلونه ویجاړ کړي."
یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون په لومړۍ کرښه کې دی
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) وایي، دغه هېواد د نړیوال اقلیمي بدون په لومړۍ کرښه کې دی.
یوناما نن دوشنبه ( د حمل ۳۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان له دې کبله د نړۍ د ډیرو زیانګالو هېوادونو په داسې ډله کې دی چې د مبارزې لپاره یې کم چمتوالی لري.
دوی دا څرګندونې هغه انلاین سیمینار ته کړي چې لړۍ یې په همدې تړاو له یوه خپلواک څیړنیز مرکز سره په ګډه ۲۰۲۵ کال کې پيل شوې ده.
یوناما وایي چې دوی په دغو سیمینارونو کې ،چې شپږ پړاوه لري، متخصصان، موسسې او نور اړخونه سره کینوي چې له وضعیته د وتلو لارې چارې ولټوي.
د اقلیمي بدلونونو په لړ کې د همدې حمل میاشتې په دویمه او دریمه اونۍ کې په نژدې ټول افغانستان کې سیلابونه راووتل چې خلکو ته یې د سر او مال زیان واړوه.
راشدخان ویلي چې هند او اسټرالیا د تابعیت وړاندیزونه ورته کړي وو خو ده رد کړل
د افغانستان پيژندل شوي کرکټر راشدخان ویلي هند او اسټرالیا د تابعیت وړاندیزونه ورته کړي وو خو ده رد کړل ځکه دی غواړي د افغانستان لپاره ولوبیږي.
ګڼو هندي رسنیو دا خبر یکشنبه خپور کړی.
د راپورونو له مخې راشدخان د هند او اسټرالیا له خوا د تابعیت د وړاندیز خبره په یوه کتاب کې کړې چې د ده په ورزشي ژوند او کارنامو باندې لیکوال او خبریال محمد جعفر هاند لیکلی دی.
تمه ده دا کتاب همدا خپور شي.
په کتاب کې د خان په حواله راغلي: «ما د [تابعیت او د لوبېدو] وړاندیزونه هم له اسټرالیا او هم له هند ترلاسه کړل. خو ورته ومې ویل چې که زه خپل هېواد ته ونه لوبیږم بل هېڅ هېواد ته نه لوبېږم.»
د هند له خوا راشدخان ته د تابعیت د ورکړې په تړاو یو وار په ۲۰۱۸ کال کې هم هندي رسنیو او د هغه یو شمېر مینه والو کمپاینونه کړي وو.
ان تر دې چې د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني د دغو هڅو او کمپاینونو په ځواب کې ویلي وو چې راشدخان د افغانستان ویاړلی کرکټر دی او بل هېواد ته نه ورکول کېږي.