د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

د ایران تر وخت مخکې د ولسمشرۍ ټاکنو دوهم پړاو؛ ایا خلک په کې ګډون کوي او که تحریموي یې؟


د ایران د ولسمشرۍ د لومړي پړاو ټاکنو کې یوه ښځه خپله رایه کاروي.
د ایران د ولسمشرۍ د لومړي پړاو ټاکنو کې یوه ښځه خپله رایه کاروي.

د ایران د ولسمشرۍ د ټاکنو په دوهم پړاو کې مخکښ کاندیدان، یو مسعود پزشکیان او بل سعید جلیلي دی.

لومړی پړاو ټاکنې چې تېره جمعه وشوې هېڅ کاندید په‌کې ونه توانېد چې تر پنځوس فصیده ډېرې رایي خپلې کړې، د همدې له امله ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې.

په لومړي پړاو کې لږ خلکو رایي ورکړې، هغه کسان چې د رایي ورکولو حق یې درلود څه باندې ۶۰ په سلو کې ټاکنیزو حوزو ته ورنغلل چې رایې ورکړي.

د ایران مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي چهارشنبه د جولای درېیمه وویل، په ټاکنو کې د خلکو لږ ګډون د مخالفت په معنا نه دی.

هغه وویل: "د ټاکنو په لومړۍ مرحله کې چې څرنګه څوک تمه کوي، خلکو هغسې برخه وانخیسته، ګډون تر هغه کم و چې تمه یې موږ کوله او داسې اټکل کېده. که څوک داسې وانګېري چې دغه کسان چې رایې یې نه دي ورکړي دا د دې لپاره دي چې له نظام سره یې مخالفت کاوه، دا به د دوی سخته تېروتنه وي."

د ایران مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي
د ایران مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي

خامنه‌اي په ایران کې وروستۍ پرېکړه کوي او بشپړ واک ورسره دی.

دی له هغو وسایلو او هغو موسساتو چې واک یې ورسره دی، د ټاکنو او د ایران د کورني او بهرني سیاست لوری تعیینوي.

د ایران د ولسمشرۍ ټاکنې تقریباً یو کال تر ټاکلي مودې مخکې ترسره کېږي او دا ځکه چې د دغه هېواد مخکېنی ولسمشر ابراهیم رییسي سږ کال د مې په میاشت کې د هیلیکوپټر د سقوط په پېښه کې ووژل شو او د ولسمشرۍ دوره یې بشپړه نه کړه.

د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور له مخې د سعید جلیلي او مسعود پزشکیان تر دوهمې مناظرې وروسته هم دا خبرې کېږي چې ټاکنې به خلک تحریم کړي او هم په ټاکنو کې د ګډون خبرې کېږي.

د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو کاندیدان سعید جلیلي او مسعود پزشکیان
د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو کاندیدان سعید جلیلي او مسعود پزشکیان

د راډیو فردا د راپور له مخې د ایران د رژیم له لوري ټاکنې له نړیوالو اصولو سره ډېر توپیر لري چې د ولسمشرۍ د ډېرو کاندیدانو نومونه د رژيم له لوري تر ټاکنو مخکې له لېسته لیرې کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG