د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

ایراني رسنیو ته د ټاکنو په اړه تازه سپارښتنې؛ سرغړوونکو ته په دُرو وهل هم په پام کې نیول شوي


په ایران کې د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو د نوملیکنې له یوې غونډې انځور
په ایران کې د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو د نوملیکنې له یوې غونډې انځور

د ایران حکومت د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه رسنیو ته تازه سختې سپارښتنې اعلان کړي چې سرغړوونکو ته په دُرو وهل هم په پام کې نیول شوي دي.

په ایران کې پر رسنیو د څارنې هیئت د ولسمشرۍ د پلان شویو ټاکنو په درشل کې د رسنیو لپاره ځینې تازه سپارښتنې اعلان کړې دي.

د دغو تازه سپارښتنو له مخې که څوک سرغړونه وکړي، د دغه هیئت د مخکنیو سپارښتنو په څېر ۷۴ درُې هم ورته په پام کې نیول شوي دي.

دغه تازه سپارښتنې تېره پنجشنبه اعلان شوي، خو پرون جمعه ورباندې ځینو بنسټونو انتقادونه وکړل او دا یې پر رسنیو د نور فشار هڅه وګڼله.

د نویو سپارښتنو له مخې د ټاکنو د تحریم او د خلکو د ګډون کمولو لپاره د محتوا خپرول، د غیرمجاز غونډو په ګډون، اعتصاب او تحصن "جرم" ګڼل کېږي.

دا د ایران د حکومت له‌خوا د سیاسي روایت او د مخالفانو د ځپلو لپاره د هڅو لړۍ ګڼل کېږي، هغه هم د هغو ټاکنو په درشل کې چې په وروستیو کې د زیاتې غوغا سبب نه کېږي، ځکه د ګڼو کاندیدانو د رد کېدلو او د هر سیاسي مخالف د ځپلو له کبله په ټاکنو کې د خلکو ګډون کم شوی دی.

په تازه سپارښتنو کې راغلي چې د ولسمشرۍ ټاکنو د قانون د ۷۴یمې مادې له مخې ټولې رسنۍ او مجازي شبکې حق نه لري چې د انتخاباتي کاندید پر خلاف کومه خبرتیا یا داسې مطالب خپاره کړي چې له یوه مشخص کاندید د خلکو د یوې ډلې یا اشخاصو د انصراف په اړه وي.

په ایران کې دغه ټاکنې د چنګاښ یا سرطان پر اتمه د پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي پر ځای د بل ولسمشر د ټاکلو لپاره کېږي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ځینې نور چارواکي د غويي یت ثور پر ۳۰مه په ایران کې د څرخي الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې مړه شول.

XS
SM
MD
LG