د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

د ایران ولسمشرۍ ټاکنو ته د درېیو ښځو په ګډون ۸۰ کسانو نوملیکنه کړې


د ایراني د اسلامي شورا د مجلس غړی عباس مقتدایي د ولسمشر ټاکنو ته د نوملیکنې پر مهال
د ایراني د اسلامي شورا د مجلس غړی عباس مقتدایي د ولسمشر ټاکنو ته د نوملیکنې پر مهال

د ایران ولسمشرۍ ټاکنو ته د درېیو ښځو په ګډون اتیا کسانو نوملیکنه کړې ده.

د ازادې اروپا راډیو د فردا څانګې د راپور له مخې علي لاریجاني، محمود احمدي نژاد، محمد باقر قالیباف، سعید جلیلي، وحید حقانیان، علیرضا زکاني او عبدالناصر همتي له هغو مشهورو څېرو دي چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره یې د کاندیدانو په توګه نوملیکنې یې کړې دي.

پاتې نور کسان د پارلمان ځینې غړي او سیاستوال دي.

د ایران د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنې په بهیر کې چې پنځه ورځې روان وو، ټولټال ۸۰ تنو ځانونه کاندید کړي.

د ایران د ټاکنو د مرکزي دفتر ویاند د دوشنبې په ماښام اعلان وکړ چې وروستۍ ورځ ډېره بوخته وه او ۸۶ کسانو مراجعه کړې وه چې دوی د ۲۲ کسانو نوملیکنه وکړه.

په ټوله کې له اتیا تنو کاندیدانو چې د ایران د ولسمشرۍ له وخت مخکې ټاکنو ته یې د کاندیدانو په توګه نومونه ثبت کړي درې ښځې هم شته.

د پارلمان پخوانۍ غړې حمیده زرآبادي په وروستۍ ورځ ځان ولسمشرۍ ټاکنو ته کاندید کړ.

هغې په یو کنفرانس کې هیله څرګنده کړه چې یوه ورځ په ټاکنو خلک یوه ښځه وټاکي.

د ایران د پارلمان پخوانۍ غړې حمیده زر آبادي چي د دي هېواد ولسمشر ټاکنو ته یې نوملیکنه کړې ده.
د ایران د پارلمان پخوانۍ غړې حمیده زر آبادي چي د دي هېواد ولسمشر ټاکنو ته یې نوملیکنه کړې ده.

نوموړې وویل: "هیله‌منه یم یوه ورځ د دې شاهدانو واوسو چې په ازاده او رقابتي ټاکنو کې خلک د هېواد له وړ ښځو یوه د اسلامي ایران د ولسمشرې په توګه وټاکي."

مېرمن زرآبادي د ولسمشرۍ ټاکنو کې د ښځو د کاندیداتورۍ د مدافع مېرمنو اعظم طالقاني او زهرا شجاعي هڅې وستایلې چې وتوانېدې د ښځو د کاندیدۍ حق ترلاسه کړي.

د ایران اساسي قانون وايي چې ولسمشر باید د نارینه مذهبي او سیاسي خلکو له‌منځه وټاکل شي. دا هغه څه وو چې تر نن یې د ښځو کاندیداتورۍ مخه ډب کړې.

د ایران د اتم ولسمشر سیدابراهیم رییسي تر مړینې وروسته د ایران رژیم له وخت مخکې ټاکنې اعلان کړې.

تمه ده خلک سږکال د سرطان یا چنګاښ په اتمه د ایران نوی ولسمشر وټاکي، خو له رژیم د خلکو نارضایتي او تېرو کړکېچونو ته په کتو، چې لویه بېلګه یې د مهسا امیني تر وژنې وروسته د سراسري مظاهرو پراخ ځپل دي په ټاکنو کې د کمو خلکو د ګډون وړاندوینه کېږي.

د ایران اتم ولسمشر سید ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارړ پخوانی وزیر حسین امیر عبداللهیان او شپږ تنه نور شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې د ثوریا غويي په یودېرشمه د هیليکوپټرې د سقوط په پېښه کې ووژل شول.

له هغه را وروسته د ولسمشرۍ چارې د رییسي مرستیال محمد مخبر مخته وړي.

د تمو خلاف د ایران د ولسمشرۍ سرپرست محمد مخبر راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته د کاندید په توګه نوملیکنه نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG