د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

خامنه اي، ابراهیم رییسي د ایران د ولسمشر په توګه تایید کړ


ایران کې د ابراهیم رییسي د لوړې مراسم
ایران کې د ابراهیم رییسي د لوړې مراسم

په ایران کې د محافظه کاره ابراهیم رییسي د تاييدي مراسم نن د سې شنبې (د زمري ۱۲مه) په ورځ په پلازمېنه تهران کې د دې هېواد د ستر مشر ایت الله علي خامنه اي په حضور کې پیل شول.
ټاکل شوې ده د لوړې مراسم د پنجشنبې په ورځ جوړ شي.

شپېته کلن ابراهیم رییسي د ولسمشر په توګه خپله څلورکلنه دوره په رسمي توګه پیلوي.

رییسي همدا راز د خپل حکومت د پرمختګ لپاره یو پلان هم وړاندي کړی. په دې پلان کې به د اټمي مذاکراتو د بیرته پیلولو او د ایران د اټمي موافقې د بېرته پیلولو ټکی هم شامل دی.

امریکا په ۲۰۱۸میلادي کال کې له ایران سره د نړۍ له اټمي موافقې څخه ووته.

رییسي د تاییدي په مراسمو کې وویل چې د ایران پر اقتصادي وده به تمرکز وکړي. وروسته له هغه چې امریکا له ایران سره له اټمي موافقې ووته، پردغه هېواد یې نوي بندیزونه ولګول چې په نتیجه کې يې د ایران اقتصاد ته ډېره ضربه ورسېده.

رییسي د لوړې په مراسمو کې وویل چې د ایران پر اقتصادي وده به تمرکز وکړي
رییسي د لوړې په مراسمو کې وویل چې د ایران پر اقتصادي وده به تمرکز وکړي

رییسي د ولسمشرپه توګه له یو ډول بحران سره مخامخ دی چې امریکا، اسرایيل او بریتانیې پر تهران د عمان په ساحل کې د اسراییل پر یوه تېل وړونکې بیړۍ د حملې تور پورې کړ. تهران دا تور رد کړی.

امریکا پر رییسي په زرګونو اعدامونو کې د لاس درلودو په تور بندیزونه لګولي او ویلي يې دي چې رییسي د قضا د مشر په توګه د خپل کار پرمهال له بشري حقونو سرغړونه کړې ده.

د رییسي ولسمشري به محافظه کاران نورهم قوي کړي چې په ۲۰۲۰میلادي کال کې يې پارلماني انتخابات په اکثریت سره وګټل. دا انتخابات په داسي حال کې شوي وو چې زرګونو منځلاري او اصلاح غوښتونکي په انتخاباتو کې له کاندیدۍ رد شول.

منتقدین وايي چې د جون د اتلسمې په ولسمشريز انتخاباتو کې هم د رییسي په ګټه یو شمېر نور قوي کاندیدان رد شول.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG