د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

په ایران کې د ولسمشرۍ تر وخت مخکې ترسره شوې ټاکنې دویم پړاو ته لاړې


 اصلاح غوښتونکي کاندید مسعود پزشکیان او توندلاري کاندید سعید جلیلي چې یوه هم پنځوس فیصده رایې ونه ګټلې او اوس به بیا ځلې ټاکنې کېږي.
اصلاح غوښتونکي کاندید مسعود پزشکیان او توندلاري کاندید سعید جلیلي چې یوه هم پنځوس فیصده رایې ونه ګټلې او اوس به بیا ځلې ټاکنې کېږي.

په ایران کې د ولسمشرۍ تر وخت مخکې ټاکنې چې پرون وشوې دویم پړاو ته لاړې ځکه یو کاندید ته هم پنځوس فیصده رایې نه دي ګټلي.

په ایران کې د ولسمشرۍ تر وخت مخکې ټاکنو د څه باندې ۲۴نیم میلیونو شمېرل شویو رایو له مخې اصلاح غوښتونکي کاندید مسعود پزشکیان ۱۰ میلیونه ۴۱۵زره ۱۹۱ رایې ګټلي، تر هغه وروسته توندلاري کاندید سعید جلیلي ۹ میلیونه ۴۷۳زره ۲۹۸ رایې خپلې کړې دي.

تر دوی وروسته محمد باقر قالیباف څه باندې ۳ میلیونه او بل کاندید مصطفی پور محمدي څه باندې ۲۰۰زره رایې ګټلې دي.

دغه څلور واړه کاندیدان د شورای نګهبان له خوا تصویب شوي وو، هغه شورا چې غړي یې په مستقیم ډول د ایران د رهبر ایت اله علي خامنه اي له خوا ټاکل شوي دي.

د ټاکنو د نتیجو له شمېرل شویو رایو داسې ښکاري چې یوه کاندید هم اکثریت رایې نه دي ګټلي، ځکه ټاکنې دویم پړاو ته لاړې.

د ایران د قوانینو له مخې که کوم کاندید لږ تر لږه ۵۰ فیصده رایې نه وي ګټلي، د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ به بله جمعه بیا ټاکنې کېږي.

په ایران کې چې د وګړو شمېر یې څه باندې ۸۵ میلیونو ته رسېږي، د ولسمشرۍ د څوارلسمې دورې دغه ټاکنې د پخواني ولسمشر ابراهیم رئیسي د ځایناستي د ټاکلو لپاره وشوې.

په ایران کې تر وخت مخکې د ترسره شویو ټاکنو د رایو شمېرنې له بهیره یو انځور
په ایران کې تر وخت مخکې د ترسره شویو ټاکنو د رایو شمېرنې له بهیره یو انځور

د ایران پخوانی ولسمشر ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ځینې نور چارواکي د مې میاشتې پر ۱۹مه د څرخي الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې مړه شول.

په ټوله کې شپږ تنه کاندیدان وو، خو دوه کاندیدان علیرضا زاکاني او امیر حسن قاضيزاده هاشمي د جلیلي په ګټه له خپلې کاندیداتورۍ د تېرېدو اعلان وکړ.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې بل کاندید محمد باقر قالیباف هم نن د سعید جلیلي ملاتړ اعلان کړی، خو هغه د ټاکنو په لومړي پړاو کې چې پرون وشول، د جليلي په ملاتړ له خپلې کاندیداتورۍ له تېرېدو ډډه کړې وه.

د ایران ۶۱ میلیونه وګړي د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي، خو په ایران کې دننه او بهر د رایې پر شرایطو د برابرو کسانو له ډلې یوازې ۴۰ فیصدو یې په پرونیو ټاکنو کې خپلې رایې کارولي، چې دا د ریکارډ تر سرحده ټیټ شمېر دی.

په ټولنیزو شبکو او نورو ویبپاڼو کې ګڼو کسانو د ایران په ټاکنو کې د خلکو پر کم ګډون بحثونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG