نړۍ
په ایران کې د ولسمشرۍ انتخابات پیل شول
په ایران کې د ولسمشرۍ انتخابات نن سهار د جون ۲۸مه پیل شول.
په یوه هوايي پېښه کې د مې په ۱۹مه د پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي تر مړینې وروسته په ایران کې له وخت مخکې انتخابات ترسره کېږي.
د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره څلور کاندیدان سره سیالي کوي چې دغه ټول کسان د ایران د نظام له خوا تایید شوي دي.
تمه ده چې په انتخاباتو کې د ایران د خلکو د ګډون کچه به ټیټه وي او شاوخوا پنځوس فیصده خلک به په انتخاباتو کې برخه واخلي.
په ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنې په داسې حال کې کېږي چې د سیاسي بندیانو په ګډون د رژیم یو شمېر مخالفانو د بایکاټ غږ کړی او ویلي یې دي چې دا ټاکنې به د ایران په سیاسي وضعیت کې کوم بدلون راولي.
د امریکا د حکومت یوه چارواکي هم د چهارشنبې په ورځ وویل چې متحده ایالات تمه نه لري په ایران کې د جمهوري ریاست انتخابات "آزاد او عادلانه" وي او په هغه هېواد کې "بنسټیز بدلون" راولي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ګلوب ساکر جایزې؛ عثمان ډمبله د کال غوره فوټبالر او رونالډو د منځني ختیځ غوره لوبغاړی
عثمان ډمبله د ګلوب ساکر د ۲۰۲۵ کال د غوره فوټبالره جایزه وګټله.
د ګلوب ساکر د سپورتي جایزو مراسمو پرون په دوبۍ کې ترسره شول.
ډمبله د فرانسې د پاریسنټ جرمن ټیم غړی دی.
عثمان ډمبله چې سږ کال یې د طلا توپ یا بلون ډي اور هم ګټلی وتوانېد د نړۍ نور غوره فوټبالران لکه کیلیان ایمباپي، رافینها، ویټینها او لامین یامال شاته پریږدي.
کریسټیانو رونالډو بیا د منځني ختیځ د کال د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.
رونالډو د سعودي عربستان په لیګ کې د النصر لپاره لوبیږي.
د بارسلونا مخکښ ځوان لوبغاړي لامین یامال هم له لاسته راوړنو ډکه شپه درلوده. هغه درې جایزې وګټلې: د لا لیګا د ۲۳ کلونو څخه کم عمره د کال غوره لوبغاړی، غوره فارورډ او د مارادونا جایزه.
د ټینس نامتو لوبغاړي نوواک جوکوویچ چې ۲۴ ځله د ټینس ګرانډ سلم اتلولي لري له کریستیانو رونالډو څخه په الهام د ګلوب ساکر لومړنۍ جایزه خپله کړه.
پاریس سینټ جرمن ټیم هم د کال د نارینه وو د ټیم لقب وګاټه.
یو.ان.هبیتات: د کابل د هرو ۵ اوسیدونکو له ډلې ۴ په غیر رسمي هستوګنځېو کې اوسیږي
د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام ( یو.ان.هبیټات) وایي، د کابل د هرو پنځو اوسیدونکو له ډلې څلور هغه په غیر رسمي هستوګنځایونو کې اوسیږي.
دغه بنسټ پرون یکشنبه ( د جدي ۷مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان د ښاري نفوس څلویښت فیصده د کابل ښار اوسیدونکي دي.
د دوی په ټکو عمده برخه دغه اوسیدونکي په غیر رسمي کورونو کې ژوند کوي.
د یو.ان.هبیټاټ په وینا د کابل اوسیدونکي د اقلیمي بدلونونو، سیلابونو، ځمک ښویدنې په وړاندې او د پیاوړ ودانیو د نه لرلو له کبله زیانګالي دي.
که څه هم د کابل کره نفوس معلوم نه دی، خو ځینې راپورونو کې د ۴ تر ۷ میلیونو پورې یادیږي.
شمالي کوریا لرې واټن ویشتونکي کروز توغندي و ازمایل
د شمالي کوریا دولتي رسنیو نن دوشنبه ( د جدي ۸مه) ویلي چې دغه هېواد د لرې واټن ویشتونکي دوه کروز توغندي ازمویلي دي.
فرانس پریس لیکلي چې دغه ازموینه د یکشنبې په ورځ د کوریا ټاپوزمې په لویدیځ کې ترسره شوه چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون هم ورغلی و.
ازمایل شویو توغندیو دوه ساعته مزل کړی دی.
چارواکو دې ازموینې ته د بهرنیو ګواښونو په وړاندې " د جګړه ییز چمتوالي" نوم ورکړی دی.
شمالي کوریا وخت نا وخت د خپل توغندیز او اټومي قدرت د واک نندارې کوي.
د فرانسې د سینما افسانوي لوبغاړې د ۹۱ کلونو په عمر مړه شوه
د فرانسې وتلې فلمي لوبغاړې بریژیت باردو د ۹۱ کلونو په عمر مړه شوه.
د بریژیت باردو بنسټ نن یکشنبه د هغې مړینه اعلان کړې، خو د هغې د مرګ د کره وخت او ځای په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.
باردو په ۱۹۵۶ میلادي کال کې د " او خدای ښځه پيدا کړه" په نوم فلم کې نړیوال شهرت ته ورسېده.
هغه ۱۹۷۰ کال کې چې د شهرت اوج یې و له سینما سره مخه ښه وکړه او د حیواناتو د حقونو د ملاتړ چارو ته یې مخه کړه.
د مسکو د دوو هوایي ډګرونو فعالیتونه څو ساعته وځنډېدل،درې سوه الوتنې لغو یا وځنډېدې
د مسکو د څلورو هوایي ډګرونو له ډلې د دوو هغو فعالیتونه تېره شپه د څو ساعتونو لپاره ځنډول شوي وو.
د جرمني خبري اژانس ( ډي.پي.اې) لیکلي چې د شیرمېتیفو او ونوکوو هوایي ډګرونو څه باندې درې سوه پروازونه د اوکراین د ډرون د برید له ویرې لغوه یا وځنډېدل.
لږ تر لږه ۷۰ نورې الوتکې څنګ لورو هوایي ډګرونو کې کیناستې.
د روسیې دفاع وزارت بې له دې چې د احتمالي زیانونو یادونه وکړي ویلي چې د اوکراین ۲۳۷ ډرون یا الوتونکې وسلې یې نسکورې کړي دي.
زرګونه مسافر د مسکو په دغو هوایي ډګرونو کې داسې مهال سرګردانه شوي چې روسیه کې د دسمبر له ۳۱مې د جنورۍ تر ۱۱مې عمومي کلنۍ رخصتي ده.
تایلند او کمبوډیا اوربند وکړ
تایلند او کمبوډیا له څو اونیو مرګونو سرحدي نښتو وروسته پرون اعلان وکړ چې په فوري اوربند یې موافقه کړې.
ګډه اعلامیه کې چې ددواړو هیوادونو د دفاع وزیرانو له لاس لیک وروسته په یوه سرحدي بندر کې د تایلند په خاوره کې خپره شوه راغلي چې اوربند کې په پوځي او ملکي تاسیساتو او پوځي اهدافو باندې د هرډول وسلو د کارولو بندیز شامل دی.
دواړو خواوو دغه راز ومنله چې د ځواکونو له تحرکاتو لاس اخلي او د سرحدي سیمو اوسیدونکو ته زمینه برابروي چې په تدریجی ډول خپلو کورونو ته ستانه شي.
ددغو سرحدي نښتو په نتیجه کې چې درې اونۍ یې دوام وکړ او په کې له توپونو ، ټانکونو ، ډرون او جنګي الوتکو کار واخیستل شو لږ ترلږه ۴۷ کسه ووژل شول او څه دپاسه یو ملیون کسانو خپل کورونه پریښودل.
دغه نښتې ددواړو هیوادونو ترمینځ تقریبا ټولو سرحدي سیمو ته وغځیدې او په کې پخوانی اوربند چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ترمپ په ملاتړ رامینځ ته شوی وو مات شو.
ددغو نښتو اصلي سبب د ۸۰۰ کیلومترو په اوږدوالي لانجمنه پوله او د څو لرغونو معبدونو د مالکیت په سر پخوانی اختلاف دی.
ددواړو هیوادونو ترمینځ دغه پوله په ۱۹۰۷ کال کې دفرانسوي استعمار په دوران کې په مبهمه توګه ټاکل شوې ده. اوس سره لدې چې په اوربند موافقه شوې خو ددواړو هیوادونو ترمینځ سرحدې لانجه په خپل ځای پاته ده.
زیلنسکي نن ټرمپ سره د سولې په اړه مهمه غونډه کوي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي نن د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په داسې یوې غونډه کې خبرې کوي چې کېدای شي ددغه هیواد په معاصر تاریخ کې تر ټولو مهمه غونډه وي.
بلخوا ، روسیې په کیف او نورو اوکرایني ښارونو باندې خپلو مرګونو هوایي بریدونو ته دوام ورکړی دی.
سپینې ماڼۍ د نننیو خبرو په هکله څه نه دي ویلي خو په خپل ورځني مهالویش کې یې ټاکلي چې په اوکراین کې د سولې لپاره دغه غونډه به د فلوریدا په پالم بیچ کې له غرمې وروسته په یوه بجه وشي. مخکې ویل شوي وو چې غونډه به له غرمې وروسته په دریو بجو وشي خو په وخت کې ددغه بدلون په هکله توضیحات نه دي ورکړل شوي.
ولسمشر زیلنسکي وروسته لدې چې په کاناډا کې یې صدراعظم مارک کارني سره ولیدل امریکا ته رسیږي.
د کاناډا صدراعظم د زیلنسکي او ټرمپ له دغې مهمې غونډې مخکې اوکراین سره د خپل هیواد په ملاتړ ټینګار وکړ او وویل چې "د روسیې وحشت ښيي چې د اوکراین ترڅنګ د مونږ دریدل څومره مم دي."
ولسمشر زیلنسکي اروپايی مشرانو سره هم انلاین خبرې وکړې. د اروپايي کومیسیون مشرې اورسولا واندرلین له غونډې وروسته په اوکراین کې د داسې عادلانه او تلپاتې سولې غوښتنه وکړه چې ددغه هیواد حاکمیت اوځمکني تمامیت په کې وساتل شي.
تردې مخکې ، زیلنسکي ویلي وو دسولې وړاندېز شوی شل ماده ایز پلان نوي سلنه اماده شوی او ټرمپ سره یې د غونډې هدف د پلان دنهايي کولو په سر خبرې دي.
زیلنسکي ویلي که چیرې روسیه لږترلږه ۶۰ ورځنی اوربند ومني نو دی د سولې پلان چې احتمالا ټرمپ سره د غونډې په ترځ کې به ورباندې موافقه وشي ملي ریفرانډم ته وړاندې کوي.
اوکراین لپاره امنیتي ضمانتونه ، له جنګ وروسته ددغه هیواد رغول، د دونباس د سیمې او د زاپوریژیا د اټومي بټۍ په شمول د ځینو ځمکو برخلیک د خبرو مهم اختلافي مسایل ګڼل کیږي.
د يونان پولیس : لسګونه کډوال ژغورل شوي
د یونان ساحلي ګارد نن ۱۳۱ کډوال د کریت ټاپو ته نږدې وژغورل.
پولیسو وویل چې په دغو عملیاتو سره د هغو افرادو شمیر چې په تیرو ۵ ورځو کې د مدیترانې سمندر په دې سیمه کې ژغورل شوي ۸۴۰ تنو ته ورسید.
دغه کډوال چې د شنبې په سهار وژغورل شول د کب نیوونکو په یوې بیړۍ کې د کریت جنوب ته رسیدلې وو.
تراوسه څرګنده نه ده چې دغه کسان د کومو هیوادونو دي.
په وروستیو کې ګڼ هغه کسان چې هڅه کوي په دې خطرناکې لارې له لیبیا څخه ځانونه کریت ټاپو ته ورسوي غرق شوي دي.
د روانې دیسمبر میاشتې پیل کې د کریت سواحلو ته نږدې یوه بیړۍ ډوب شوه چې وروسته د اولسو کسانو چې اکثر مصریان او سودانیان وو مړي وموندل شول. ۱۵ کسه نور په دې پیښه کې ورک او یواځې دوه کسه ژوندي وژغورل شول.
روسیې په کیف د توغندیو برید کړی ; زیلنسکي، ټرمپ سره خبرو لپاره امادګي نیسي
د اوکراین د پلازمینې تقریبا دریمه برخه اوسیدونکي د ژمي په دې یخنۍ کې د تودوخې سیستم څخه وروسته لدې محروم شول چې د روسیې ډرونونو او توغندیو د تودوخې عامه تاسیسات په نښه کړل.
دتیرې شپې په دغه برید کې د چارواکو په وینا یو کس مړ او د ۲ کو چنیانو په شمول یوولس تنه نور ټپیان شول.
د کیف په عامه تاسیساتو او د ولسي هستوګنې په سیمو دغه څو ساعته برید په داسې حال کې ترسره شو چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکی د سولې په هکله د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خبرو لپاره امادګي نیسي چې ټاکل شوې سبا د دیسبمر په ۲۸ مه وشي .
زیلینسکي د دسمبر په ۲۶مه په ټیلیګرام کې په یوه پوسټ کې وویل: "د نوي کال څخه مخکې ډېرې پریکړې کیدی شي."
سپینې ماڼۍ، چې د غونډې په اړه یې رسمي اعلان نه دی کړی، په فلوریډا کې یې د یکشنبې په ورځ د زیلینسکي او ټرمپ د غونډې مهالویش خپور کړ.
زیلنسکي خبریالانو ته ویلي چې خبرې به په دوو مهمو مسئلو متمرکزې وي د دونباس سیمې او د زاپوریژیا د اټومي بټۍ راتلونکی برخلیک.
وروسته لدې چې سپینې ماڼۍ تیره میاشت د سولې لپاره یو پلان څرګند کړ چې ترډیره د مسکو په ګټه لیدل کیږي ، د سولې تړون لور ته خبرو زور اخیستی دی.
په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ۴۶ کالیزه
نن د مرغومې شپږمه په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ۴۶ کالیزه ده .
له ننه ۴۶ کاله پخوا لسګونه زره شوروي ځواکونه د هوا او ځمکې له لارې افغانستان ته ننوتل، هلته یې د حفیظ الله امین په مشرۍ حکومت ړنګ او د خلق ګوند د بلې څانګې مشر ببرک کارمل په واک کینولو.
لس کاله وروسته شوروي ځواکونه دافغانستان د خلکو د مقاومت په نتیجه کې له هیواد ووتل خو دغه یرغل او جګړې په افغانستان کې درنه مرګ ژوبله را مینځته کړه ، په ملیونو خلک یې کډوال کړل او داسې ژور اثاریې پریښودل چې ولس یې تراوسه هم نتایج ګالي.