د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۴

په افغانستان کې دېره ایرانیانو د ایران د ولسمشرۍ تر وخت مخکې ټاکنو خپلې رایې وکارولې


د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو کې د رایې ورکوونې له بهیره یو انځور
د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو کې د رایې ورکوونې له بهیره یو انځور

په افغانستان کې دېره ایراني وګړو پرون د ایران د ولسمشرۍ تر وخت مخکې ټاکنو خپلې رایې وکارولې.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې په افغانستان کې دېره ایراني وګړو په کابل کې د ایران په سفارت او په مزار شریف، هرات او کندهار کې د ایران په قونسلګریو کې خپلې رایې وکارولې.

په ایران کې چې د وګړو شمېر یې څه باندې ۸۵ ملیونو ته رسېږي، د ولسمشرۍ د څوارلسمې دورې دغه ټاکنې د پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي د ځایناستي د ټاکلو لپاره وشوې.

د ایران پخوانی ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ځینې نور چارواکي د مې میاشتې پر ۱۹مه د غويي یا ثور ۳۰مه د څرخي الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې مړه شول.

ټاکل شوې وه په ایران د ولسمشرۍ تازه ټاکنې په ۲۰۲۵م کال کې وشي، خو د رییسي تر مړینې وروسته د ولسمشرۍ ټاکنې تر وخت مخکې وشوې.

په ټوله کې شپږ تنه کاندیدان وو، خو دوه کاندیدان علیرضا زاکاني او امیر حسن قاضيزاده هاشمي له خپلې کاندیداتورۍ د تېرېدو اعلان وکړ.

د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو کاندیدان
د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو کاندیدان

د ولسمشرۍ په کاندیدانو کې اصلاح غوښتونکی مسعود پزشکیان او درې نور توندلاري شخصیتونه محمد باقر قالیباف، سعید جلیلي او مصطفی پور محمدي شامل دي.

عیسی ستانکزی چې ډېره موده یې په ایران کې د خبریال په توګه کار کړی، وايي، خلک پر دوو برخو سره وېشل شوي، یو هغه کسان دي چې د توندلارو کاندیدانو ملاتړ کوي او بله ډله د اصلاح غوښتونکو د کاندید پزشکیان ملاتړي دي.

هغه وویل: "که د ټاکنو په درشل کې د ایران د مشر خبرې واورو، هغه په خپلو خبرو کې ځینې کوډونه مطرح کوي چې په واقعیت کې کاندیدانو ته یوه اشاره ورکوي. فکر کوم چې دوی د اصلاح غوښتونکو کاندید پزشکیان رامخکې کړی او دا کار یې د مشارکت د زیاتېدو لپاره کړی دی، خو د سپاه پاسداران او یا نورو توندلارو لوریو ویبسایټونه چې وګورو قالیباف او جلیلي چې د توندلارو کاندیدان دي، مخکې دي. په توندلارو کې دوې ډلې دي چې یوه یې عمل خوښوونکي دي او بله یې هغه چې د ایران رهبر ته نږدې ده."

مسعود پزشکیان چې د نورو کاندیدانو پرتله اصلاح غوښتونکی ګڼل کېږي، دوې اوونۍ مخکې د خپلې پالیسۍ د اعلان پر مهال ویلي وو، د بریالي کېدو په صورت کې به د افغانانو پرمخ د ایران پولې وتړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون ویلي، که په ایران کې هر حکومت راځي، له افغانستان سره به خپلې اړیکې لا ښه کړي.

هغه ویلي، د طالبانو حکومت له ایران سره د خپلو اړیکو پراختیا غواړي.

د ازادي راډیو ایراني څانګې راډیو فردا راپور ورکړی چې په زاهدان کې پرون د جمعې تر لمانځه وروسته خلکو د رایې ورکولو صندوقونو ته بې اعتنايي وښوده او کمو کسانو په ټاکنو کې برخه واخیسته.

په همدې حال کې "حال‌وش" کانال چې تر ډېره د سیستان و بلوچستان ولایت په باب خبرونه خپروي په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي، چې په ځینو بلوڅ مېشتو سیمو کې خلکو په ټاکنو کې له رایې ورکولو ډډه وکړه.

د اسلامي شورا د مجلس یا ولسي جرګې پخواني استازې محمود صادقي په ټاکنو کې د خلکو د ګډون اندازه د انتظار تر حده کمه ښودلې ده.

په ایران کې دغه ولسمشرۍ ټاکنې داسې وخت وشوې چې پر ایران د هغه د اټومي پروګرام له کبله د نړیوالو لګول شويو بندیزونو اغېزې پر ځای پاتې دي او په غزې کې د اسراییل او د تهران د متحدې ډلې حماس ترمنځ د روانې جګړې له کبله په سیمه کې کړکېچ اوج ته رسېدلی دی.

په ایران کې د رایې ورکوونې له بهیره یو انځور
په ایران کې د رایې ورکوونې له بهیره یو انځور

د ایران دولتي تلوېزیون پرون راپور ورکړ چې د رایې ورکولو موده پر ځايي وخت دشپې تر اتو بجو وغزول شوه، خو زیات وخت په ایران کې د رایې ورکولو وخت دشپې تر نیمايي هم غځول کېږي.

په ایران کې چارواکو ویلي، چې د دغو ټاکنو نتیجې به نن شنبه اعلانېږي او که کوم کاندید لږ تر لږه ۵۰ فیصده رایې نه وي ګټلي، د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ به بله جمعه بیا ټاکنې کېږي.

د ایران ۶۱ ملیونه وګړي د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي او خلک له ۱۸ کلنۍ رایه ورکولی شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG