د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۴

د ایران پارلمان لپاره د کاندیدانو انتخاباتي کمپاینونه پیل شول


په ایران کې د پیل شویو انتخاباتي کمپاینونو یوه څنډه
په ایران کې د پیل شویو انتخاباتي کمپاینونو یوه څنډه

د ایران د پارلمان لپاره کاندیدانو خپل انتخاباتي کمپاینونه پرون پنجشنبه پیل کړل.

د ایران دولتي تلوېزیون ویلي، چې د پارلمان د ولسي جرګې یا د اسلامي شورا مجلس د ۲۹۰ څوکیو د څلورکلنې دورې لپاره ۱۵زره ۲۰۰ کاندیدان انتخاباتي مبارزه کوي.

د غه جرګه یا مجلس له تېرو دوو لسیزو راهیسې تر ډېره د توندلارو څېرو له خوا کنټرولېږي.

د کاندیدانو دغه شمېر د ریکارډ تر حده زیات ګڼل شوی او د ۲۰۲۰م کال د ټاکنو پر تله دوه برابره زیات دی.

په هغه کال په ټاکنو کې د خلکو د ګډون اندازه څه باندې ۴۲ فیصده وه چې په ۱۹۷۹م کال کې تر اسلامي انقلاب وروسته تر ټولو کم شمېر ګڼل شوی دی.

په ایران کې راروانې ټاکنې په ۲۰۲۲م کال کې په ملي سطحه تر پراخو اعتراضونو وروسته کېږي او هغه اعتراضونه د ۲۰۲۲م کال په سپټمبر میاشت کې د پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني تر مړینې وروسته پیل شول.

مهسا امیني د ایران د ګشت ارشاد پولیسو له خوا په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور نیول شوې وه.

تر دې پېښې وروسته پیل شوي اعتراضونه په ډېره بیړه پراخ شول او په ایران کې یې د اخندانو په مشرۍ د واکمنۍ د لیرې کېدو غوښتنه وکړه

د راپورونو پر اساس ویل کېږي چې د ایران رهبر تر ډېره په انتخاباتو کې اغېز لري.
د راپورونو پر اساس ویل کېږي چې د ایران رهبر تر ډېره په انتخاباتو کې اغېز لري.

په ایران کې د بشري حقونو د فعالانو په وینا، د اعتراضونو په وړاندې د امنیتي ځواکونو د ځپونکو اقداماتو له کبله تر ۵۰۰ زیات کسان مړه او نږدې ۲۰زره نور ونیول شول.

شورای نګهبان چې له روحانیونو جوړه ده او د پارلماني ټاکنو په باب نهايي پرېکړه کوي، تېره چهارشنبه پر شرایطو د برابرو ۱۵زره او ۲۰۰ کاندیدانو نوملړ د کورنیو چارو وزارت ته ولېږه.

په ایران کې د ټاکنو هر کاندید باید د شورای نګهبان له خوا تصویب شي، دغه شورا ۱۲ غړي لري چې نیمايي غړي یې د ایران د رهبر له خوا په مستقیم ډول ګمارل کېږي.

د ایران د ولسي جرګې یا اسلامي شورا مجلس د کاندیدانو په ډله کې ۱۷۱۳ یې ښځې دي چې په ۲۰۲۰ م کال کې د کاندیدانو پرتله څه باندې دوه برابره زیاتوالی ښيي، هغه وخت د ښځینه کاندیدانو شمېر ۸۱۹ و.

دغه ټاکنې د مارچ پر لومړۍ نېټه کېږي، چې د کب یا حوت میاشتې له ۱۱مې سره برابره ده او نوی پارلمان به د مې میاشتې په وروستیو کې خپله لومړۍ جلسه کوي.

د کب یا حوت پر یوولسمه به په جلا ټاکنو کې ۱۴۴ روحاني څېرې د مجلس خبرګان د ټولو ۸۸ څوکیو لپاره مبارزه کوي.

مجلس خبرګان چې دوره یې اته کلنه ده، د ایران د مخکښ رهبر ایت الله علي خامنه اي د سلاکار بنسټ په توګه فعالیت کوي او په مهمو مسایلو کې وروستۍ پرېکړه د ایران د رهبر له خوا کېږي.

XS
SM
MD
LG