د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۰

مناظره؛ ایران کې کاندیدان د اقتصادي بحران پر موضوع یو بل سره مخالف وو


ایران کې ولسمشریزو ټاکنو کې ته کاندیدان
ایران کې ولسمشریزو ټاکنو کې ته کاندیدان

د ایران پر دولتي ټلوېزیون د انتخاباتو د کاندیدانو ترمنځ مناظرې درې ساعته دوام وکړ. د جون په اتلسمه نېټه به په دې هېواد کې ولسمشريز انتخابات وشي. دا انتخابات داسې مهال کېږي چې د ایران د اقتصادي بحران په اړه اندېښنې شته.

د ایران اقتصادي وضعیت وروسته له هغه خراب شو چې امریکا د ۲۰۱۵میلادي کال د اټمي موافقې ووته او پردې هېواد یې نوي بندیزونه ولګول.

د ایران محافظه کاره شورای نګهبان په ولسمشريزو انتخاباتو کې د ګډون لپاره له ۶۰۰ کسانو څخه اووه کاندیدان تایید کړي چې پنځه یې سخت محافظه کاره او دوه یې اصلاح غوښتونکي دي.

پنځه سخت محافظه کاره کاندیدانو د ولسمشر حسن روحاني پر اته کلنه دوره انتقاد وکړ او د مرکزي بانک له رییس عبدالناصر همتي څخه یې وغوښتل چې د اقتصادي بحران مسوولیت دې ومني.

همتي له لویدیځ سره د ترینګل شوېو اړیکو پړه پر محافظه کارانو واچوله او وې ویل چې د ایران اقتصادي وضعیت له همدې کبله خراب شو.

ده همدا راز د محافظه کارو کاندیدانو پر اقتصادي طرحو هم انتقاد وکړ او وې ویل چې د مستقیمو مالي مرستو ژمنې د عملي کېدو وړ نه دي.

د محافظه کاره قضايي قوې مشر ابراهیم رییسي چې د ۲۰۱۷ میلادي کال په ولسمشریزو انتخاباتو کې يې ۳۸ فیصده رایې ګټلي وې، له اصلاح غوښتونکو سره مخامخ مخالفت ونه کړ او پر اقتصاد یې تمرکز وساته.

ابراهیم رییسي چې د ۲۰۱۷ میلادي کال په ولسمشریزو انتخاباتو کې يې ۳۸ فیصده رایې ګټلي وې
ابراهیم رییسي چې د ۲۰۱۷ میلادي کال په ولسمشریزو انتخاباتو کې يې ۳۸ فیصده رایې ګټلي وې

رییسي د کاندیدانو هغه خبرې رد کړې چې وايي، د امریکايي بندیزونو له کبله د ایران اقتصاد خراب شو.

ده وویل: "دا داسې خبره ده لکه یو ګول کیپر چې ۱۷ ګوله وخوري او بیا ووایي چې پرته له ما به د ګولو شمېر دېرش وای."

د شورای نګهبان هغې پرېکړې چې منځلاري کاندیدان یې تایید نه کړل، رییسي ته لاره پرانیسته چې مهم کاندید وګڼل شي.

روحاني چې نسبي منځلاری دی او حکومت یې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د نړۍ له قدرتونو سره د اټمي موافقې په خبرو کې ګډون کړی وو، دوه وارې د څلورو کلونو لپاره د ولسمشرۍ دوره ترسره کړې او یو ځل بیا نه شي کاندید کېدای.

روحاني د ایران د ۲۰۱۵میلادي کال د اټمي موافقې مهم طراح دی. د دې موافقې د بیا عملي کولو په خاطر خبرې د روان کال په اپرېل میاشت کې په ویانا کې پیل شوې.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG