د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۵

د ایران ولسمشریز انتخابات؛ خامنه يي د شورای نګهبان د پرېکړې ملاتړ وکړ


شورای نګهبان
شورای نګهبان

ایت الله علي خامنه يي د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ځینو مهمو کاندیدانو د نوماندۍ د ردولو په اړه د شورای نګهبان د پرېکړې ملاتړ وکړ.

خامنه يي پرون (پنجشنبه-د غبرګولي ۶مه) په خپله وینا کې همدا راز د ایران له خلکو وغوښتل چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي: "د رایو صندوقونو ته لاړ شئ او رایې ورکړئ. د هغو کسانو چې له داخل یا بهره تبلیغ کوي چې فایده هم نه لري او وايي چې موږ رایې بکسونو ته نه ځو، خبرو ته اعتنا مه کوئ. د ایران ګران ملته انتخابات په یوه ورځ وي خو اغېز یې څو کاله پاتې کېږي."

ټاکل شوې ده چې د ایران د ولسمشرۍ انتخابات د جون په اتلسمه یعنې په څه کم یوه میاشت کې وشي.

ایت الله علي خامنه يي
ایت الله علي خامنه يي

د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر د لمسي حسن خمیني په ګډون ډېرو کسانو د شورای نګهبان پر پرېکړې نیوکه کړې ده.

ده ویلي، که د تایید شوېو کاندیدانو پرځای وای، نو له کاندیداتورۍ څخه به یې لاس اخېستی و.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو د یو شمېر نوماندانو له رد کېدو وروسته د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل چې په دې اړه یې خامنه يي ته لیک لېږلی دی.

روحاني د چهارشنبې په ورځ د کابینې په اوونیزه غونډه کې وویل، هیله یې لرله چې شورای نګهبان به د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د پراخې سیالۍ لپاره زیات کاندیدان تایید کړي.

د پارلمان پخوانی رييس علي لاریجاني د رد شوېو کاندیدانو په ډله کې شامل دي.
د پارلمان پخوانی رييس علي لاریجاني د رد شوېو کاندیدانو په ډله کې شامل دي.

شورای نګهبان د دوو نسبتاً ناپېژندل شوېو منځلارو په ګډون یوازې ۷ کاندیدان تایید کړي دي.

د پارلمان پخوانی رييس علي لاریجاني او د ولسمشراصلاح غوښتونکی مرستیال اسحاق جهانګیري د رد شوېو کاندیدانو په ډله کې شامل دي.

لاریجاني د ابراهیم رييسي لوی سیال ګڼل کېده.

په ایران کې ډېرسیاسي فعالان او د ټولنیزو شبکو کاروونکي په دې باور دي چې د خامنه يي د پام وړ کاندید رييسي دی او د شورای نګهبان په شمول د ده تر واک لاندې ادارو دا ځل د جون په انتخاباتو کې د نوموړي د بریالیتوب لپاره ټول شرایط برابر کړي دي.

XS
SM
MD
LG