د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

د ایران د ولسمشر جنازه نن کیږي


د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي چې د یکشنبې ورځې په هوایي پېښه کې ومړ
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي چې د یکشنبې ورځې په هوایي پېښه کې ومړ

د ازادې اروپا فردا راډیو د راپور له مخې، د ایران د ولسمشر اجراییه مرستیال له خبر ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي چې د ابراهیم رئیسي د جنازې مراسم به په تبریز، قم، تهران او مشهد ښارونو کې ترسره شي.

اجرايي مرستیال محسن منصوري د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په ځانګړې غونډه کې د جمهوري ریاست د سرپرست محمد مخبر په امر د جنازې د کمېټې د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

هغه ویلي لومړۍ جنازه په تبریز کې کېږي چېرته چې له هوايي پېښې وروسته د ابراهیم رییسي او پاتې اوه نورو کسانو مړي ور انتقال شوي.

تر هغه وروسته په قم، تهران او مشهد کې د جنازې مراسم ترسره کېږي. تمه ده سیدابراهیم رئیسي د پنجشنبې په ورځ په خپل پلرني ټاټوبي مشهد کې خاورو ته وسپارل شي.

ښاغلي منصوري دا هم وویل چې د ابراهیم رئیسي د جنازې د مراسمو له امله به چهارشنبه په ټول ایران کې رخصتي وي او د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو به د ښوونځیو ټول امتحانونه لغوه شي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري به دابراهیم رئیسي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري به دابراهیم رئیسي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د کومو بهرنیو هېوادونو مشران به په دې مراسمو کې ګډون وکړي، خو د ایران خبري اژانسونو اعلان کړی چې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري به د دغه هېواد په استازیتوب د ابراهیم رئیسي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.

ایراني چارواکو د جنازې د مراسمو د امنیت په اړه څه نه دي ویلي. ایران مخکې د جنازې او د یادښت په مراسمو د خونړیو بریدونو شاهد وو چې د بېلګې په توګه سږ کال جنوري دریمه باندې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د پخواني قومندان قاسم سلیماني د تلین په مراسمو په کرمان ښار کې دوه خونړۍ بمي حملې وشوې چې پکې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان ووژل شول او ۲۸۴ نور ټپيان شول. د هغه برید پړه داعش ډلې په غاړه اخیستې وه.

له بلې خوا د ایران لوړپوړو چارواکو د چنګاښ ۸ مه د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره د وروستۍ نېټه په توګه اعلان کړې ده.

د ایران د مقننه او قضایه قوې او د جمهوري ریاست کفیل د دوشنبې په ورځ په یوې غونډه کې د څوارلسمې دورې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د بهیر د وخت په هکله سلا ته ورسېدل. دوی د کاندیدانو د ثبت، د کمپاینونو د پيل او د انتخاباتو د ترسراوي نېټې اعلان کړې.

تمه ده چې د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره ایران د چنګاښ په اوومه ڼاکنې وکړي
تمه ده چې د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره ایران د چنګاښ په اوومه ڼاکنې وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې د رئیسي پر مړینه د تسلیت په ترڅ کې د ایران له خلکو سره پر خپل ملاتړ ټینګار کړی دی.

په بیان کې راغلي: "په داسې حال کې چې ایران نوی ولسمشر ټاکي، موږ یو ځل بیا اعلان کوو چې موږ د ایرانيانو ملاتړي یو او د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو لپاره د هغوی د مبارزې ملاتړ کوو."

د ایران اتم ولسمشر سید ابراهیم رئیسي، حسین امیر عبداللهیان (د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر)، سید محمد علي آل هاشمي (په ختیځ اذربایجان کې د مشرتابه استازی)، مالک رحمتي (د ختیځ اذربایجان والي) او څلور تنه نور مسافر د یکشنبې په ورځ د ثور د میاشتې په ۳۰ نیټه د ایران د ختیځ آذربایجان ولایت په یوه ځنګلي سیمه د هیلي کوپترې د رالویدو په پایله کې ووژل شول.

د رئیسي له مړینې وروسته، د ایران مرستیال ولسمشر محمد مخبر د دغه هېواد د مشر، سید علي خامنه اي په حکم د ولسمشرۍ د کفیل په توګه وټاکل شو او د اساسي قانون له مخې باید په ۵۰ ورځو کې ټاکنې ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG