د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

د ایران د ولسمشر او نورو چارواکو د ژوندي پاتې کېدو هیلې په مړاوې کېدو دي


د ایران ولسمشر
د ایران ولسمشر

په دې اړه چې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او نور حکومتي چارواکي دې ژوندي پاتې وي، هیلې په مړاوي کېدو دي.

د ایران دولتي تلوېزیون راپور ورکړی، د هغې څرخي الوتکې چې د ایران ولسمشر او نور حکومتي چارواکي یې لېږدول، د نسکورېدو په ساحه کې د "ژوند کومه نښه" نه ده لیدل شوې، په دې باب یې نور تفصیلات نه دي ورکړي.

په دې اړه چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او نور حکومتي چارواکي دې ژوندي پاتې وي، هیلې په مړاوي کېدو دي.

تسنیم خبري اژانس د الوتکې د نسکورېدو د ساحې تازه ویډیو خپره کړې چې ښکاري دغه الوتکه ویجاړه شوې ده.

د ایران د سرې میاشتې ټولنې رییس پیر حسین کولیوند ویلي، د دغې نسکورې شوې الوتکې ساحه پیدا شوې ده.

هغه ویلي، نسکوره شوې الوتکه په سترګو ویني او دوی د پېښې د ساحې پر لوري د تګ په حال کې دي.

هغه د ایران له دولتي تلوېزیون سره په خبرو کې وویل، د الوتکې په دوه کیلومترۍ کې دي او هلته وضعیت ښه نه ورته ښکاري.

تسنیم خبري اژانس د پېښې د ساحې درې بُعدي ویډیو هم خپره کړې چې ښکاري الوتکه پر یوه غرنۍ سیمه چې په ځنګلونو پوښلې ده، سقوط شوې ده.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب قوماندان هم د ابراهیم رییسي د الوتکې د موندل کېدو خبر تایید کړ او ویې ویل چې دوی د پېښې د ساحې پر لوري د تګ په حال کې دي.

د ایران یوه چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، په دې اړه هیلې کمې دي چې ولسمشر ابراهیم رییسي او په الوتکه کې نور حاضر کسان دې ژوندی وي.

دغه څرخي الوتکه چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او نور حکومتي چارواکي یې لېږدول، پرون د ایراني رسنیو په وینا "د خرابې هوا له کبله" د ایران په شمال لوېدیځ کې نسکوره شوه.

ابراهیم رئیسي په اذربایجان شرقي ولایت کې چې له اذربایجان سره څېرمه پروت دی، د "قیز قلعه سي" په نوم د اوبو یو بند پرانیست، په دغو مراسمو کې د اذربایجان ولسمشر الهام علییف هم برخه درلوده.

دا الوتکه تبرېز ته د ستنېدو په حال کې وه، چې ظاهراً د جلفا په نوم له یوې غرنۍ او ځنګلي سیمې د تېرېدو په حال کې نسکوره شوه.

د نسکورې شوې الوتکې د ځایځایګي معلومولو لپاره تېره شپه هم د ژغورنې او د تري تم شویو د موندنې عملیات روان وو.

د ایران حکومت ویلي چې دغه الوتکه د درېیو الوتکو په کاروان کې شامله وه او دوې نورې الوتکې په خوندیتوب په تبرېز کې ښکته شوې دي.

تر پېښې وروسته په تیاره کې هم د ژغورنې ډلو په داسې حال کې چې باران اورېده او لړه یا غبار خپور و، د پلټنې عملیات پر مخ بوتلل.

د ایران رهبر ایت الله علي خامنه‌اي پرون ویلي، د ایران خلک دې اندېښنه نه کوي، ځکه د ده په وینا د دغه هېواد په چارو کې به هېڅ ډول ځنډ او خنډ رانه‌شي.

د عراق، ترکیې، روسیې، اذربایجان او ارمنستان په ګډون ګڼو هېوادونو د پلټنې په عملیاتو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

روسیې هم اعلان کړی چې د ولسمشر ابراهیم رییسي د څرخي الوتکې د موندنې په عملیاتو کې د همکارۍ لپاره د ژغورنې ډله ایران ته لېږي.

د امریکا د ولسمشر ویاندې کرن ژان پیر هم پرون د نورو جزییاتو له ورکولو پرته رسنیو ته ویلي چې ولسمشر جوبایډن ته د وضعیت په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

د اروپايي شورا مشر چارلز میشل هم ویلي چې دوی د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي د څرخي الوتکې د پېښې راپورونه او خبرونه له نږدې څاري.

توندلاری ۶۳ کلن ابراهیم رییسي په ۲۰۱۷م کال کې د حسن روحاني په وړاندې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ماتې خوړلې وه، خو په ۲۰۲۱م کال کې د ایران د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

XS
SM
MD
LG