د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

د ایران د ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو مړینه تایید شوه


دا الوتکه تبرېز ته د ستنېدو په حال کې وه، چې ظاهراً د جلفا په نوم له یوې غرنۍ او ځنګلي سیمې د تېرېدو په حال کې نسکوره شوه.
دا الوتکه تبرېز ته د ستنېدو په حال کې وه، چې ظاهراً د جلفا په نوم له یوې غرنۍ او ځنګلي سیمې د تېرېدو په حال کې نسکوره شوه.

د ایران دولتي تلوېزیون تایید کړه چې ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ورسره مل دولتي هیئت، د څرخي الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې مړه شوي دي.

د ازادي راډیو ایرانۍ څانګې راډیو فردا د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې ژغورونکو نن سهار د الوتکې د نسکورېدو په ساحه کې د الوتکې د بدنې ټوټې وموندې.

په الوتکه کې د ابراهیم رییسي او حسین امیر عبداللهیان تر څنګ یو اته کسیز دولتي هیئت هم مل و.

د ایراني رسنیو په وینا، دغه څرخي الوتکه پرون "د خرابې هوا له کبله" د ایران په شمال لوېدیځ کې نسکوره شوه.

ابراهیم رییسي په اذربایجان شرقي ولایت کې چې له اذربایجان هېواد سره څېرمه پروت دی، د "قیز قلعه سي" په نوم د اوبو یو بند پرانیست، په دغو مراسمو کې د اذربایجان ولسمشر الهام علییف هم برخه درلوده.

دا الوتکه تبرېز ته د ستنېدو په حال کې وه، چې ظاهراً د جلفا په نوم له یوې غرنۍ او ځنګلي سیمې د تېرېدو په حال کې نسکوره شوه.

تسنیم خبري اژانس د الوتکې د نسکورېدو د ساحې تازه ویډیو خپره کړې چې ښکاري دغه الوتکه څو ټوټې شوې ده.

تسنیم خبري اژانس د پېښې د ساحې درې بُعدي ویډیو هم خپره کړې چې له مخې یې الوتکه پر یوه غرنۍ سیمه چې په ځنګلونو پوښلې ده، سقوط شوې ده.

د ایران حکومت ویلي چې دغه الوتکه د درېیو الوتکو په کاروان کې شامله وه او دوې نورې الوتکې په خوندیتوب په تبرېز کې ښکته شوې دي.

د ایران رهبر ایت الله علي خامنه‌اي پرون ویلي، د ایران خلک دې اندېښنه نه کوي، ځکه د ده په وینا د دغه هېواد په چارو کې به هېڅ ډول ځنډ او خنډ رانه شي.

د الوتکې د نسکورېدو په باب د راپورونو له خپرېدو وروسته د عراق، ترکیې، روسیې، اذربایجان او ارمنستان په ګډون ګڼو هېوادونو د پلټنې په عملیاتو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

توندلاری سیاستوال ۶۳ کلن ابراهیم رییسي په ۲۰۱۷م کال کې د حسن روحاني په وړاندې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ماتې خوړلې وه، خو په ۲۰۲۱م کال کې د ایران د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

XS
SM
MD
LG