د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

د ايران د ولسمشر د لوېدلې هیليکوپټرې د موندلو هڅې او نړيوال غبرګونونه


د ایران د ولسمشر حسن روحاني هیلیوکوپټره د یکشنبې په ورځ د مې پر ۱۹مه د اذربایجان په یوه غرنیزه او ځنګلي سیمه کې له ستونزې سره مخ شوې او د پلټنې عملیات یې هم ستونزو سره مخ شوي دي.
د ایران د ولسمشر حسن روحاني هیلیوکوپټره د یکشنبې په ورځ د مې پر ۱۹مه د اذربایجان په یوه غرنیزه او ځنګلي سیمه کې له ستونزې سره مخ شوې او د پلټنې عملیات یې هم ستونزو سره مخ شوي دي.

د طالبانو حکومت ویلي هیله لري چې د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي د هیلیکوپټرې د لټون عملیات نتیجه ورکړي او هغه او ملګري یې وژغورل شي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو په خپله ایکس پاڼه په یوه اعلامیه کې زیاته کړې چې د ابراهیم رییسي د هیلي کوپترې د لوېدو په اړه راپورونه په «ویرې او هیله مندۍ» تعقیبوي.

د طالبانو حکومت ویلي چې په دې سختو شرایطو کې «د ایران د حکومت او خلکو» تر څنګ دریږي او هیله لري چې کومه ناوړه پېښه نه وي شوي.

د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي د هیليکوپټرې د پېښې په تړاو د غبرګونو په دوام د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د ازادي راډیو فردا راډیو ته وویل:«موږ د ایران د ولسمشر او د بهرنیو چارو د وزیر د سپرلۍ د هیلي کوپترې د احتمالي سختې ناستې په اړه راپورونه په دقیق ډول تعقیبوو.»

د امریکا د ولسمشر ویاندې کرن ژان پیر هم رسنیو ته ویلي چې ولسمشر جوبایډن ته د وضعیت په اړه معلومات ورکړل شوي. هغې نور جزییات ورنه کړل.

د اروپايي شورا مشر چارلز میشل هم ویلي چې دوی د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي د هیليکوپټرې د پېښې راپورونه او خبرونه له نږدې څاري.

د ابراهیم رییسي او د هغه د مل پلاوي د هیلي کوپترې د لټون عملیاتو لا نتیجه نه ده ورکړې. په کومه سیمه کې چې هیليکوپټره احتمالاً لوېدلې لړه ده او لارې یې صعب العبوره دي.

مرستندویه او ژغورونکي ټیمونه سیمې ته نږدې ځای پر ځای شوي خو د هوا د لړې او د بارانونو په سبب لټون له سختیو سره مخ دی.

له ابراهیم رییسي سره د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ځینې نور دولتي او سیمه ییز چارواکي هم په هیليکوپټره کې ناست وو.

XS
SM
MD
LG