د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

له ساعتونو تېرېدو وروسته هم د ایران د ولسمشر او نورو چارواکو برخلیک معلوم نه دی


د ژغورنې او پلټنې د عملیات موټرونه
د ژغورنې او پلټنې د عملیات موټرونه

ساعتونه واوښتل، خو په ایران کې د هغې څرخي الوتکې چې د ایران ولسمشر او نور چارواکي په کې وو، لا هم د پلټنې او ژغورنې عملیاتو نتیجه نه ده ورکړې.

دغه څرخي الوتکه چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او نور حکومتي چارواکي یې لېږدول، پرون د خرابې هوا له کبله د ایران په شمال لوېدیځ کې نسکوره شوه.

ابراهیم رییسي په اذربایجان شرقي ولایت کې چې له اذربایجان سره څېرمه پروت دی، د "قیز قلعه سي" په نوم د اوبو یو بند پرانیست، په دغو مراسمو کې د اذربایجان ولسمشر الهام علییف هم برخه درلوده.

د نسکورې شوې الوتکې د ځایځایګي معلومولو لپاره تېره شپه هم د ژغورنې او د تري تم شویو د موندنې عملیات روان وو.

دغه الوتکه تبرېز ښار ته روانه وه چې د اذربایجان شرقي ولایت جلفا ښار ته څېرمه د هغه څه له کبله چې د ایران دولتي تلوېزیون خرابه هوا بللې ده، اضطراري ناستې ته مجبوره شوه.

په اذربایجان کې د ایران د ولسمشر او نورو چارواکو د نسکورې شوې هیلیکوپټرې د موندنې لپاره عملیات له ستونزو سره مخ شوي دي.
په اذربایجان کې د ایران د ولسمشر او نورو چارواکو د نسکورې شوې هیلیکوپټرې د موندنې لپاره عملیات له ستونزو سره مخ شوي دي.

ګڼو رسنیو راپور ورکړی چې دغه الوتکه له یوې غرنۍ او ځنګلي سیمې د تېرېدو په حال کې سقوط شوې ده.

د ایران حکومت ویلي چې دغه الوتکه د درېیو الوتکو په کاروان کې شامله وه او دوې نورې الوتکې په خوندیتوب په تبرېز کې کښته شوې دي.

تر پېښې وروسته په تیاره کې هم د ژغورنې ډلو په داسې حال کې چې باران اورېده او لړه یا غبار خپور و، د پلټنې عملیات پر مخ بوتلل.

د ایران د روغتیا وزیر بهرام عین اللهي پرون خبر شبکې ته ویلي چې "سیمه ډېره تیاره ده" او له همدې امله د نسکورې شوې څرخکي الوتکې لټون "ګران" کار دی.

ایرنا خبری اژانس هم د پېښې له سیمې راپور ورکړی و چې خرابه هوا، د سیمې خرابې لارې، لړې او بارانونه د دې سبب شوي چې د لټون او ژغورنې ډلې لا د الوتکې په موندلو بریالي نه شي.

د ایران دولتي تلوېزیون راپور ورکړی چې د نسکورې شوې الوتکې له یوه مسافر سره تماس نیول شوی او د الوتنې یوې عملې د وضعیت په باب هیله مندي ښودلې ده، خو د الوتکې د نورې سورلۍ د وضعیت په باب نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

دولتي تلوېزیون وروسته راپور ورکړ، چې الوتکه موندل شوې، خو د ایران سرې میاشتې ټولنې وروسته دا راپور رد کړ.

د ایران په اذربایجان شرقي ولایت کې د ایران د سپاه پاسداران قوماندان دولتي رسنۍ ته ویلي چې د الوتکې د یوې سورلۍ د ټلیفون سیګنال کشف شوی او د سپاه غړي د پېښې د ساحې پر لوري د تګ په حال کې دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي دولتي تلوېزیون ته ویلي چې د ژغورنې بېلابېلې ډلې د ساحې پر لوري د تګ په حال کې دي، خو د خرابې هوا له کبله ښايي څرخي الوتکې ته د دوی رسېدل وخت ونیسي.

د ایران رهبر ایت‌الله علي خامنه‌اي پرون ویلي، هیله من دی، چې ولسمشر رییسي او ملګري یې د ملت غېږې ته ستانه شي او ټول دې د هغوی د سلامتۍ دعا وکړي.

د ایران رهبر ایت‌الله علي خامنه‌اي
د ایران رهبر ایت‌الله علي خامنه‌اي

خامنه‌اي ویلي، د ایران خلک دې اندېښنه نه کوي، ځکه د ده په وینا د دغه هېواد په چارو کې به هېڅ ډول ځنډ او خنډ رانه شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په یوه اعلامیه کې ویلي، هیله لري چې د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي د څرخي الوتکې د لټون عملیات نتیجه ورکړي او هغه او ملګري یې وژغورل شي.

د عراق، ترکیې، روسیې، اذربایجان او ارمنستان په ګډون ګڼو هېوادونو د پلټنې په عملیاتو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

روسیې هم اعلان کړی چې د ولسمشر ابراهیم رییسي د څرخي الوتکې د موندنې په عملیاتو کې د همکارۍ لپاره د ژغورنې ډله ایران ته لېږي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند د ازادي راډیو ایرانۍ څانګې راډیو فردا راډیو ته وویل: "موږ د ایران د ولسمشر او د بهرنیو چارو د وزیر د سورلۍ د څرخي الوتکې د احتمالي سختې ناستې په اړه راپورونه په دقیق ډول تعقیبوو."

هغه زیاته کړې: "موږ به په دې وخت کې نور تبصره ونه کړو."

د امریکا د ولسمشر ویاندې کرن ژان پیر هم پرون رسنیو ته ویلي چې ولسمشر جوبایډن ته د وضعیت په اړه معلومات ورکړل شوي.

هغې نور جزییات ورنه کړل.

د اروپايي شورا مشر چارلز میشل هم ویلي چې دوی د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي د څرخي الوتکې د پېښې راپورونه او خبرونه له نږدې څاري.

توندلاری ۶۳ کلن ابراهیم رییسي په ۲۰۱۷م کال کې د حسن روحاني په وړاندې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ماتې خوړلې وه، خو په ۲۰۲۱م کال کې د ایران د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

XS
SM
MD
LG