د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

په اردن کې د امریکایي سرتېرو له مرګ ژوبلې وروسته د پنټاګون د غچ اخیستو خبرداری


له ارشیفه د پنټاګون یو تصویر
له ارشیفه د پنټاګون یو تصویر

متحدو ایالاتو په اردن کې د یکشنبې ورځې په برید کې د امریکايي پوځیانو د مرګ ژوبلې په اړه د غبرګون په دوام پرون یوځل بیا د غوسې په څرګندولو سره ژمنه وکړه چې د خپلو سرتېرو غچ به واخلي.

د امریکا دفاع وزیر لویډ اوستین پرون د ولسمشر جوبایډن هغه ژمنه تکرار کړه چې ویلي یې و، د دې حملې له عاملانو سره به حساب کتاب وکړي.

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون ویلي دي چې په دې حمله کې درې امریکايي سرتېري وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د متحدو ایالاتو د دفاع وزیر
د متحدو ایالاتو د دفاع وزیر

ښاغلي اوسټین په پنټاګون کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال د امریکايي پوځیانو د مرګ ژوبلې له کبله غوسه او خواشیني څرګند کړل.

هغه وویل چې پوځ به دا ډول حملې بې ځوابه پرې نه ږدي او د امریکا او امریکايي سرتېرو د دفاع لپاره به لازم اقدامات عملي کړي.

یوه ورځ مخکې ولسمشر بایډن وویل، امریکايي چارواکو ته خبر رسېدلی چې دا حمله د ایران له ملاتړ څخه د څو برخمنو وسله والو یوې ډلې ترسره کړې ده.

هغه ژمنه وکړه چې واشنګټن به یو مناسب وخت وټاکي او دې حملې ته به ځواب ووايي او زیاته یې کړه، که څه هم موږ تراوسه په دې اړه د معلوماتو په راټولولو لګیا یو، خو پوهېږو چې دا حمله په سوریه او عراق کې د فعالو ایران پلوو وسله والو له خوا شوې ده.

ایران په دې حمله کې لاس لرل رد کړي دي او د بهرنیوچارو وزارت یې دا تورونه بې بنسټه بللي.

د دې وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل چې په سیمه کې د مقاومت ډلې له تهران څخه اوامر نه ترلاسه کوي.

ایراني چارواکي د تهران نیابتي ډلې د مقاومت د ډلو په نوم یادوي.

ناصر کنعاني، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند
ناصر کنعاني، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند

لویدیځ هېوادونه ایران دې ډلو ته د وسلو په برابرولو، روزنه او تمویل تورنوي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازولۍ هم ویلي چې دا هېواد په اردن کې د امریکا پر پوځي اډې له برید سره هېڅ ډول اړیکي نه لري.

اردن په خپله خاوره کې د بې پیلوټه الوتکې دا حمله پر یوه پوځي مرکز تروریستي حمله بللې او غندلې یې ده. عمان ویلي دي چې د خپلو سرحدونو د پیاوړي کولو لپاره له امریکا سره همکاري کوي.

په عین حال کې امریکا او برتانیا د یوه همغږي اقدام په ترڅ کې د ایران د سپاه پاسداران ځواک پر ۱۱ چارواکو بندیزونه اعلان کړي دي. دا چارواکي له یوې جنایتکارې ډلې سره په اړیکو تورن شوي دي.

ګومان کېږي چې سپاه پاسداران د استخباراتو د وزارت په دستور په بهر کې د ایران د حکومت د یوشمېر مخالفانو په وژنه او تښټولو کې لاس لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG