د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

بایډن په اردن کې د درېیو امریکايي پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړی


د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن په اردن کې د یوې بې پیلوټه الوتکې د برید په پایله کې د درېیو امریکايي پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړ.

د امریکا پوځ تېر ماښام د جنورۍ ۲۸مه تایید کړه چې یوې بې پیلوټه الوتکې له سوریې سره د اردن پولې ته څېرمه سیمه کې د دغه هېواد ځواکونه په نښه کړل.

د معلوماتو له مخې په دغه بریدکې ۳ تنه عسکر ووژل شول او ۲۰ تنه نور ټپیان شول.

د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون د جنورۍ ۲۸مه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا برید د ایران پلوه ملیشو کار و.

د بایډن په وینا، دا ډله د عراق او سوریې په سیمو کې مېشته ده.

هغه زیاته کړې چې دغو درېیو امریکايي سرتېرو د خپل وطن په لار کې سرونه ورکړي او دوی یې هېڅکله مېړانه نه هېروي.

بایډن ټینګار کړی چې له ترهګرۍ سره به د امریکا مبارزه روانه وي.

هغه زیاته کړه: "موږ به د تروریزم سره د مبارزې لپاره د دوی ژمنې ته دوام ورکړو او په دې کې شک نه‌شته موږ به د دې پېښې له ټولو مسوولانو سره په یو وخت او په خپله طریقه حساب وکړو."

د اسراییلو او حماس ډلې ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې، دا په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو لومړۍ مرګژوبله ده.

اردن له عراق، سوریې، اسراییلو، سعودي عربستان او فلسطین سره ګډه پوله لري.

د اردن یوه پوځي اډه کې امریکايي او اردني سرتېري د نظامي عملیاتو پر مهال
د اردن یوه پوځي اډه کې امریکايي او اردني سرتېري د نظامي عملیاتو پر مهال

دا مهال شاوخوا درې زره امریکايي سرتېري په اردن کې مېشت دي.

د سپینې ماڼۍ ویاند وايي، د اوسني وضعیت په اړه د دفاع وزیر لویډ آسټن او د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان له ولسمشر بایډن سره معلومات شریک کړي دي.

د اردن تلوېزیون د دغه هېواد د حکومت د ویاند له قوله ویلي چې دغه برید د اردن پر خاوره خو د سوریې له پولې بلې غاړې ته شوی دی.

امریکا د حماس او اسراییلو تر منځ په جګړه کې له اسراییلو خپل ملاتړ څرګند کړی او له همدې کبله په منځني ختیځ کې د سخت دریځو یاغیانو له خوا امریکايي پوځیان په نښه شوي دي.

په تېرو څو میاشتو کې یمني حوثي یاغیانو چې ایران یې ملاتړ کوي او په عراق کې فعالو ملېشو چې تهران یې ملاتړ کوي، پر امریکايي اهدافو خپل بریدونه زیات کړي دي.

XS
SM
MD
LG