نړۍ
د امریکا دفاع وزارت وايي اردن کې درې سرتېري وژل شوي
د امریکا دفاع وزارت وايي، په اردن کې يې درې سرتېري له یوې پوځې اډې بهر وژل شوي دي.
پنتاګون د جمعې په ورځ وویل، یو سرتېری ځای پر ځای او دوه نورو وروسته د زخمونو له امله ساه ورکړه.
که څه هم امریکايي چارواکو نه دي ویلي چې دا سرتېري په څه ډول پېښه کې وژل شوي، خو ځینو راپورونو کې ویل کېږي چې دا سرتېري د اردون په جنوب کې الجفر پوځې اډې ته د ننوتو په حال کې وو چې ډزې پرې وشوې.
دا هم لا نه ده څرګنده چې پر دې امریکايې سرتېرو دا ډزې چا او ولې کړي دي.
اردني چارواکو ویلي د دوی یو افسر په دې پېښه کې ټپي شوی دی.
اردون د امریکا مهم او اساسي متحد دی او د داعش پر ضد مبارزه کې د متحده ایالاتو په مشرۍ د نړیوال ائتلاف غړی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
خیبرپښتونخوا کې د پولیسو پر یوه مرکز د وسلهوالو برید؛ چارواکي: په مرکز کې دننه جګړه روانه ده
د خیبرپښتونخوا په بنو کې افراطي وسلهوالو د پولیسو پر یوه مرکز برید کړی چې راپورونه وايي، لا هم دوام لري.
د پولیسو چارواکي وايي چې په جګړه کې تراوسه درې بریدګر او درې پولیس وژل شوي دي.
په بنو کې د پولیسو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د ازادۍ راډیو د مشال څانګې ته ویلي، وسلهوال د پولیسو یوه مرکز ته دننه شوي او له پولیسو سره یې وسلهواله نښته دوام لري.
په عین حال کې د پوځ هیليکوپټرونه هم په بنو ښار کې پروازونه کوي.
د دې حملې مسوولیت تحریک طالبان پاکستان منلی دی.
د ښځو د کرکټ نړيوال جام کې نن پاکستان او نيوزيلنډ يو له بل سره سيالي کوي
د ښځو د کرکټ نړیوالو جام سیالیو په لړ کې به پاکستان او نیوزیلنډ لوبډلې نن له یه بل سره مسابقه کوي.
دا لوبه د متحده عرب اماراتو په دوبۍ کې د افغانستان پر وخت د شپې پر ۸:۳۰ بجې پیلېږي.
پرون په شارجه کې دوې لوبې وشوې.
انګلستان وتوانېد سکاټلینډ ته په ۱۰ ویکټو او اسټرالیا وکړای شول، هندوستان ته په ۹ منډو ماتې ورکړي.
د ښځو د کرکټ د نړیوال جام پایلوبه به د تلې/ میزان پر ۲۹مه نېټه وشي.
غزه کې پر يوه روغتون د اسراييل بريد؛ لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي
نن سهار د غزې تړانګې د یوه روغتون پر انګړ د اسرايیل په هوايي حمله کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او د خېمو په هغه کمپ کې د اورلګېدو سبب شوه، چې د جګړو بېځایه شویو پهکې پناه اخیستې وه.
د فلسطینیانو روغتیايي سرچینې وايي، په پېښه کې تر شلو زیاتو کسانو بدنونه په اور سوځېدلي دي.
د اسوشېټېډ پریس اژانس د خبر لهمخې، د اسرايیل پوځ د اسنادو او شواهدو له وړاندې کولو پرته ویلي، په حمله کې یې هغه افراطي وسلهوال په نښه کړي، چې په ملکیانو کې پټ شوي وو.
دغه پوځ په وروستیو کې له ګوڼه ګوڼې ځک پناه ځایونه او د خېمو پر کمپونو په وار-وار حملې کړي او ادعا یې کړې، چې له دغو ځایونو د حماس ډلې چې د امریکا متحدهایالتونه او اروپايي ټولنه یې تروریستي سازمان ګڼي، غړو د حملو لپاره کار اخیست.
پوليسو کراچۍ کې پر لاريونوالو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی
د پاکستان په کراچۍ ښار کې پولیسو پرون یکشنبه د زرګونو مظاهرهچیانو پر ضد له اوښکې بهوونکي ګازو کار واخیست.
لاریون کوونکو هڅه کوله چې د امنیتي خنډونو څخه تېر شي.
اسوشیټیډ پریس خبري اژانس راپور ورکړی چې، د یوه افراطي ګوند شاوخوا ۲۰۰۰ پلویانو غوښتل چې د ښار د رسنیو کلب ته ځانونه ورسوي، ترڅو د مدني ټولنې د ډلو له هغو مظاهرو سره خپل مخالفت څرګند کړي، چې مقدساتو ته په سپکاوي د یوه تورن په اړه رابلل شوې وه.
مشکوک کس پهدې وروستیو کې په توقیف کې وژل شوی دی.
د پاکستان تحریک لبیک ګوند پلویانو هغه وخت پولیس په ډبرو وویشتل او د ګزمې یوه موټر ته یې اور واچاوه، چې پولیسو د رسنیو کلب ته د دوی د ننوتلو مخه ونیوله.
دغه ګوند ویلي چې، په اخ و ډوب کې یې یو غړی کې وژل شوی دی.
پولیسو په دواړو مظاهرو کې شاوخوا ۲۰ تنه ګډونوال نیولي دي.
اروپايي ټولنه نن منځني ختيځ کې پر زياتېدونکي کړکېچ بحث کوي
د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران نن دوشنبه په منځني ختیځ کې پر زیاتېدونکي کړکېچ او د روسیې د تهاجم په وړاندې د اوکراین د مبارزې لپاره د اروپايي ټولنې پر ملاتړ خبرې کوي.
د اوکراین د ملاتړ په اړه له هنګري له مخالفت سره-سره دا خبرې کېږي.
دغه ټولنه غواړي پر ایران د دې لپاره بندیز ولګوي، چې روسیې سره یې د بالستیک توغندیو مرسته کړې ده.
دغه بندیزونه به چې ټاکل شوې نن تصویب شي پر هغو کسانو او کمپنیو لګول کېږي، چې د ایران د بالستیک توغندیو په پروګرام او روسیې ته یې د لېږد په چارو کې ښکېل دي.
حزبالله د اسراييلو پر يوې پوځي اډې بريد کړی؛ ۴ اسراييلي عسکر وژل شوي او ۶۷ ټپيان دي
د اسراییل پر یوه پوځي اډه د حزبالله د بېپيلوټه الوتکو په یوه پراخ برید کې څلور اسراییلي عسکر وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
حزبالله چې یوه سیاسي او پوځي ډله ده، د متحدهایالتونو لهخوا د ترهګرو په توګه پېژندل کېږي، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي برخه په تور لېست کې شامله کړې ده.
حزبالله چې د لبنان پر جنوبي برخو حاکمیت لري، د لبنان په پارلمان کې څوکۍ هم لري.
د اسراییلو پوځ نن سهار وختي ویلي چې، برید د تلابیب د شمال په شپېته کیلومترۍ کې د بنیامینه ښار پر یوې پوځي اډې شوی او یو له خونړیو بریدونو څخه ګڼل شوی دی.
د اسراییلو د بېړنیو خدمتونو ملي ادارې ویلي، د حزبالله په دغه برید کې ۶۷ اسراییلي پوځیان ټپيان شوي چې د ۷ تنو روغتیایي وضعیت نازک دی.
دا پهداسې حال کې ده چې د لبنان په جنوبي برخه کې د حزبالله او اسراییلي پوځیانو ځمکنۍ جګړه او پر لبنان د اسراییل هوایي بریدونه لا هم دوام لري.
د ښځو شل اوریز نړیوال جام؛ انګلستان او اسټرالیا خپل سیالان مات کړل
د ښځو د کرکټ په پیل شوي شل اوریز نړیوال جام کې پرون یکشنبه د اکټوبر په ۱۳مه نېټه هم دوه سیالۍ ترسره شوې، چې په لومړۍ لوبه کې انګلستان سکاټلنډ ته او په دویمې سیالۍ کې اسټرالیا بیا هندوستان ته ماتې ورکړې.
د انګلستان او سکاټلنډ سیالي د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شوه، چې سکاټلنډ د ۱۱۰ منډو هدف ټاکلی و او انګلستان د خپلو پیلیزو توپ وهونکو پرمټ په لسم اور کې هدف پوره کړ.
دویمه سیالي چې د کابل پر وخت ماښام ناوخته ترسره شوه، اسټرالیا د ۹ منډو په تفاوت هندوستان ته ماتې ورکړه.
اسټرالیا چې لومړۍ توپوهنه کړې وه، د ۱۵۲ منډو هدف یې ټاکلی و او هند یې په ځواب کې یوازې ۱۴۲ منډې وکړې.
د یادو سیالیو تر ګټلو وروسته په الف ګروپ کې اسټرالیا او په ب ګروپ کې انګلستان تر نورو مخکې شول.
ټاکل شوې ده چې نن دوشنبه د اکټوبر په ۱۴مه نېټه یوازې یوه سیالي د نیوزیلنډ او پاکستان ترمنځ ترسره شي.
پاپ فرانسیس یو ځل بیا په منځني ختيځ کې د سملاسي اوربند غوښتنه وکړه
پاپ دا څرګندونې پرون د (اکټوبر ۱۳مه) د سنټ پیټر په میدان کې کړي او د ملګروملتونو د سوله ساتي ځواکونو د "احترام" پر ساتنې یې هم تاکید کړی دی.
پاپ د انجلوس د دعا پر مهال ویلي: "هغه څه چې په منځني خیتځ کې پېښېږي څاري او ورته اندېښمن دی."
هغه له ټولو ښکېلو خواو وغوښتل چې روانه جګړه د خبرو اترو له لارې حل کړي.
پاپ ویلي، د فلسطین، اسراییلو او لبنان له خلکو سره د همدردۍ احساس لري او د یرغملو د خلاصول لپاره دعاوې کوي.
هغه هیلهمندي وښوده چې دا "لویه غمیزه" ژر پای ته ورسیږي.
کورمه کې د موټرو پر يوه کاروان د بريد په پايله کې ۱۷ کسان وژل شوي
د خیبرپښتونخوا په کورمه کې د مسافرو د موټرو پر کاروان د بریدونو په پایله کې مرګژوبله اوښتې ده.
د کورمې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د ازادي راډیو مشال برخې ته ویلي، وړمه ورځ (د اکټوبر ۱۲مه) یوشمېر وسلهوالو د کونج علیزو غره ته پر تلونکو درې کسانو ډزې وکړي او ټپیان يې کړل.
د دې چارواکي په خبره، همدغو وسلهوالو وروسته د مسافرو د موټرو پر یوه کاروان هم بریدونه وکړل، چې ۱۷ کسان پهکې ووژل شول.
ياد چارواکي دا هم وویل، ښکاري دویم برید د لومړي برید په غبرګون کې شوی وي.
په سیمه کې روغتیايي چارواکو مشال راډیو ته ویلي، یوشمېر ټپیانو په روغتون کې ساه ورکړې ده.
ویل کېږي، په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
په سیمه کې تر پېښې وروسته سنیانو درې ورځې د برید اعلان کړی او د سدې بازار یې هم تړلی دی.
شعیه مشرانو بیا دا بریدونه غندلی دی.
که څه هم د دې برید اصلی علت معلوم نهدی، خو تېره میاشت په کورمه کې د شعیه او سنیانو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې په لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
د اسراییل د غچ اخیستونکي برید هدفونه د ایران تر پوځي مرکزونو او د انرژۍ تر تاسیساتو محدود شوي
د اینبيسي تلوېزیون د راپور له مخې، امریکایي چارواکي په دې باور دي چې اسراییل پر ایران د غچ اخیستونکي برید هدفونه د ایران تر پوځي مرکزونو او د انرژۍ تر تاسیساتو پورې محدود کړي دي.
اینبيسي پرون شنبې د امریکایي چارواکو په قول وویل، داسی کومه علامه نه لیدل کېږي چې اسراییل به د ایران اتومي تاسیسات په نښه کړي.
هغوی په عین حال کې وویل چې اسراییل وروستۍ پریکړه نه ده کړې چې څنګه او کله برید وکړي.
اسراییلو بیا بیا ویلي چې د ایران د اکټوبر د لومړۍ نېټې د توغندويي برید غچ اخلي.