د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۱

د ایران د حکومت ادعا؛ پارلماني ټاکنو کې د خلکو ګډون پراخ او د ستاینې وړ دی


د ایران د پارلماني ټاکنو یوه څنډه
د ایران د پارلماني ټاکنو یوه څنډه

ایراني چارواکي ادعا لري چې د دغه هېواد پارلماني ټاکنې تر پخوانیو ټاکنو ښې تېرې شوې او ګڼو خلکو پکې برخه اخیستې وه.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د دوشنبې په ورځ په یوه کنفرانس کې په دې اړه وویل:

"په ټاکنو کې د ګډون کچه ۴۱ فیصده وه. ۲۵ میلیونه معززو خلکو په ټاکنو کې برخه اخیستې وه. موږ د تېرو پارلماني ټاکنو په پرتله د زیاتې رایې شاهدان وو، او دا په داسې حال کې پېښ شول چې د هیواد په ډېرو برخو کې له ننګونکي اقلیم سربېره د دښمن له خوا د پرله پسې پروپاګند سره مخ وو."

د ایران د کورنیو چارو وزیر، احمد وحیدي
د ایران د کورنیو چارو وزیر، احمد وحیدي

خو د ازادي راډیو فردا څانګه راپور ورکوي چې په ګڼو ښارونو کې د خلکو د ګډون کچه ټیټه وه او اکثرو خلکو ټاکنې بایکاټ کړې وې.

د فردا راډیو د معلوماتو په اساس، له پلازمینې تهرانه پارلمان ته د مخکښ کاندید ټولې رایې ۵۹۷ زره وې چې دا د اړتیا وړ رایو څخه اته فیصده کمې دي.

اسوشیټیډ پریس هم لیکلي چې په ایران کې دا په ټاکنو کې د خلکو د مشارکت ټيټه کچه ده ځکه تېر وار ۲۰۲۰ کال پارلماني ټاکنو کې ۴۲ فیصده د رایو په شرایطو برابرو کسانو ټاکنو کې برخه اخیستې وه.

ایراني چارواکو څو ورځې وخت ونیوه چې بلآخره له کوم وضاحت پرته د ټاکنو په اړه احصایې خپرې کړي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د نړیوالو څارونکو له څار پرته ټاکنې ترسره کوي.

د ایران پارلمان ۲۹۰ څوکۍ او د خبرګانو مجلس ۸۸ څوکۍ لري.

د ایران سخت دریځو سیاستوالو چې د رژيم او رهبر له ملاتړو دي په پارلمان واک ترلاسه کړی دی.

د ایران رژیم اکثر مخالف او ان اصلاح غوښتونکي کاندیدان هم ټاکنو ته نه پرېږدي.

د ایران چارواکي د ټاکنو په پایلو کې په لاسوهنو تورن دي
د ایران چارواکي د ټاکنو په پایلو کې په لاسوهنو تورن دي

ایرانیانو د جمعې په ورځ په پارلمان کې د استازیو د ټاکنې تر څنګ همداراز د خبرګان مجلس کاندیدانو ته هم رایې ورکړې څو د یوې اته کلنې دورې لپاره د ایران د دې واکمنې جرګې غړي وټاکي.

دا مجلس د ایران رهبر ۸۴ کلن ایت الله علي خامنه يي ته د مشورې کار مخته وړي او اکثر لویې هېوادنۍ پرېکړې د دوی په مشوره او د رهبر تر تصدیق وروسته عملي کېږي.

په ایران کې پارلماني ټاکنې وروسته له هغه وشوې چې وړم ۲۰۲۲ کال د ایراني پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني مړینې په دغه هېواد کې څو میاشتنې پراخې مظاهرې وپارولې.

مظاهره چیان د ایران د پولیسو او امنیتي ځواکونو له خوا سخت وځپل شول او سلګونه مظاهره چیان مړه او زرګونه نور یې ټپیان او زندانونو ته واچول شول.

XS
SM
MD
LG