د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۵

ایران کې راروانې ټاکنې؛ ظریف: امریکا دې پر اټمي موضوع بېرته مذاکرو ته وګرځي


د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف

ایران په جون میاشت کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره په چمتووالي بوخت دی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د امریکا له متحدو ایالاتونو غواړي چې پر اټمي موضوع مذاکرو ته بېرته مخه کړي.

محمد جواد ظریف اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته وویل، ښايي د امریکا له نوې ادارې سره په مذاکرو کې پرمختګ ستونزمن وي او وخت ونیسي.

ظریف زیاته کړه: "وروسته له هغې چې د امریکا متحد ایالاتونه د شپږو کلونو مخکې موافقې طبیق ته مخه کړي، موږ به هم سم د لاسه ورستانه شو. دا کار په اسانۍ کېدای شي. اړتیا نه ده چې په دې اړه خبرې وکړو ځکه پوهېږو چې په کوم پړاو کې یو. موږ پوهېږو دقیقاً چې پر کومو مواردو مو خبرې کړي. هغه څوک چې اوس د بایډن په اداره کې کار کوي، هغه کسان دي چې پر یوه مېز ورسره خبرو ته ناست وو."

تردې مخکې د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي وو، که ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون د شرایطو تطبیق ته غاړه کښېږدي، د امریکا نوې اداره تیاره ده چې له ځانه نرمښت وښيي او له تهران سره مذاکرو ته کښېني.

د امریکا د مخکېني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې په ۲۰۱۸میلادي کال کې د ایران اټمي موافقه نیمګړې وبلله او له هغې یې د واشنګټن د وتلو او پر ایران بېرته د سختو اقتصادي بندیزونو لګولو اعلان وکړ.

ډونالډ ټرمپ ادارې په ۲۰۱۸میلادي کال کې د ایران اټمي موافقه نیمګړې وبلله
ډونالډ ټرمپ ادارې په ۲۰۱۸میلادي کال کې د ایران اټمي موافقه نیمګړې وبلله

په ځواب کې ایران د خپلو یورانیمو پر غني کولو محدودیت لیرې کړ او د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ ادارې له مفتشانو سره یې خپله همکاري کمه کړه.

ایراني چارواکو منلې چې د ۲۰ فیصده یورانیمو غني کولو ته یې دوام ورکړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ له امریکا غوښتنه وکړه چې له ایرانه لګول شوي بندیزونه لېرې کړي او د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون ته د ستنېدو لپاره عملي اقدام وکړي.

تردې مخکې د اټمي تړون غربي لوریو په اټمي تړون کې له شوېو ژمنو د ایران د سرغړونو په اړه اندېښنه ښوولې وه.

XS
SM
MD
LG