د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۸

د ملګرو ملتونو د اټمي څارنې ادارې له ایران سره د محدودې څارنې موافقه وکړه


د ملګرو ملتونو د اټمي څارنې د ادارې مشر رافایل ګروسي
د ملګرو ملتونو د اټمي څارنې د ادارې مشر رافایل ګروسي

د ملګرو ملتونو د اټمي څارنې د ادارې مشر چې له دې ادارې سره د ایران د همکارۍ د پرېکون د ګواښ په خاطر تهران ته تللی و، وایي له ایراني چارواکو سره یوې موافقې ته رسېدلی دی.

رافایل ګروسي وایي، له ایراني چارواکو سره په خبرو کې دواړه لوري داسې موافقې ته ورسېدل چې له مخې یې ایران له دې ادارې سره همکاري محدودوي، خو کمې څارنې ته‌یې اجازه ورکوي.

نوموړي دغه څرګندونې پرون یکشنبه وروسته له هغې وکړې چې ایران ته په سفر کې یې د ایران د اټمي انرژۍ د ادارې د رئیس علي اکبر صالحي په ګډون د دې هېواد له یو شمېر جګپوړو چارواکو سره وکتل.

د رافایل ګروسي او علي اکبر صالحي لیدنه
د رافایل ګروسي او علي اکبر صالحي لیدنه

تهران خبرداری ورکړی و چې روانه اوونۍ د فبرورۍ په ۲۳مه به خپل اټمي تأسیسات د ملګرو ملتونو د څارونکو پر مخ وتړي که متحده ایالات پر دې هېواد لګول شوي بندیزونه لیرې نه‌کړي.

ایران له خپله اړخه په شوي تړون کې د شفافیت په هدف ژمنه کړې چې له خپلو اټمي تأسیساتو د ملګرو ملتونو د څارونکو ناڅاپي کتنې ته اجازه ورکوي.

د نړیوالې اټمي انرژۍ د ادارې مشر رافایل ګروسي وویل، تهران به هغه قانون عملي کړي چې د دې هېواد پارلمان دوه میاشتې مخکې تصویب کړی او له مخې یې د اټمي خوندیتوب هغه ضمیمه شوی پروتوکول ځنډوي چې له مخې یې نړیوالو اټمي څارونکو ته د ایران له اټمي تأسیساتو په لنډه موده او ناببره توګه د کتنې اجازه ورکوله.

خو ښاغلي ګروسي دا هم وویل چې ده له ایراني چارواکو سره په دې هم موافقه وکړه چې د ملګرو ملتونو د اټمي څارنې اداره به تر درې میاشتو پورې د ایران د اټمي فعالیتونو د لازمې څارنې او تأیید چارو ته دوام ورکوي.

ګروسي چې له ایرانه تر ستنېدو وروسته‌یې څرګندونې کولې وویل، موږ پر هغه څه چې دوام کولای شي، موافقه وکړه او زیاته‌یې کړه، په اوس وخت کې مهمه دا وه چې فاصله رالنډه کړو او رامنځته شوی وضعیت وژغورو.

هغه وویل څارنه به کمه وي، خو دا باید ومنو چې له دې سره بیا هم د اړتیا تر حده پورې د څارنې او تأیید چارو ته اجازه ورکړل شوې ده. نوموړي دا یو موقتي تخنیکي تفاهم یاد کړ.

تهران ته د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د ادارې د مشر د سفر په ترڅ کې تهران او واشنګټن چې د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون ته د بېرته ورګرځېدو لپاره‌یې پر یو بل فشارونه زیات کړي، ویلي چې د نویو خبرو ور یې پرانیستی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وايي، تهران دغسې خبرو ته چمتو دی، خو لومړی باید د دغه تړون ټول لاسلیک کوونکي خپلې ټولې ژمنې پوره کړي.

د ایران پرس ټلوېزیون د ښاغلي ظریف له قوله وایي چې نوموړي دغه څرګندونې پرون په تهران کې څو ساعته وروسته تر هغې وکړې چې د ملګرو ملتونو د اټمي څارنې د ادارې مشر په تهران کې له چارواکو سره وکتل.

په عین حال کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان پرون یکشنبې امریکایي سي بي اېس نیوز ته وویل چې ایران تر اوسه د امریکا د نوې ادارې غوښتنې ته چې د خبرو مېز ته دې بېرته راوګرځي، ځواب نه‌دي ویلی.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې بایډن دې ته تیار دی چې د ایران د اټمي پروګرام په اړه د سخت محدودیت لګولو په چاره کې بېرته له ایرانیانو سره د خبرو مېز ته وروګرځي.

د سولیوان په وینا دغه وړاندیز تر اوسه پر ځای دی ځکه زموږ په باور د دې لپاره ډیپلوماسي تر ټولو غوره لار ده.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ په ۲۰۱۸ کال خپل هېواد له ایران سره د نړۍ د شپږو قدرتونو له اټمي تړون څخه وایست او بېرته‌یې پر تهران بندیزونه ولګول.

تهران هم له هغې راهیسې په تدریجي ډول په کړي تړون کې یو لړ خپلې ژمنې تر پښو لاندې کړې دي.

XS
SM
MD
LG