د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

بریتانیا، فرانسې او جرمني د اټمي تأسیساتو په اړه د ایران پرېکړه غندلې


د ایران په بوشهر کې اټمي تأسیسات
د ایران په بوشهر کې اټمي تأسیسات

ایران اعلان کړی دی چې سر له نننه د خپلو اټمي تأسیساتو ناڅاپي تفتیش ته اجازه نه ورکوي.درېیو اروپایي هېوادونو چې له ایران سره یې په ۲۰۱۵میلادي کال کې اټمي تړون لاسلیک کړی، د تهران دا پریکړه غندلې ده او دا یې د تهران له کړېو ژمنو سرغړونه بللې ده.

بریتانیا، فرانسې او جرمني د ایران پر دې پریکړې اعتراض وکړ چې د دغه هېواد د اټمي تأسیساتو له ناڅاپي لیدلو سره یې مخالفت کړی دی.

دا درې اروپایي هېوادونه وایي چې دا د نړۍ له پیاوړیو هېوادونو سره د دوه زره پنځلسم کال د اټمي تړون د ژمنو یوه برخه ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف تر دې مخکې تهران کې خبریالانو ته پرون سې شنبه (د کب ۵مه) وویل چې هغه اضافي پروتوکل چې د ایران د اټمي تاسیساتو د ناڅاپي تفتیش اجازه یې ورکړې وه، هغه بند شو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف

ښاغلي ظریف زیاته کړه: "له نن سهاره دا قانون اجرا شوی. هغه لیک کې چې د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې ته د فبروري په پنځلسمه استول شوی، موږ په رسمي ډول اعلان کړی چې د فبروري له درویشتم سهاره به دا قانون پلی کېږي او د همدې لپاره دا اقدام شوی دی."

د تهران له دې پریکړې سره د ایران او د نړۍ د پياوړیو هېوادونو ترمنځ د شوي تړون په تړاو واټن پسې زیاتیږي. له دې تړونه په ۲۰۱۸میلادي کال کې د امریکا حکومت بهر شو.

د بریتانیا، فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډ بیان کې د سې شنبې (د کب ۵مه) په ورځ وویل، موږ ډېر خواشیني یوو چې ایران سر له نننه اضافي پروتوکل ځنډوي.

په دې بیان کې له ایرانه غوښتل شوي دي چې له هر هغه اقدامه چې شفافیت کموي، ډډه وکړي او د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې ته د بشپړې او په وخت همکارۍ ډاډ ورکړي.

د ایران مشر ایت الله علي خامنه اي بیا ویلي دي چې له اټمي قضیې به په شا نه شي او د یوارنیمو د غني کولو هڅې دې زیاتې شي.

وروسته تردې چې په جنوري کې جوبایډن د امریکا ولسمشر شو، د واشنګټن او د هغه لویدیځ شریکان هڅې کوي چې امریکا بېرته له د ایران له اټمي تړون سره یوځای شي او پرې نه ږدي چې ایران اټمي وسلې ترلاسه کړي.

په دې ترڅ کې د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي رئیس پرون د هغې موافقې جزئیات بیان کړل چې د اوونۍ په پای کې یې له ایراني چارواکو سره کړې وه.

د دې له مخې تهران منلې ده چې د ناڅاپي تفتیش له لغوه کېدو وروسته به هم تر درېیو میاشتو پورې د یو شمېر څارونکو مخه نه نیسي.

د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي رئیس رافایل ګروسي
د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي رئیس رافایل ګروسي

رافایل ګروسي د اټمي څېړنو په ارتباط د امریکا یوه څیړنیز مرکز ته څرګنده کړه چې مهم فعالیتونه به د شوې موافقې تر وخت پورې څارل کېږي.

د ایران بنسټپالو پر ولسمشر حسن روحاني د اټمي تړون لپاره فشار زیات کړی دی.

د دوشنبې په ورځ پارلمان د حکومت پر دې پریکړې اعتراض وکړ چې د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې څارونکو ته اجازه ورکوي چې د ایران له اټمي تاسیساتو څخه لیدنه وکړي.

XS
SM
MD
LG