د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

ایت‌الله خامنه‌ای: د اټمي تړون له ښکېلو خواوو عملي اقدام غواړو، نه تشې ژمنې


د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي
د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي

د ایران ستر مذهبي مشر وایي، هېواد یې د اټمي تړون له ښکېلو خواوو عملي اقدام غواړي، نه تشې ژمنې.

ایت‌الله علي خامنه‌یي د تړون له لاسلیکوونکو دا غوښتنه وروسته تر دې کوي چې د جو بایډن په مشرۍ د امریکا نوې ادارې وویل، دوی دغه تړون ته ورستنېدلی شي.

بل لور ته ټاکل شوې د همدې اوونۍ په پای کې د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ مشر هم تهران ته سفر وکړي.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي وایي، د اټمي تړون په اړه‌یې څو ځله ښې خبرې او ژمنې اورېدلي، خو په خبره‌یې عمل کې دا ژمنې ماتې شوي او په وړاندې یې مخالف عملونه ترسره شوي دي.

خامنه‌یي پرون چهارشنبه په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل "خبرې او ژمنې ښې نه‌دي، اوس‌مهال موږ له نورو خواوو یوازې عمل غواړو او مقابل کې یې موږ هم ورته کار کوو".

د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، واشنګټن به د ایران او د نړۍ د قدرتونو د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون ته بېرته وروګرځي، خو په دې شرط چې ایران دغه تړون کې خپلې ټولې ژمنې پر ځای کړي.

د امریکا مخکېنی ولسمشر ډونالد ټرمپ ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیز ډول له دغه تړونه ووت او پر ایران‌یې بېرته بندیزونه ولګول.

اوس ایران وایي، لومړی باید واشنګټن ګام پورته کړي.

په ۲۰۱۵ کال کې ایران او د نړۍ شپږو قدرتونو امریکا، چین، روسیې، جرمني، فرانسې او بریتانیا د اټمي تړون په چوکاټ کې موافقه وکړه چې ایران به د یورانیمو پخول محدودوي او مقابل کې به‌یې پر دغه هېواد بندیزونه لیرې کېږي.

ایران تل دا رد کړې چې ګواکې دوی دې د اټمي وسلو جوړولو پلان ولري او ویلي یې دي، اټمي پروګرام‌یې په دقیق ډول د ملکي اهدافو لپاره دی.

له کله نه چې امریکا له دغه تړونه وتلې ده، ایران هم تړون کې شوې یو شمېر ژمنې په تدریجي ډول ماتې کړې دي.

د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې ویلي، تهران به د فبرورۍ له ۲۳مې وروسته د شفافیت رضاکارانه اقدامات هم ودروي، دا هغه اقدامات دي چې له مخې یې د دغې ادارې پلټونکو ته اجازه ورکول کېږي چې ایران کې په لنډ وخت کې نا اعلان شوي اټمي سایټونه وګوري.

د ایران دغه ګام ته ځیني د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړون د لویې سرغړونې په توګه ګوري، خو ولسمشر حسن روحاني بیا د دې کار اهمیت کم بللی او ویلې یې دي، د دې کار پای ته رسول به "مهم ګام" نه‌وي.

د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې لپاره د ایران ځانګړي استازي کاظم غریب ابادي ویلي، د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ مشر به د همدې اوونۍ په پای کې تهران ته سفر وکړي.

کاظم غریب ابادي
کاظم غریب ابادي

دا سفر له هغه مهلته څو ورځې مخکې کېږي چې ایران وایي، د دغې ادارې یو شمېر پلټنې بندوي.

غریب ابادي پرون په یوه ټویټ کې ویلي، د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ مشر رافایل ګروسي (Rafael Grossi) به د راتلونکې شنبې په ورځ تهران کې د ایران د اټمي ادارې له چارواکو سره په دې خبرې وکړي چې د نویو اقداماتو په رڼا کې څنګه همکاریو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG