د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۴

جو بایډن پر ایران د وضع شویو بندیزونو د لغوه کولو په بدل کې شرط کېښود


د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن په مشروط ډول د ایران له اټمي تړون سره د واشنګټن د بېرته یوځای کېدو خبره کړې.

جو بایډن وایي، تر هغو چې ایران د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون د بیا احیا کېدو لپاره د خبرو مېز ته راونه‌ګرځي، واشنګټن به پر تهران لګول شوي بندیزونه لغوه نه‌کړي.

ښاغلي بایډن پرون د امریکایي سي بي اېس ټلوېزیون د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پر ایران لګول شوي بندیزونه به لغوه کړي ترڅو تهران د خبرو مېز ته راوګرځي وویل، نه.

خبریال بیا له جو بایډن نه وپوښتل چې ایا غواړئ چې ایران دې لومړی د یورانیمو غني کول ودروي، د سر په ښورولو سره دا خبره تأیید کړه. بایډن دغه څرګندونې په هغه مرکه کې چې سي بي اېس ټلوېزیون پرون خپره کړه، وکړې.​علی خامنه‌ای رهبر د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي

په همدې ورځ د ایران ستر مشر ایات‌الله علي خامنه‌یي په مشروط ډول هغو ژمنو ته د بېرته ورګرځېدو خبره وکړه چې دې هېواد د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون کې کړې دي. خامنه‌یي وویل که متحده ایالات غواړي چې ایران بېرته هغو ژمنو ته ورورګرځي چې د اټمي تړون په چوکاټ کې یې تر پښو لاندې کړي، نو امریکا باید ټول بندیزونه لغوه کړي.

د خامنه‌یي له دغو څرګندونو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف له امریکایي سي اېن اېن ټلوېزیون سره په خبرو کې وویل، د واشنګټن له‌خوا د لګول شویو بندیزونو له امله له متحده ایالاتو څخه د تاوان ترلاسه کول د اټمي تړون د بېرته احیا کېدو لپاره یو شرط نه‌دی.

ښاغلي ظریف تر دې یوه ورځ مخکې له یوې امریکایۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې له واشنګټنه غوښتي و چې له اټمي تړون سره د بېرته یوځای کېدو لپاره دې سمدستي اقدام وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف

د امریکا مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ له شوي تړون څخه خپل هېواد په ۲۰۱۸ کال کې وایست او پر تهران‌یې بېرته بندیزونه ولګول.

تهران هم په تدریجي ډول د دغه تړون ځینې ژمنې تر پښو لاندې کړې او ویې‌ویل چې نور به دغه تړون ته ژمن پاتې نه‌شي.

XS
SM
MD
LG