د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

ایران د نړۍ له قدرتونو سره شوي اټمي تړون کې هر ډول ادلون بدلون رد کړ


د ایران اټمي تسلیحات
د ایران اټمي تسلیحات

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دوی او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د شوي اټمي تړون په معامله کې هر ډول نوې خبرې او یا هم د غړو هېوادونو ادلون بدلون رد کړ.

ایراني رسنیو پرون د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند سعید خطیب‌زاده له قوله وویل، د نړۍ له قدرتونو سره د ایران پر اټمي تړون نوې خبرې نه‌کېږي او غړي هېوادونه‌یې هم د بدلون وړ نه‌دي.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د جنورۍ په ۲۹مه وویل، له ایران سره د اټمي معاملو په هر ډول خبرو کې باید سعودي عربستان شامل وي.

مکرون په یوه خبري غونډه کې ویلي، دې ته ډېر کم فرصت پاته دی چې اټمي وسلې ته د ایران د رسېدو مخنیوی وشي.

د العربیه ټلوېزیون د راپور له مخې د فرانسې ولسمشر دا هم ویلي چې د ایران د اټمي معاملې په اړه هر ډول نوې خبرې به سختې وي.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون

سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ویلي، د خلیج عربي هېوادونه باید دې خبرو کې شامل وي.

دوی دغه‌راز ویلي، له ایران سره په خبرو کې باید د ایران د بالستیک توغندیو په تړاو او په منځني ختیځ کې له نیابتي جګړه کوونکو د ایران د ملاتړ په تړاو بحث وشي.

د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ په ۲۰۱۵ کال کې اټمي تړون لاسلیک شو.

کله چې امریکا ۲۰۱۸ کال کې له دې تړونه ووتله، نو ایران کړې یو شمېر ژمنې ماتې کړې.

ایران ویلي، هستوي پروګرامونه‌یې سوله‌ییز اهداف لري.

ایراني چارواکو ویلي، په کلني ډول ۱۲۰ کیلو ګرامه یورانیم تر ۲۰ فیصدو کچې پورې پخوي او تولیدوي یې. دا هغه کار دی چې د اټمي تړون د ژمنو خلاف بلل کېږي.

اوس د جو بایډن په مشرۍ د امریکا نوې ادارې ویلي، که چېرته ایران دغه اټمي تړون کې په خپلو ژمنو عمل وکړي، دوی لېواله دي چې بېرته دغه تړون کې شامل شي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

بایډن د جنورۍ په ۲۹مه راب مَلي د ایران لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکه.

مَلي د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما لوړپوړی سلاکار و او له ایران سره د اټمي تړون پر مهال د امریکا د مرکچي ډلې کلیدي غړی و.

XS
SM
MD
LG