نړۍ
یوې امریکایۍ «بي-۵۲» ډوله الوتکې بیا د فارس خلیج پر فضا الوتنه کړې

د امریکا پوځ وایي، یوې «بي-۵۲» ډوله الوتکې یې د قدرت په یوې ننداره کې د فارس خلیج پر فضا الوتنه کړې ده.
دا په وروستیو میاشتو کې شپږمه دا ډول الوتنه او د جو بایډن د کار له پیله لومړنی پرواز دی چې د فارس خلیج پر فضا ترسره کېږي.
بي دوه پنځوس الوتکې د اټمي وسلو د لېږد وړتیا لري او معمولاً د «اف ۱۶» جنګي الوتکو په همکارۍ پرواز کوي.
د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني ویلي، د دوی «B-52» الوتکې د لویزیانا له پوځي مرکزه الوتنه کړې وه او دغه الوتکه پرون چهارشنبه بېرته دغې اډه کې کېناسته.
د ایران او امریکا ترمنځ ناندرۍ وروسته تر هغه بیا زیاتې شوې چې امریکا ۲۰۱۸ کال کې د تهران او شپږو قدرتونو ترمنځ له لاسلیک شوي اټمي تړونه ووته.
د امریکا نوي ولسمشر جو بایډن ویلي، که ایران دغه تړون کې شویو ژمنو باندې ودرېږي، امریکا به بېرته دغه تړون ته وروګرځي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پاپ فرانسېس د موصل الطاهره کلیسا کې د عراق د جګړې قربانیانو ته دعا وکړه

د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسېس د عراق د شمالي ښار موصل په یوې لرغونې کلیسا کې د عراق د جګړې قربانیانو ته دعا وکړه.
خلک نن سهار د الطاهرې کلیسا په انګړ کې راټول او د پاپ خبرو تهیې غوږ کېښود، د نصرانیانو دا یو لرغونی مرکز د داعش ډلې لهخوا نړېدلی دی.
الطاهره د نړۍ یوه له لرغونو کلیساوو څخه وه چې ۱۴ پېړۍ تاریخ لري.
پاپ په خپلو خبرو کې د عراق له مسیحیانو وغوښتل چې د هستوګنې سیمې پرې نهږدي.
له ۲۰۱۴ نر تر ۲۰۱۷ کال پورې پر موصل ښار د داعش د ولکې له کبله سلګونه زره مسیحیان د عراق د شمالي سیمو پرېښودو ته اړ شول.
پاپ په قرهقوش سیمه کې د عراق یوې بلې لویې کلیسا ته هم ولاړ چې یوه برخهیې داعش نړولې ده.
دغلته د داعش له ماتې وروسته بېرته مسیحیان خپلو مېنو ته ستانه شوي دي.
۸۴ کلن پاپ د نن ورځې په پای کې د اربیل په ستډیوم کې خلکو ته وینا کوي او اټکل دا دی چې لسګونه زره کسان به دې راټولېدنه کې ګډون وکړي.
پاکستان کې له کرښې د رېل ګاډي وتو پېښه؛ یو کس وژل شوی ۴۰ نور ټپيان دي

د پاکستان په جنوبي سند ایالت کې یو مسافر وړونکی رېل ګاډی له کرښې وتلی چې له املهیې یو تن وژل شوی او ۴۰ نور ټپيان دي.
د پاکستان د اوسپنې پټلۍ یو کارکوونکی کامران لشاري وایي، دغه رېل ګاډی نن سهار له کراچۍ د لاهور خوا ته روان و چې له کرښې ووت او ۸ کابینونهیې چپه شول.
د لشاري په خبره، د ۴۰ ټپیانو او یوې وژل شوې ښځې جسد سیمه کې یوه نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.
د پاکستان د رېل پټلۍ وزیر اعظم سواتي ویلي، د پېښې د لامل په اړه به څېړنه وکړي.
سویس کې نن د ښځو د بورقې په اړه ټول پوښتنه کېږي

په سویس کې نن په دې ټولپوښتنه کېږي چې د ښځو بورقه منع کړل شي او که نهشي.
دا ټولپوښتنه له دې سره سره کېږي چې په دغه هېواد کې د هغو ښځو چې د مخ په شمول سر تر پایه ځان پټوي، شمېر له لسګونو تنو نهاوړي.
مخکې تر مخکې نظرپوښتنې ښيي چې د موافقو او مخالفو شمېر ډېر سره نږدې دی.
که په ټولپوښتنه کې د خلکو اکثریت د بورقې پر ضد رایه ورکړه، نوی قانون به سړي هم له دې راګرځوي چې خپلې ښځې د مخ پټولو ته مجبوره نهکړي.
روغتیا نړیوال سازمان: اروپا کې یو وار بیا د کرونا ویروس په زیاتېدو دی

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په اروپا کې یو وار بیا د کرونا ویروس مثبتې پېښې په زیاتېدو دي.
د دې ادارې په وینا په تېرو ۶ اوونیو کې په اروپا کې د کرونا ویروس پېښې مخ په کمېدو وې، خو په وروستۍ یوه اوونۍ کې یو ملیون نوې پېښې ثبت شوې چې تر ورتېرې اوونۍ په سلو کې ۹ ډېرې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې اکثره نوې پېښې د کرونا د انګلیسي بڼې دي.
د کرونا دا ډول ویروس په ۱۰ هېوادونو لکه بریتانیا، ایټالیا، ایرلنډ، جرمني، فرانسه، هالنډ، اسرائیل، اسپانیا او پورتګال کې زیات دی.
تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یمن مارب ولایت نښتو کې لږترلږه ۹۰ تنه ووژل شول

د یمن حکومتي سرچینو پرون (شنبه) وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه هېواد د مارب ولایت په نښتو کې لږترلږه ۹۰ تنه وژل شوي دي.
د ایران له ملاتړه برخهمنو حوثي یاغیانو له تېرې میاشتې راهیسې د دې ستراتېژيکې سیمې د نیولو لپاره بریدونه پیل کړي دي.
دا تېل لرونکې سیمه د یمن په شمال کې د دولتي ځواکونو وروستی مرکز ګڼل کېږي.
د یمن حکومتي سرچینو ویلي چې په وروستیو نښتو کې ۳۲ دولتي ځواکونه یا د حکومت پلوي قبایل وژل شوي دي.
دوی د حوثي یاغیانو د وژل شویو کسانو شمېر ۵۸ تنه ښودلی دی.
امریکا کې تر ۸۷ ملیونه او ۹۱۲ لکه دوزه ډېر کرونا واکسین خلکو ته ورکړل شوی

په امریکا کې د ناروغیو د وقایې او مخنیوي مرکز وايي، تر پرون شنبې پورې په دغه هېواد کې تر ۸۷ ملیونه او ۹۱۲ لکه دوزه ډېر د کرونا واکسین خلکو ته ورکړل شوی دی.
د دې مرکز په وینا تر اوسه پورې په امریکا کې څه باندې ۱۱۶ ملیونه او ۲۵۵ زره دوزه کرونا ضد واکسین وېشل شوی دی.
د امریکا د ناروغیو د وقایې او مخنیوي مرکز زیاتوي چې تر پرون پورې څه باندې ۵۷ ملیونه او ۳۵۸ لکه امریکایانو ته یو دوز او نږدې ۳۰ ملیونو ته دوه دوزه واکسین ورکړل شوی دی.
د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې د مې میاشتې تر پایه به ټولو امریکایانو ته د کرونا ویروس په وړاندې واکسین برابر شي.
د پاکستان پوځ: شمالي وزیرستان کې مو ۸ اسلامپلوه ملېشې وژلي

د پاکستان پوځ وایي، ځواکونو یې په شمالي وزیرستان کې اته اسلامپلوه ملېشې وژلې دي.
دوی وایي، دغه کسان په هغو جلا جلا عملیاتو کې لهمنځه تللي چې د افغانستان سرحد ته نږدې په بویه او دوسالي سیمو کې پرون شنبه ترسره شول.
د چارواکو د معلوماتو له مخې وژل شویو کې درې تنه د ټي.ټي.پي یا تحریک طالبان پاکستان غړي شامل دي.
تر اوسه پاکستاني طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي او د پوځ دغه ادعا خپلواکو سرچینو هم نهده تأیید کړې.
وزیرستان تېر کال د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د ډېرو بریدونو او دغهراز د حکومتي چارواکو او مشرانو د هدفي وژنو شاهد و.
د امریکا سنا جرګې کرونا ځپلو سره د ۱،۹ تریلیونه ډالرو مرستې ته رایه ورکړه

د امریکا سنا جرګې کرونا ځپلو سره د ۱،۹ تریلیونه ډالرو د مرستو سند ته رایه ورکړه.
دې کار د کانګرس لهخوا د دغه سند تصویب او د ولسمشر لاسلیک ته لاره هواره کړه.
د مرستو دغه اندازه د امریکا د ټول اقتصاد نژدې یو پر ۱۰مه برخه جوړوي.
ډیموکراتانو د دغه سند ملاتړ او جمهوريپالو یې په مخالفت رایې وکارولې چې بالاخره د یوې مثبتې رایې په تفاوت تأیید شو.
په سنا کې د اکثریت مشر سناتور چک شومر وویل، "موږ د امریکا خلکو ته وایو چې مرستې پر لاره دي".
د دې سند له مخې به اکثره امریکایي وګړي ۱،۴۰۰ ډالر مرسته ترلاسه کړي.
له مخالفو ډلو جوړ ائتلاف استازي نن د ارمنستان له ولسمشر سره ګوري

د ارمنستان له مخالفو ډلو د جوړ ائتلاف استازي نن د مارچ په ۷مه د دغه هېواد له ولسمشر ارمن سرکیسیان سره د روان سیاسي کړکېچ په اړه خبرې کوي.
له څه باندې ۱۰ ډلو جوړ دغه ائتلاف ارمنستان کې له وخته مخکې پارلماني ټاکنو او دغهراز د صدراعظم نیکول پاشینیان د استعفا غوښتنه کوي.
مخالفان به له ولسمشره وغواړي چې د صدراعظم لهخوا د لوی درستیز د لیرې کولو پرېکړه د اساسي قانون محکمې ته راجع کړي.
دوی د خپلو غوښتنو د منلو لپاره حکومت ته د مارچ تر نهمې مهلت ورکړی او ویلي یې دي، د هېواد برخلیک د ولسمشر په واک کې دی.
ارمنستان کې سیاسي کړکېچ وروسته له هغه زیات شوی چې صدراعظم د دغه هېواد لوی درستیز اونیک ګاسپرېن (Onik Gasparian) له دندې لیرې او لوړپوړي چارواکي یې د کودتا پر هڅه تورن کړل.
پولنډ کې ترافیکي پېښې ۶ اوکرایني وګړي مړه کړي

د پولنډ په ختیځ کې د یوه بس د ټکر په پېښه کې ۶ اوکرایني وګړي مړه شوي او ۴۱ نور ټپیان شوي دي.
اوکرایني چارواکي وايي، دا بس چې لسګونه اوکراینیان په کې سپاره وو، نن شنبه(د کب ۱۶مه) سهار د اوکراین سرحد ته نژدې د پولنډ جنوب ختیځ ښار یاروسلاو په لمنو کې یوې کندې ته ولوېده.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویاند اولېه نیکولېنکو تایید کړه چې په پېښه کې وژل شوي شپږ کسان اوکرایني وګړي دي.
د پېښې د علت په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.
اوکرایني کارګران پولنډ ته- چې د پام وړ اقتصادي وده لري، د کار لپاره ځي او د دې هېواد د کار مهم ځواک جوړوي.
پاپ عراق کې له شیعه رهبر ایت الله علي السیستاني سره وکتل

د نړۍ د کاتولیکو عیسیویانو مذهبي مشر پاپ فرانسس د عراق په نجف ښار کې له ځواکمن شیعه رهبر ایت الله علي السیستاني سره وکتل.
دا عراق ته د رومن کاتولیک عیسیویانو د مذهبي مشر لومړی سفر او په نړۍ کې د کرونا د وبا له خپرېدو وروسته د پاپ فرانسس لومړی نړیوال سفر دی.
پاپ د بندو دروازو تر شا په دې کتنه کې هڅه وکړه چې د سوله ییز ګډ ژوند او د عراق د عیسوي ټولنو د پیاوړي کولو پیغام ورسوي.
السیستاني له لیدنې وروسته په یوه بیان کې وویل چې عراقي عیسیویان باید په سوله کې ژوند وکړي او د نورو عراقیان په څېر له ټولو حقوقو برخمن شي او واتیکان په یوه بیان کې وویل چې پاپ له السیستاني او عراقي شیعه ګانو څخه د عیسویانو د ملاتړ په خاطر چې د ده په وینا تر ټولو مظلوم او ځورېدلي خلک دي، مننه وکړه.
د دې سفر جریان په مستقیم ډول پر ټلوېزیون خپرېده او د نجف اوسېدونکو د دواړو مذهبي مشرانو د لیدنې هرکلی وکړ.
عمران خان له پارلمانه د اعتماد رایه ترلاسه کړه

د پاکستان صدراعظم عمران خان له پارلمان څخه د اعتماد رایه ترلاسه کړه.
د ۳۴۰ کسیز پارلمان د ولسي جرګې په غونډه کې عمران خان یوسل او اته اویا موافقې رایې وګټلې په داسې حال کې چې ۱۷۲ رایو ته اړتیا وه.
د اپوزیسیون ۱۶۰ وکیلانو دا غونډه تحریم کړه.
عمران خان وروسته له دې چې د مالیې وزیر د مشرانو جرګې په انتخاباتو کې، په سنا کې د خپل سیټ په ساتلو کې پاتې راغی او په نتیجه کې یې په دې جرګه کې د ده ګوند اکثریت له لاسه ورکړ، په خپله خوښه له پارلمانه د اعتماد رایې د اخېستو غوښتنه کړې وه.
د بېلاروس چارواکو د 'ویاسنا'سازمان پرضد جنایي تحقیقات پیل کړي

د بېلاروس چارواکو د دغه هېواد د بشري حقونو د یوه منلي سازمان پرضد جنایي تحقیقات پیل کړي او د دې موسسې یو شمېر غړي یې نیولي دي.
د ویاسنا په نوم د بشري حقونو موسسې د جمعې (د کب ۱۵مه) په ورځ وویل، د تحقیقاتو کمېټې دا دوسیه پرانېستې ده چې د دوی موسسه له اعتراض کوونکو سره چې عمومي نظم ګډوډوي، مالي مرسته کوي.
د دې موسسې څلور فعالان هم نیول شوي دي.
په بېلاروس کې د اګسټ له میاشتې راهیسې چې د ولسمشرۍ انتخابات وشول او په کې الکساندر لوکاشینکا د شپږمې دورې په مخه بریالی وبلل شو، تقریباً هره ورځ اعتراضونه وي.
ویاسنا یو له هغو خپلواکو سازمانونو څخه دی چې په بېلاروس کې یې د تشدد، د زرګونو کسانو د نیولو او د سیاسي زندانیانو پېښې څارلي دي.
رسنۍ: روسي توغندیو د سوریې شمال کې ۳ تنه وژلي

روسي توغندیو د سوریې په شمال کې د تیلو د تصفیه کېدو سیمې په نښه کړي دي.
ترکي رسنۍ او په لندن کې مېشته د سوریې د بشري حقونو د څار ډله خبر ورکوي چې دې برید کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او ګڼ کسان ټپیان شوي دي.
د سوریي د بشري حقونو د څار ډله وایي چې د مارچ په پنځمه د سوریي ساحل ته نژدې له روسیې بېړۍ لږ تر لږه درې توغندي د ترابلس ښارګوټي ته نژدې د تیلو د پلور او د تیلو د تصفیه کېدو د مرکز پر لور ویشتل شوي دي. دا ښارګوټی د ترکیې پولې ته نژدې پروت دی.
بل لور ته د سوریې د حکومتي ځواکونو له لوري د الباب ښار ته نژدې سیمې په نښه شوي دي.
ویل کېږي چې دې سیمه کې هغه وسله وال مېشت دي چې د سوریي له حکومت سره جګړه کوي او ترکیه یې ملاتړ کوي.
د ترکیې انادولو خبرې اژانس خبر ورکوي چې په دې برید کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي دي او اته ویشت نور ټپیان شوي دي.
البانیا دوهم نړیوال هوایي ډګر جوړوي

البانیا د دوهم نړیوال هوایي ډګر د جوړېدو د چارو پریکړه وکړه. د بالکان دغه هېواد غواړي چې په دې ډول د ګرځندوی صنعت پراخ کړي.
د البانیا صدراعظم ایدي راما په یوه بیان کې د جمعې په ورځ وویل، هوایي ډګرونه کارونه پیدا کوي او د پرمختګ سبب کېږي.
دا هوایي ډګر د وولوري په ښارګوټي کې چې د البانیا په جنوب لویدیځ کې دی، ودانیږي.
پر دې هوایي ډګر به یو سل او پنځه ویشت میلیونه ډالر ولګېږي. د دې له جوړېدو سره به خلکو ته د البانیا په زړه پورې ادریاتیک سمندرغاړو ته تګ اسانه شي.
په البانیا کې اوس یوازې یو نړیوال هوایي ډګر دی چې پلازمېنې تیرانا ته نژدې دی.