د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

ایران له امریکا د ۲۰۱۵ کال اټمي موافقې ته د بېرته ستنېدو غوښتنه وکړه


ارشیف، د ایران او امریکا بیرغونه
ارشیف، د ایران او امریکا بیرغونه

ایران د امریکا له متحده ایالاتو وغوښتل چې د ۲۰۱۵ کال په اټمي موافقې کې بېرته شامل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په یوه مرکه کې د دې غوښتنې ترڅنګ ویلي چې امریکا دې پر ایران بندیزونه نرم کړي.

محمد جواد ظریف د تهران له همشهري ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي: "وخت د امریکایانو له لاسه وځي، هم د پارلمان د لایحې په خاطر او هم د ایران له نوي کاله وروسته د انتخاباتي فضا له کبله."

په ایران کې د افغانستان په شان نوی کال د حمل په لومړۍ چې د مارچ له ۲۱ سره برابره ده، پیلېږي او د ایران انتخابات په جون میاشت کې کېږي.

هغه لایحه چې د ایران پارلمان په ډسمبر میاشت کې تصویب کړه، حکومت اړ باسي؛ په هغه صورت کې چې امریکا د فبرورۍ تر ۲۱مې پورې بندیزونه نرم نه‌کړي، خپل اټمي دریځ بدل کړي.

ظریف ویلي "هر څومره چې امریکا دا موضوع ځنډوي، هومره به تاوان وکړي".

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف

ده همداراز ویلي چې ایران اړتیا نه‌لري چې د خبرو مېز ته وګرځي، بلکې دا امریکا ده چې باید د خبرو لپاره ځان ته ټکټ پیدا کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ په ۲۰۱۸ م کال د ایران او د نړۍ د سترو قدرتونو ترمنځ له اټمي موافقې امریکا وایستله او د ایران پر ضد یې بندیزونه بېرته پیل کړل.

په ځواب کې یې ایران په تدریج د موافقې د ځینو برخو سرغړونې کړي او ویلي یې دي چې نور ژمن نه‌دی چې پر موافقې ودرېږي. تېره میاشت ایران تر ۲۰ سلنې پورې د یورانیمو غني کېدا بیا پیل کړه. دا هغه اندازه ده چې د ۲۰۱۵ کال تر تړون مخکې یې خپل یورانیم هومره غني کول.

د ولسمشر جو بایډن حکومت پر داسې لارو چارو غور کوي چې بېرته موافقې ته راشي. بایډن ویلي، که ایران تړون په کلکه رعایت کړي، واشنګټن به هم موافقې ته ستون شي، خو ایران ویلي چې واشنګټن باید لومړی بندیزونه نرم کړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

تهران دغه‌راز پر پراخو امنیتي مسئلو چې د ایران د توغندیو پراختیا محدودوي، خبرې رد کړې دي.

دا هغه وړاندیز دی چې واشنګټن‌یې یادونه کړې ده.

د ایران له لوري د خپلو توغندیو د پراختیا په لړ کې د دغه هېواد د دولتي ټلوېزیون د راپور له مخې، د ایران پوځ د شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۶مه) د توغندیو د هایبریډ سونګ موادو د تولید یو مرکز او له اوږې څخه د ویشتل کېدونکو راکټونو د جوړولو یوه فابریکه پرانیسته.

XS
SM
MD
LG